
د ځوانی مرګی غزالی ناڅاپی مړینی د پښتونخوا د بڼ ګلان ټول و ژړا ول د پښتو د موسیقی یوه تنکی څانګه خزان ووهله ؛ د ژوند تنکي ګلان یی پاڼی پاڼی شول او ټول پښتانه ځوانان او پیغلی د غزالی په شهادت ژاړی خدای ( ج ) د وکړی چی ډیر ژر د پښتون د موسیقی د بڼ یوه بله بلبله پیداشی چی اولسونه د غزالی د مرګ دردونه پری تسلی کړی .
ښـــکـلـي ځـوانـی یـی شـوه سـوری پـه ډابـګـیـری کـی
مـړه شـوه غــزالــه ؛ پـــرونــی پـــه ډابـــګـــیـــری کــی
تـــه نــو ولـــی راغــلــی پــیـــښــاور تــه غـــزالـــــی
چــا پــری نــښــودلــی ژونــدی پــه ډابـــګـــیـری کــی
تـه خـو پـه ځـان پــوه نـه وی هـی ښـکــلـی غــــزالــی
مــرګ تــه خــو راغـلـی لــه دوبی پـه ډابـګـیــری کـی
مـلـــکــه وی د ښــــکــلا ؛ ښـــکــلا شـــــوه درتــــه اور
مــړه د کـوه قـاف شـوه ښــاپــیـری پـه ډابـګــیـری کی
ښــکــلـی ځــوانــی یـی ځــوانــی مـرګـه اهـریـمـن کړه
تـل پـاتـی شـوی وړی سـلـګـی پــه ډابــګـــیـری کــــی
امــیـنــــه پـــســـی ژاړه داپــیــــغــلــه پــښــتــانــــــه وه
ډوبـــه شــوه دا سـپـیــنـه سـپـوږمـۍ پـه ډابـګـیـری کـی
۳۱۹۱/۴/۲۰
امـیــن جـــان