
په نړيواله کچه دټولو ملتونو په منځ کې په دې خبرې روانې دي چې امريکا محتده ايالات دنړۍ يولوى سياسي ،اقتصادي او نظامي قدرت دى کوم چې ترډيره بريده اوس مهال دنړۍ دسياسي مديريت کلۍ هم ورسره ده ،هغه څه چې دامريکا متحده ايالات يې غواړي دنړۍ نورې هېوادونه يې هم ورپسې زمزمه کوي ،اوهغه هېوادونه چې دامريکا دتګ لارو اوکړنلارو مخالف هم دي خو په نړيواله کچه په ډيرو پريکړو او هوډ نيونه کې دامريکا تراغيزلاندى دي ،لامل يې دادى چې امريکا تل په نړيوالو اوملي چارو کې دژور درايت ،څيړنې ،شننې او هراړخيزه مطالعې څخه څخه ګټه پورته کوي ،هرڅه ته له بېلابېلو زاويو څخه ګوري بيايې په اړه اقدام کوي دامريکا ملت هم ډيرځيرک ملت دى خپلې ملي او نړيوالې ګټې په سمه توګه پيژني اوپه ډيره ځيرکتيايې دفاع کوي اوپه بشپړه ژمنتياسره دخپل هېواد،ولس اوتاريخ لپاره خدمت کوي.
هغه ملتونه چې ځيرک ،پوه ،متمدن اوخپلو ملي ګټو ته ژمن وي تل ارامه ،هوسا ،سوکاله اوپرمختللى ژوند لري اوهېوادونو يې زيات پرمختګ اوترقې کړې ده خو هغه ملتونه چې په نفاق ،کرکو ،توپيرونو ،سياسي مخالفتونو اويانورو کړکيچونو کې ښکيل دي ،هېوادونه يې دپرمختګ له هرډول کاروان څخه شاته پاتي دي ان تردې چې دنړۍ نورو هېوادونوته محتاج دي په افغانستان کې همېشه په سياسي شننو ،بحثونو اومرکو کې دا خبرې کيږي چې امريکا چې په هرځاى کې مداخله کړې ده دناکامۍ اوبدمرغۍ سره مخامخ شوې او زيات زيانونه يې ليدلي دي خوپه دې اړه هيڅ فکر نه کوي چې امريکا يواځې دافغانستان په چارو کې ښکيله نه ده بلکې دغه هېواد دټولې نړۍ سياسي چاپيريال تراغيزلاندې راوستۍ اودنړۍ په هر ستراتيژيک موقعيت کې يې دخپل قدرت مزې تړلي دي اودبېلابېلو نړيوالو پروګرامونو په اساس يې دنړۍ په ډيرو ملتونو کې دنفوذ دقدرت سرچينې پيدا کړې دي.
داچې څرنګه يې په ټولنه نړۍ کې دخپل سياسي ،اقتصادي اونظامي قدرت سرچينې پيدا کړې دي اوپه څه ډول يې په نورو هېوادونو کې دخپلوګټو دساتنې رېښې کړې دي دغه موضوع ډيره مهمه ده ،زياتې څيړنې ،دلايلو اوشننې ته اړتيالري ،خو هغه څه دلته پرې تمرکز کوو ،هغه دامريکادبهرنيو چارو دوزارت نوې رهبري ده.
په اوسنۍ نړۍ کې چې دنړيوال کلي بڼه يې خپله کړې ده اوټول هېوادونه په بېلابېلو سياسي ،فرهنګي ،ټولنيزو ،سوداګريزو او امنيتي برخو کې دنړيوالو اړيکو داصولو او دپيلوماتيکو قوانينوپه اساس اړيکې لري ،چې هرهېواد بيادنورو هېوادونو سره اړيکو دتامين پربنسټ خپلې ملي اونړيوالې ګټې خوندي ساتي نوپه ټولو برخو کې داړيکو دتامين اصلي اداره دهرهېواد دبهرنيو چارو وزارت بلل کيږي چې دديپلوماتيکو نمايندګيو ،قونسلګريو او يا نورو ځانګړو استازو دماموريتونو په اساس بهرنى سياست کوي او بهرنۍ چارې سمبالوي.
