
یوه سرچینې روهي ویبپاڼې ته وویل، چې له یوې مودې راهیسې یوه کړۍ په دې هڅه کې ده، چې د هلمند ولایت په ریګ ولسوالۍ کې د سرو زرو کان او یو بل ځای کې د کوم بلې ډبرې د رایستلو چارې پیل کړي.
په دغه کړۍ کې د والي د دفتر یو شمېر کسان هم لاس لري. د کان د استخراج لپاره یې له پاکستان نه هم یو شمېر کارپوهان راوستي وو خو ورته ویل شوي، چې د دې لپاره زیات وسایل په کار دي.
تیره اوونۍ د والي د دفتر یو تن کارکوونکی په کابل کې له یو شمېر کار پوهانو سره لیدنې درلودې او ترې غوښتل یې، چې د دغه کانونو په راایستلو کې دې ورسره مرسته وکړي او دوی ته به هم خپله برخه ورکړل شي.