
په پښتوکې یو مشهور متل ده چې وائی پردی کټ ترنیمو شپو وی ،
د نړۍ صنعتی انقلاب چې په نړۍ کې یی خورا بدلون رامنځته کړ اصلی او اساسی رول پدې انقلاب کې د بریښنا او ورسره د نوې ټیکنالوجي یا انټرنټ و .
افغانستان یود هغو هیوادونو له ډلی څخه ده چې په زیاته کچه روانې اوبه لری، کولای شی له دغو اوبو څخه په استفادې سره دبرښنا ستر بندونه ولری او پر دغو روانو اوبو جوړشی او د هیوادوالو لپاره برښنا برابره کړي.
د ۲۰۰۱ میلادی کال څخه راپدیخوا نړیوالې ټولنې او افغان حکومت په کومو بنسټيزو پروژو د هیواد دښه راتلونکی په موخه ایا کوم ګام پورته کړی؟
داهغه اساسی پوښتنه ده چې اوس دهر افغان په ذهن کې یوازې منفی ځواب لری.
ایا افغان حکومت پدې اړه لکه څنګه چې لازمه وه ګام پورته کړی په هیواد کې د برښنا وزارت تردې دمه دکوم بند د جوړولو چارې په ریښتینی ډول پیل کړی ددغه کار لپاره ریښتینی افغانی هوډ موجود ده ، که یوازې له ګاونډیو هیوادونو څخه د برښنا د پلورلو په کارکې هلې ځلې شوی چې دا پخپله په فساد کې د دولتی چارواکو ښکیلتیا ښیی له بهرنیو هیوادونو څخه د بریښنا د پیرودلو په چاروکې افغان چارواکي ولی دومره لیوالتیا ښیی او په هیواد کې د برښنا د بند په موخه یوازې ژمنې شویدی او عملی کار لا تراوسه ندی شوی .
چې ښکاره پایله ولری باید یادونه وکړو چې نړیوالې ټولنې هم لکه څنګه چې په کاروو کار ندی کړی او د اساسی پروژو پرځای یې داسی پروژو ته لومړیتوب ورکړی چې یا لنډ مهاله وې او یاهم زیاته اړتیا ورته نه لیدل کیږی .
د بیلګی په ډول د کلیو پراختیا وزارت له لوری د (ملی پیوستون ) ترنامه لاندې یوستر پروګرام په هیوادکې پلې کړې چې په میلیونونو ډالر پکې لګول شوی ددغه پروګرام له لارې په کلیو اوبانډو کې د جنراتوروی برښنا وړې پروژې پلی شویدی چې دیو کال په تیریدو سره یا کاملآ له منځه تللی اویا هم د مالی ستونزو له امله خلک پدې ونه توانیدل چې د جنراتورونو مصارف پوره کړي ،جنراتورونه یا غلا او یا هم وپلورل شول د برښنا مزی او پایی یې د خلکو لخوا مات او وشکول شول چې د داډول پروژو پرځای په کاروه چې د بریښنا بندونه جوړشوی وای چې بدبختانه ونشول زمونږ د برښنا وزیر اوس هم د برښنا دپیرلو په چرت کې ده له ازبکستان ، تاجکستان او ترکمنستان هیوادونو څخه د برښنا پیرل زموږ د وزیر صاحب اسماعیل خان په شخصی ګټه ده نه زموږ د هیواد او هیوادوالو .
اصلی خبره داده چې داکار څوک او ولی کوی معلومه ده چې زموږ د چارواکو په شخصی ګټه ده او همدوی یی کوی ،دتیرې دوری د جمهوری ریاست په ټاکنو کې یوتن نوماند چې د د شهید سردارمحمد داود خان دد دورې د اوبو او برښنا وزیر وو ورسره می مرکه لرله هغه د هیواد د وارداتی برښنا په اړه وویل چې داپلان د داود خان په وختکې هم په پام کې وو چې له بهر څخه بریښنا را وارده کړي خو په پایله کې یې شهید سردارمحمد داود خان مخالف شو او وی ویل چې که چیرې له هغه ګاونډي نه چې موږ برښنا را وارده وو که شخړه مو رامنځته شی او هغوی پرموږ برښنا بنده کړی په هغه صورت کې به څه کوو هماغه وو چې ددې کار مخه ونیول شوه او په هیواد کې یی دبرښنا د بندونو په جوړولو پیل وکړ ،خودا چې په هغه وختکې مالی امکانات ډیر کم وو لږ کار وشو خو نظر د نړیوالې ټولنې اوسنیو مرستو ته باید چې زیات دبرښنا بندونه جوړشوی وای .
یو متل دي چې وایی دیتیم په ورانو شیدو کې خیروی .