په امريکاکې دبارک اوباما په دوهم ځل ټاکل کيدو سره داغلې هليري کلنټن ماموريت چې څلور کاله يې دنوموړي هېواد دبهرنيو چارو دوزيرې په حېث دنده ترسره کوله پاى ته ورسيدو او ولسمشر اوباما دنوموړې پرځاى دامريکاپه سنا مجلس کې يو تجربه لرونکى ،دبهرني سياست ماهر اوغوره دېپلومات ښاغلى جان کيري دبهرنيو چارو دوزارت رهبرۍ ته غوره کړ چې اوس نوموړى دکانګرس ترتائيد وروسته دامريکا متحده ايالاتو دبهرنيو چارو وزيرشو.
هليري کلنټن په خپلو وروستيو څرګندونو کې وويل چې دنړۍ ١١٢هېوادونوته يې په پرلپسې توګه سفرونه وکړل او دخپل هېواد ،ملت اوتاريخ روښانه انځور،تګ لاره او دريځ يې ورته وړاندې کړ دنوموړې په خبره چې په دې کارسره يې په ملي ،سيمه ييزه اونړيواله کچه دامريکا ګټې خوندي وساتلې ،اغلې کلنټن داهم وويل چې په نړيواله کچه يې دبشري حقوقو درعايت ،ميرمنو دحقوقو دخونديتوب او نړيوالې سولې اوثبات دټينګښت لپاره هرګوټ ته دخپل هېواد پيغام رسولى دى ،همداشان ددې يادونه يې هم وکړه چې دامريکا دبهرنيو چارو دوزارت اويا زره مامورين يې ديوې کورنۍ دغړو په شان په ښه توګه رهبري کړل. که داغلې کلنټن څرګندونوته ژوره کتنه وشي ،ترې څرګنديږي چې واقعاً يوې امريکايي ميرمنې په څه ډول په څلورو کلونو کې دخپل هېواد دګټو دساتنې په خاطر هرچيرته سفرونه وکړل اوپه ډيرو دپيلوماتيکو ماموريتونو اوسفرونو کې يې دنړۍ مشرانوته خپل دريځ په ډاګه کړ اودډيرو هېوادونو تګ لار اوکړنلار يې په ديپلوماتيک قوت سره وننګولې نو اوس ورته په امريکا کې دبهرنۍ پاليسې دجوړونکو بسټونولخوا ديوې غوره او ستايل شوې ميرمنې لقب هم ورکړل شو.
جان کيري هم خپل ملت ته ددې ډاډ ورکړ چې دخپل هېواد دقدرت ،سياست او تګ لارو واقعي پيغام به دبهرنيو چارو دوزارت له لارې ټولو حکومتونو اوملتونو ته ورسوي اوخپلې ملي او نړيوالې ګټې به خوندي کړي نوموړي داهم وويل چې په دخپلې تجربې په اساس به په نړۍ کې دهغه ننګونو مخه ډب کړي چې دامريکا ګټې له خطر سره مخامخ کوي.
که پورته موضوع ته په دقت سره سوچ وشي ،موخه داده چې دامريکا دبهرني سياست مديريت ډيرقوى اوفعال دى ،دوى هغه چاته دبهرني سياسي درهبرۍ اومديريت کلۍ ورکوي چې ملي او نړيوالې ګټې په ښه توګه خوندي کولى شي اودامريکا دبهرني سياست تګ لارې او موخې په ښه توګه تعقيبولى شي په اوسنۍ نړۍ کې چې کوم هېواد اغيزمن بهرنى سياست اوفعال ديپلوماتان ولري ،ګټې يې له خطرڅخه ژغورل کيږي اودهرډول ننګونوپه وړاندې مبارزه ترسره کولى شي.
