په ګلبهار سنټر کې د فاحشۍ یو مرکز فعالیت لري

روهي ویبپاڼې ته یوې باخبره سرچینې ویلي، چې په کابل کې د ګلبهار سنټر په پاسني پوړ کې، د (( هزارو یک شب)) په نوم یو رستورانټ فعالیت لري، چې د رسټورانټ تر څنګ د فحاشۍ لپاره هم ترې کار اخستل کیږي.
یادې سرچینې، چې  د خپل نوم له  خپرولو سره مخالفت لري وايي، تیر کال د همدغه مارکیټ د ځینو هټیوالو له طرفه په دې هکله د ګلبهار سنټر رييس ته شکایت وشو او هغه وویل، چې په یوه میاشت کې به دا ځای درته بندوم خو وروسته په یوه معامله کې پخپله بندي شو خو اوس ازاد شوی. یاده سرچینې وايي، چې دکاندارانو بیا د سنټر مرستیال ته دا خبره وکړه؛ دغه مرستیال بیا وویل، چې په دغو خبرو کې غرض مه لرﺉ، ځکه کله چې ما د دوی د ویستلو لپاره اقدام وکړ، په کابل کې د څو امنییتي سرچینو لخوا زه وګواښل شوم او عین خبره د هغه مهال د کورنیو چارو وزیر بسم الله خان محمدي تر دفتره ورسیده او له هغه ځایه هم ورته ټیلفون وشو.
ویل کیږي، چې په دغه رسټوران کې زیاتره د یوه لږکي قوم  ښځې د فحاشۍ لپاره وړاندې کیږي.