بی خونده خبری(116): د عاشقانو ورځ

فروري۲۰۱۳،۱۵
پرده اول: مولا!
ملایان سم دم د کرزي خلاف اپوزیسیون په څیر دي. چی کرزی ووایي اسمان پورته دی، هغوی وایي چی په خدای دا مونږ په ثبوت رسوو چی اسمان لاندی دی. او د خپلی ادعا د لاثبوت په خاطر وایي چی قوماندان مسعود مو په خوب کی لیده چی دا خبره یی را ته کوله. ځکه چی نوموړی اوس په اسفل السافلین کی د ګمراهانو سر لاری دی. قوماندان مسعود ته ځکه دغه پوست رسیدلی چی جهنمیانو او له دی نړی څخه ور روانو د شمالي ټلوالی مشرانو له مسعود سره په رویایی تماس کی خبره کړی چی د سالنګونو په بري سره دغورځولو له تجربی څخه په استفادی پُل صراط والوځوي.
څه د ماغزو ماه بهن به کوم.
پرده دوم: مولا او شِکوی یی!
مولا خو خپله مبتکر نه دی نو د نورو د ابتکار مخه هم نیسي. نور هم نشي زغملی چی ابتکار وکړي. مولا، کشیش، ربای او ګرو جي دوی ټول نفرتونه ویشي ترڅو خپل بازار ګرم وساتي. دا ددی لپاره چی خلک په دوی ورمات شي.
یا زه ملا ملامت هم نه بولم. ده عشق چیرته کړی؟ مینه څه پيژني؟ ټول عمر په وظیفو لوی شوی؛ له پردیو یی خوړلي؛ سپي ته یی هم توکړه نه دی اچولی. نو له داسی سړي به سړی څه د عشق، مینی، پیار، چاهت، انګریزي لو او عربي حُب تمه ولرلی شي.
مولا بخیل دی. مولا ښه ورځ په نورو نه لوریږي. مولا چی څومره حریص دی هومره به فهیم او دوستم هم نه وي.
“هر سړی غل دی خو موقع ګوري!”
مولا سره یو ټکټ دی! فحشا خپریږي! یهود راغلی دي! ښځی مو در خرابوي؛ لور ګانی مو در خرابوي او...
هلکه نو ته د یهودو په مقابل کی څه لری! ټول عمر دی له یهودو فریاد کړی؛ ټول عمر دی د یهودو خلاف کمپاین کړی؛ ټول عمر دی یهود د خدای او رسول دښمنان بللی دي خو په دی اړه دی لاس ته راوړنی څه دي؟!!!
د خپلو خبرو د مستندو ښودلو او د خپلو معلوماتو د ډیرو ښودلو په خاطر وايي: یهودو د نړی په ټولی سرمایی پنجه کړیده. ټوله سرمایه له یهودانو سره ده!
نو مولا همدا ته نه وایی چی دنیا سجن دی! دنیا فانی ده! دنیا زمونږ لپاره نه ده! نو چی نه ده نو اوس یی ټينګه کړه، سپیره!!!
خبره لری لاړه نشي؛ مولانا کمیونیټي خپه نشي!!! مولا ته مشوره دا ده چی نور له دنیا سره له دښمنی لاس واخلي. له دنیا سره په پیار، محبت سره برخورد وکړي کنه نو....
پرده سوم: مونږ په چا میین یو؟
پرون د عاشقانو ورځ وه. چا لیکلي وو چی هغی ګل صنمی ته چی ۱۵ کاله کیږي پری میین یم خو اظهار می نه دی ورته کړی، دا ورځ دی مبارک وي!
یو بل لیکلي وو که څوک می کافر ونه بولي، دغه ورځ هغی توتڼی ته چی پری میین یم مبارک وي!
د ولسمشر په سټټس پسی وګرځیدم خو څه می ونه موندل. فکر کوم ولسمشر به وحید عمر ته ټکست مسج کړی وي.
نورو په وړو پسی به نه لګیږم.
 
خلک په نورمال ډول باندی په دریمی نړی کی هغه چا ته اظهار شکایت کوي چی مسول نه وي.
پښتون را ټولیږي د پښتون ژبی خلاف د حکومت په کړنو اعتراض یو بل ته کوي. وایي حکومت توجه نه کوي. حکومت مو په کیسه کی نه دی او داسی نور..
دا ستونزه باید له پاروک وردګ، له خرم کبیر او له مخدوم رهین او... سره شریکه شي.  دوی مطرح کسان دي؛ دوی ته باید دغه فریاد ورسول شي. زه څوک یم چی ما ته شکوه کوی؟ زه څوک یم چی ما ته ناله کوی؟ ځه یاره!!!
د پښتنو محبت او سټټسونو ته چی ګورم نو ددوی عشق هم همداسی دی! په یو چا میین دی خو هغه بله خوا چی سیکنډ پارټي ورته ویلی شو په دی نه دی خبره چی څوک پری میین دی؟
دی ته وایي عشق! دی ته وایي ویشق!!!
ملامت نه دي؛ که کور کلي کی د عشق اظهار وکړي نو بیا یی هماغه ورځ، اخري ورځ ده!
اول دا چی زمونږ په کمیونیټي کی شاعران، ادیبان او مولا ټول په هلکانو میینیږي!
هلک ددوی مفعول وي.
ځکه دلته خو ښځو ته پراخ لاس رسی شتِه نه! شاعر هلک ته ګوري خو په شعر کی یی مخاطبه جلکی وي.
 
زه خو وایم چی راځی په هر څه کی د فساد مخه ونیسو. تاسو چی زیاتره بچه...یاست، په نره ولیکی چی هغه سروی قد هلک؛ دغه چی اوس یی بریتونه په مخ...او داسی نور!!!
له یوی خوا به حقیقی وصال ته ورسیږی او له بلی خوا به مو...
ما غوښتل چی خپل سټټس کی ولیکم: “زه نن ورځ هغه ....ته چی ۷ کاله مخکی پری میین وم خو اوس ډیر  شوی،مبارک باد وایم!”
په دی ډول سره به می پیغام هغه .... ته چی اوس هم په فیسبوک کی ده رسیدلی وو او له بلی خوا به می لیکل ریښتیني وو.
که دوی په ما انتقاد کوي چی زه درواغ لیکم. نو قسم چی زیاترو د ...یوه دوره تیره کړیده. هغه چی اوس په جینکو میین شوي دوی یو وخت په هلکانو پی وو. اوس نو دوی تکاملي وده کړی!!!
ځی، وینه په وینی نه پاکیږي! انتقاد په انتقاد ښه کار نه دی!
زه دغه ورځ ټولو ته مبارک باد وایم!!!
leekwal@yahoo.com