زموږ چارواکی هم دې دول تړونونو ته خوښ دي ددې ترڅنګ د برښنا وزارت دومره زیات کارکړي چې نور نشی کولای د برښنا د مصرف بیلونه راټول او یاهم برښنا تنظیم او و ویشی چې داچاره یی هم یوخصوصی شرکت ته د افغان برښنا په نامه سپارلي ده دې خصوصی شرکت له موقع څخه په استفادی داسی بیلونه خلکو ته ولیږل چې هیڅ ساری یی نه لیدل کیږی خو ددې چارې لپاره یی هم لاره کتلی ده کله چې یوڅوک پدې اړه پلټنه وکړي چې ولی یی دبرښنا بیل زیات راغلی نوموړې اداره ورته وایی چې درته جوړ به یی کړی یانی کم به یی کړی چې یوه بیلګه یی د کابل په اتمه ناحیه کې د یوکور بیل چې ۵۴۰۰۰ افغانۍ راغلی وو په ۱۲۰۰۰ افغانیو تبدیل کړ .
نو آفرین شه پدی ډول خصوصی سکتور اوپدې ډول لوڅه غلا چې کوی يې.
د برښنا د بندونو د نه جوړیدو په برخه کې زموږ ګاونډی هیوادونه هم لاس تر زنې ندی پاتی شوی او ترخپله وسه یی هڅه کړي او د برښنا د تولید د بنسټیزو پروژو په مخینوی کې یی بلا کار کړي ددوی په آند که چيری موږ په هغو اوبو چې نوموړو هیوادونو ته ورځي د برښنا بندونه او یاهم د ځمکو د خړوبولو لپاره بندونه جوړ کړو دوی ستر زیان کوی او ددې کار د مخنیوي لپاره یی له بیلا بیلو لاروڅخه ګټه پورته کړې ،د غو هیوادونوچې تل یی زموږ په تباهی کې خپله آبادی لیدلې په هیواد کې د برښنا د بندونو مخنیوی کړی او په هغو سیموکې چې د برښنا دبند کار پلان شوی نا آمنی رامنځته کړې او ځانګړې اورپکې ډلې یی ګمارلې ترڅو ددغه کار په وړاندی خنډ رامنځته کړی .
په ولسی جرګه کې د پروان ولایت استازی داودکلکانی د کرهڼې وزارت په هغه غونډه کې چې د اوبو د مهارولو په موخه د اتلسو بندونو د جوړولو تړونونه له یوشمیر شرکتونو سره لاسلیک شول وویل چې زموږ ګاونډی هیوادونه هڅه کوی ترڅو د برښنا بنسټیزې پروژی پلې نشی چې ددې کار لپاره یی هغو شرکتونو ته چې تړونونه یی ترلاسه کړی ورغلی اوله هغوی څخه د میلیونونو ډالرو په بدل کې ددغو پروژو د کار بندیدو اویاهم ځنډولو غوښتنه کړې چې پدې اړه کره اسناد موجود دی .
د برښنا دویش موضوع هم د عطف وړه خبره ده په کال دوه زره لسم میلادی کال کې دپکتیا دوالی ویاند روح الله سمون د جمهوری ریاست د رسنیو په مرکز کې یو رسنیز کنفرانس درلود او ژمنه یی وکړه چې په دوه راتلونکو کلونو کې به پکتیا ولایت ته وارداتی برښنا وغزیږی او پدې لړکې به لوګر ولایت هم له دغې برښنا څخه برخمن شی خولاتردې دمه ئې دانګې (پایی) نه لیدل کیږی .
ښه ده چې د وزیر صاحب د بی کفایتی یوه بله بیلګه یی هم راواخلو د اوبو او انرژئ وزیر محمد اسمعیل پدې وروستیو کې وویل چې ایران د حرارتي برښنا دوه دستگاوی فعاله کړي چې په هر ساعت کې اتلس زره لیتره تیل مصرف لري.
که یو لیتر په یو ډالر حساب شي، په هر ساعت کې اتلس زره ډالره،
په هرو اتو ساعتونو کې ١۴۴ زره او په یوه میاشت کې څلور میلیونه دری سوه او شل زره ډالرو ته یې مصرف رسیږي.
که دری میاشتی فعال وساتل شي چې ژمی پری تیر شي، نو دولس میلیونه نهه سوه او شپیته زره ډالر به یوازی په تیلو ولگوي.
په نژدی دیارلس میلیونه ډالره، نوی بند او د څو کیلو واټو په ظرفیت نوی توربین نصب کیدای شي خو زموږ چارواکی ددې پرځای چې په اساسی پروژو پانګونه وکړی دی ډول مصرفی کارونوته چې ددوی شخصی ګټه پکې خوندی وی خوشحاله دی
تردې دمه مو چې څه وویل داسی جوتیږی چې لدې حکومت او په ځانګړی ډول د اوبو او برښنا له وزارت څخه داتمه نشی کیدای چې دوی په بنسټیزو کارونو پیل وکړی او د وارداتی برښنا پرځای د هیواد شته بندونه ترمیم او یا ورغوی دالاڅه چې په نویو بندونو کار پیل کړی، یوازې دومره ویلی شو چې خدای دې زموږ عملونه او وینا سره یوشان کړي.
او تردې دمه یوازې ژمنې کوی اوبس خدای دې ددې ملت مل شی او د برښنا وزارت د وارداتی بریښنا پرځای دننه په هیوادکې دپندونو په جوړولو فکر وکړی او عملی ګامونه دې واخلی