بی خونده خبری(114): قبله اسلام آباد ده که کعبه؟

 

فروری۲۰۱۳،۰۶
وایي قبله په مکی کی ده. “د ابو سفیان کور ته پناه یوسی په امن کی یاست! کعبی ته پناه یوسی چی په امن کی شی!!!”
کعبه د مسلمانانو محور دی او هره ورځ ۵ وخته ورته سرونه ټيټوي خو اوس مهال دغی کعبی په مسلمانانو کی همدغه فرمایشي مقام خپل کړی هغه عملي یی له لاسه ورکړی.
اوس نو کعبه له خپل ځایه ښوریدلی او په یمن کی صنعا ته یی کوچ کړی. اوس نو ابرهه خپله توره کوټه لري او له ابرهه ډاریدونکي ورته سجدی کوي. دغه نوی کعبه بیا نو اسلام اباد دی!
طالب هم له همدی ځایه فرمایش اخلي او محقق یی هم طواف ته ځان رسوي. ضیا مسعود یی په زیارت ویاړي او رستم یی په حجرالپنجاب کی سر ننباسي.
د ګلبدین پلویان هم د همدی کعبی تیږی په خپلی سینی وهي او عطا استاد یی هم طواف ته لیواله دی. که جان کیري خپل لومړنی سفر له اسراییل پیلوي، افغان مشران یی له اسلام اباده.
کعبی ته سرونه ټيټيږي خو اسلام اباد ته زړونه!!! کعبه په خولی یادیږي خو اسلام اباد په ماغزو کی ځای نیولی. وحی په حرا کی نازله شوی خو فتوا له حقانیی!!! د حقانیی کلام اوس د حرا په هغه بری موندلی!!!
د کعبی بل بدیل ریونډ دی! عبدالوهاب اوس نو مجدد الف ثالث دی او فضایل اعمال له قرآن سره په مقابلی کی!!!
د شمال ټلوالی مشرانو اوس نو د مدینی د یهودانو نقش ترسره کولو ته لاس اچولی او د پښتنو ابو جهل لا هم په خپل خره سپور دی او د کعبی په انګړ کی یی پښي اوږدی کړي که کوم نر یی پښه ور پری کړای شي!!!
قرآن که وایي چی په لوی لاس ځانونه په هلاکت کی مه غورځوی خو د کوټي شورا وایي چی هغه له اوس وخت سره مصداق نه کوي!!!
د بنی هاشمو د زړه ټوټه که وایي چی په حکمت سره مخکی لاړ شی خو حمیدګل ورته وایي چی اوس نو د حکمت وخت نه حکومت ته اړتیا ده!
که د طاهر نیکه وایي چی وګوری زه خو مسلمان نه یم وژلی خو د کوټی شورا وایي چی مسلمان له نورو وړومبنی کړی ځکه دا یی سترګی دي!!!
کرزي، محقق، او عمر لالا دری واړو ته اسلام اباد هومره اهمیت لري څومره چی یهودو ته بیت المقدس!!!
نو که ستونزه د اسلام اباد له منلو سره حلیږي نو راځی چی په ګډه پری آمین کړو!!! یوه اوږده سجده یی په وړاندی وکړو او له دی تباهی څخه ځانونه وژغورو!!! د خدای(ج) په نه منلو سره به دومره نه وای ځوریدلي لکه څومره چی د اسلام اباد په نه منلو وځوریدلو!!! اوس که څوک اسلام آباد نه مني نو ... خو دې په کی وکړي کنه!!
اسلام اباده! نور نو موږ منلی یی خو ته مو ومنه!!!
leekwal@yahoo.com