
ګوره هر څه دی چی کول سپک کړی خو دی نه وای
ارمان چی په خړخره پسی تړلی خو دی نه وای
ملنګ دی وای کچکول به ګرځوو غاړه په غاړه
دا سر په کوڅه ډبو سپو خوړلی خو دی نه وای
منزلونه که بارونه ؤ زما په اوږو بار ؤ
ارمان پدی ګونډه باندی تړلی خو دی نه وای
قافله چی سرچپه شی ګوډ خر پکی ړومبی شی
یه ملګرو زړه می شین دی داغلی خو دی نه وای
ساده باده پښتون یم جومات کلی می معلوم دی
د هندو په مذهب نه یم سوزولی خو دی نه وای
هم دی وویشتم په سر هم د مات کړم بند په بند
هم نجیب شوم هم منصور زړولی خو دی نه وای
کالی د جنت وغوندی رنګونه د اور ورکړی
نه جنت شوم نه دوزخ غولیدلی خو دی نه وای
ورکه هدیره یم کومه خوړه کی به پروت ومه
ارمان چی پدی خړو اوبو وړی خو دی نه وای
غرغری دی وای امینه چی مړی می ورک نه وای
افسوس چی پدی تورو شپو وژلی خو نه وای
لندن 19 قوس 1391