خو له بدمرغه زمونږ په هېواد کې بيا په دې برخه کې هرڅه سرچپه روان دي ،همېشه زمونږ په هېواد کې دبهرنيو چارو وزارت رهبري هغه چاته ورکول کيږي ،چې نه دافغانستان ګټې پيژني اونه کولى شي په ښه توګه دبهرني سياست مديريت وکړي بلکې دافغانستان دبهرنيو چارو دوزارت په تشکيل کې هم ژورې ستونزې شتون لري.
همدا اوس په ملي ،سيمه ييزه اونړيواله کچه په افغانستان کې دروان بحران دپاى ته رسولو په خاطر هرچيرته نړيواله کنفرانسونه جوړيږي ،ناستې ترسره کيږي ،مذکرات روان دي ،په دوه اړخيزه ،درى اړخيزه اوڅواړخيزه ميزونو کې په دې هېواد کې دروان کړکيچي دهواري هڅې روانې دي ،زه فکر نه کوم چې دافغانستان دبهرنيو چارو وزير،يا يوسفير دې په دې هڅو کې داسې رول اداءکړي چې وکولى شي په دېپلوماتيکو تلاشونو سره دروان بحران په پاى ته رسولو کې مرسته وکړاى شي.
بلکې ددې هرڅه سمبالښت يواځې ولسمشرته ورپاتې دى په يواځې سره هم په نړيوالو کنفرانسونو کې برخه اخلي ،هم په نړيوالو ناستو کې دافغانستان دريځ په ډاګه کوي اوهم په هېواد کې دسولې او امن دټينګښت لپاره په سيمه ييزه اونړيواله کچه تلاش کوي.
لامل يې دادى چې اوس هم زمونږپه بهرنيو نمايندګيو کې داسې کسان کارکوي چې په دې نه پوهيږي چې په افغانستان کې دروان کړکيچ لامل څه دى ؟ اوپه کومو لارو سره کيدلى شي افغانستان دروان بحران څخه وژغورل شي،زمونږ دهېوادپه بهرنيو نمايندګيو کې چې کوم کسان مقرر شوي دي،دخارجي پاسپورت ،ګوندي تړاوونو ،استخبارتي معاملو،فشارونو،قومي توپيرونو اويا ورته نورو لاملونوپه اساس ورته دندې ورکړل شوې ،له داسې کسانو ددې هيله کول چې دوى به زمونږ ګټې خوندي وساتي اوبه کولى شي چې ددې هېواد واقعي اوملي انځور خلک ته وړاندې کړي ناشونې خبره ده بلکې همدا اوس داسې معلومات شته چې زمونږ ځينې سياسي نمايندګۍ دنورو هېوادونوپه استخبارتي لومو کې پټې دي ، دافغانستان نمايندګي نه کوي ،بيراغ پرې دافغانستان رپيږي خو غږ تردې دپرديو دګټو پورته کيږي.
ددې لپاره چې همېشه ناکام نه وو ،مونږ بايد په هرڅه کې دمنطق ،عقلانيت ،درايت ،علميت او ژور تحليل په اساس اقدام وکړي ټولې چارې په ټولو جوړښتونو کې هغه چاته وسپارو چې اهليت ،استعداد ،وړتيا اولياقت يې لري اوپه بشپړه توګه خپل هېواد،ولس اوتاريخ ته ژمن وي.
نو اړتيا ده چې دبهرنيو چارو دوزارت په ټول تشکيلات جوړښت اومديريت کې بايد مثبت سمون اوبدلون رامنځته شي ،زمونږ بهرنى سياست اوتګ لاره به ډيره روښانه شي ،ترڅو مونږ وکولى شو دډيرو پرديو دسيسو څخه مخکې له مخکې خبرشو اوپه وړاندې داسې اقدام ترسره کړو چې ددښمن پلان په سرچينه کې خنثي شي.
ځکه هره فعاله سياسي نمايندګي او ماهر ديپلومات کولى شي ، چيرته چې مسووليت لري دهرڅه په اړه بشپړه پوهه ،خبر اومعلومات ولري اوپه خپل وخت يې دبهرنيو چارو دوزارت له لارې دخپل حکومت سره شريک کړي.
بريالى روان