داستاځواني ډول كوي له پښتونواله سره؟؟؟؟

خوږولوستونكو!
مخكې له دې څخه چه په ځواني اوپښتونواله څه وليكم اجازه راكړئ لومړى څواړينې خبرې اومثالونه تاسوته وليكم.
موږاوتاسوهره ورځ ډول ډول ټولنيز،علمي،اقتصادي،ادبي اوبېشمېره نورمطالب په ورځپاڼو اووېبپاڼوكې لولواوياخويې له نوروخبري رسينېوڅخه اورو.
منم چه د پورتنيومطالبوپه وړاندي كولوكې هرچاترخپله وسه زيارايستلاى دى كوريې ودان خوزما گيله له يو شميرهغوليكوالانوڅخه كيږي كوم چه په حساسو شيبوكې دلټۍ په بسترپراته دي دوى په اخلاقي او حقوقي لحاظ ترپوښتنې لاندي راتلاى شي مثلاٌ:
يوڅوك ديووعمل په كولوسره ديوو جرم مرتكب كيږي خوبل څوك دعمل نه كولو په صورت كي مرتكب دجرم گرزي مانا داچه په روڼو سترگومرتكب ته گوري په داسې حال كې چه كه دى يوعمل وكړي نوكولاى شي چه له جرم څخه مخنيوى وكړي.
ياخوهمداكس په يوه بله ترافيكي پيښه كې لومړنۍ مرسته له ټپيانوسره نه كوي بده خولا داده چه نه پخپله لاس په كار كيږي اونه بل څوك ورته راخبروي له دې څخه لاتربد بدتره خو يې لا داده پسې چه لاروي له لارې څخه چپوي ترڅود ترافيكي پيښې ځاى ته ورنه شي.
داپورتني مثالونه زموږ په يوشميرهغوليكوالوبرابرراځي كومو چه څوڅوالقاب په تندي ځوړندكړي دي ځكه چه دوىنن سباياخوخاموش،غافل اوياخودنورومخه نيسي ځينې يې وائې دادپلاني ليكني موږته ضررلري ځينې يې وائې املائي ستونځې لري ځينې نوريې بيا وائي چه دخپل ځان لپاره لگيا دى.
خوزه اوزما غوندې نوركسان له دې ښاغلو څخه هيله كوو چه تاسې چه په ضرر ښه پوهيږئ،ښه املا لرئ اودخپلو ځانولپاره څه نه غواړئ نوبيا دڅه لپاره لاس ترزنې ناست ياست؟
په تاسوخوخلگوحساب كاووخوتاسونه دهيواد په دانننيوسياسي اونظامي كړكيچنوحالاتوليكنې وكړې اونه مودعادي اوبيگناه وروڼودخلاصون لپاره چه برناحق تېرى ورباندې كيږي،عزت ئې لوټېږي،ځورول كيږي اوزندانونوته وړل كيږي لكه محمداصف ننگ څه وليكل.
نظام،اداره،ولسواكي،زندان اووگړي څه مانا لري؟
څوك،چيرې،ولې اودچاله خوازندان ته وړل كيدى شي؟
مثلاٌ پوليس حق نه لري چه ددريوورځوڅخه زيات څوك په زندان كې وساتي داماناچه په ولسواكو ټولنو كي دهرفرد دحيثيت خيال ساتل كيږي خوكه پوليس شواهد اواسناد ورباندې پيداكړي بيا نودڅارنوالي له لارې محكمې ته ليږل كيږي ترڅودخپل عمل سزا دقانون له مواداتو سره برابره وويني .
اوس به راشو زموږپه اصطلاح ولسواكې ادارې ته چه ښاغلى كرزى ئې مشري كوي اوښه ډيرمشاويرين هم لري زما پوښتنه داده چه په كوم سياسي اويا جنائي تورښاغلى ننگ له دوواونيو څخه لا زيات داستخباراتي ادارې په زندان كي پروت دى؟
نوموړې اداره دچا په لاس اوهغوى تر نن ورځې پورې زموږ له گران هيواد سره كومه لوبه نه ده كړې؟
كرزى صيب!
نورولايتونه به پرېږدو رابه شوپلازمېنې كابل ته په نورو پېښو به دې سرنه خوږوم ځكه چه اوبه چه له سره پورته شي څه يوه نيزه څه سل نيزې!؟
ايا تاسوتراوسه دسياسي،اقتصادي،اداري اونورومشهودوجرمنودمرتكيبينودنيولوامرصادركړى دى كومو چه لا نړيواله ټولنه له گواښ سره مخامخ كړې ده اوكه فقط په خپل پښتون مظلوم موزورورسيده؟
ايا زموږدلراوبرخورواووروپښتنو وروڼونارې نه اورې چه دننگ لپاره يې كوي؟
زه دټول افغان له ويبپاڼې چلوونكي څخه مننه كوم چه ننگ ته ئې ويبلاك پرانيستى اودننگ ښكلى تصويرئې پكې ځاى په ځاى كړى دى ما پخوانه ښاغلى ننگ ليدلى وواونه مي پېژندگلوي ورسره لرله خوچه دهغه تصوير مې وليد په پښــتون جبين اوپښتنوسترگو كي ئې پښتونولي له ورايه ښكاري نوواقعاٌ داسي ځواني له پښتونوالي سره زيب كا داسي ځواني نو بيادكوم بدرنگه غليم په موږلوريږي؟
ځكه خومې په زړه ديوشمېرخپلوغافلو ليكوالانوله لاس اوربل شي چه ولي دومره ضعيف وختل؟
په بنډارونوكي خوښه مصروف دي كه نن ئې ننگ ويووړسبا ددوى وارهم رارسيږي.
خبره تربنډارونوشوه څو ورځې دمخه مې په يوو واده كي له دا پورتنيو ښاغلوڅخه يوڅوكسه ولېدل مجلس ښه گرم ؤيووئې ماته مخ راواړولواووېويل چه بسمل صيب له ډيروراديوگانوڅخه دې غږاوروخودانن څنگه غلى يې؟
ماورته په ځواب كي وويل چه تاسي كله چاته واروركوئ وئې خندل ويل څه وكړو زړونه موډك دي ما نوله واره ورته وويل چه زړونه د بنډارونو په ځاى زما غوندې په راديوگانو،ويبپانواونوروخبري رسينېوكې تش كړئ چه هم خورماشي هم ثواب هم به موخپل زړه تش كړى وي اوهم به زموږ كړيدلى ولس يوه روحيه اوډاډ ترلاسه كړي منسجم به شي قوت به شي اودهر ډول ستم په مقابل كي به پاڅون وكړي بيا
به نوهلته درته ووايم چه داستا ځواني ډول كوي له پښتونواله سره!