
د لوړو زده کړو وزارت دعوه کوي چې په ټول افغانستان کې د هېوادوالو
لپاره یو شان آزموینه برابروي ترڅو په عادلانه توګه ټول هېوادوال وکولای شي د لوړو
زده کړو بنسټونو ته لاس رسۍ ومومي. د تېرو کلونو په شمول سږ کال د کانکور آزموینه
نه دا چې په رڼه توګه وا نه خیستل شوه بلکې د آزموینې په صحنه کې د مشخصو کسانو
سره د ځینو ټاکل شوو کړیو له خوا ښکاره مرستې وشوې او هغوی ته داسې زمینه جوړه شوه
چې د خپل خوښې وړ پوهنځي ته بریاليتوب چانس یې ډېر شي.
د کابل آزموینه د ولایتونو په پرتله ډېره جدي
ښکاري، ځکه چې د آزموینې اخیستونکو شمېر زیات وي او د جوړجاړي امکان کم وي. خو په
ولایتو کې دغه چاره داسې نه ده، هلته یو څه کسه هیئت چې د آزموینې لپاره ورځي یا د
مالي امکاناتو په مقابل کې یا هم د زور او فشار په مقابل کې اړ کېږي چې د آزموینې
چاپيریال غیر معیاري کړي ترڅو د هغه ولایت کسان ډېر کامیاب شي. او یا هم د مشخصو
کسان لپاره ځوابونه حليږي او هغوی ته ورکول کېږي.
د ډېری ولایتونو په اړه راپورونه خپاره شول. په
پروان ولایت کې د آزموینې هیئت د والي د ساتونکو له خوا په دې تور ډبول شوی و چې
ولې د یوه کس د نقل کونې مخه نیسي. نورو آزموینه اخیستونکو استادانو ته هم سپکې
سپورې ویل شوې وې او تر دې چې ځینو پښتنو استادانو ته ویل شوي و چې تاسې طالبان
ولې دلته د آزموینې لپاره راغلې یی، تاسې شمر نه لرئ، دلته مو تاکونه راته سیځل
اوس آزموینې ته راغلي یی. یو استاد خو هلته د ډېر فشار له وجې د زړه په ناروغۍ
اخته شوی و او هلته بستري شوی و. د یادې حوزې بشپړ راپور په لیکلې بڼه جمهوري
ریاست او د لوړو زده کړو وزارت رهبري ته ورکړل شوی و. استادانو غوښتي و چې دا
آزموینه باید لغوه او بېرته د سره باید ټول کسان کابل ته راوغوښتل شي او په کابل
کې ترېنه آزموینه واخیستل شي. خو د پروان والي، د ولایتي شورا غړو او په ولسي جرګه
کې د دوی استازو ولسمشر او وزیر ته د زاریو ترڅنګ له استادانو اخطاري بښنه وغوښته
او خبره همداسې پاتې شوه. استادان هم د هغوی بښنه د ډېر ډار له وجې ومنله او د خپل
عرض څخه تېر شول. دا د ولایتونو د آزموینې یوه بیلګه وه چې تر ما رسېدلې، ډېرې
داسې نورې پېښې هم په ولایتونو کې شته چې موږ پرې خبر نه یو.
د کابل آزموینه په بشپړه توګه د استادانو په واک
کې وه، ځینو په نامه مشرانو د خپلو خواخوږو پيژندپاڼې په هغوی وېشلې وې او هغوی ته
یې سپارښتنه کړې وه چې په پلانکي او بیستانکي نظر ولري او سوالونه یې ورته حل کړي.
د اقتصاد پوهنځي نامتو او ژبور استاد مسعود د خپلو لورانو سپارښت د ساینس پوهنځي
یو استاد ته کړی و چې په آزموینه کې ورسره مرسته وکړي. یاد استاد هم د هغه د دوو
لورانو لپاره د سوالونو کتابچه بیرون حل کړې وه د آزموینې حوزې ته د آزموینې
اخیستونکې استاد په خوښه دننه شوی و او حل شوې پارچه یې د هغه دواړو لورانو ته
ورکړې وه. خو استاد مسعود چې کله رسنیو ته کېنې بیا په حکومت نیوکې کوې چې فساد
دی، خدای پوهیږي چې د خپلو لورانو د پارچو د حل لپاره به یې د ساینس پوهنځي دغه
استاد ته څو زره ډالر ورکړي وي.
د شهید ربانې د ښوونې او روزنې په پوهنتون کې د
دفاع د پخواني وزیر رحیم وردګ خوریږ ته د پارچې حل د مبایل د مسیج له لارې رالېږل
شوی و، آزموینه اخیستونکې استاد ترې مبایل اخیستی و، هغه ته یې د ژوند ګواښونه کړي
و. استاد په مبایل ځان ټینګ کړی و، خو د آزموینې ورکونې له چانس څخه یې نه و محروم
کړی.
یوه بل استاد کیسه کوله چې د آزموینې لپاره د
شهید رباني د ښوونې او روزنې د پوهنتون ادیتوریم
ته مؤظف شوم، په لاره کې یوې بلې استادې راته ویل چې نن په دې ځای کې د
محقق لور آزموینه ورکوي، خیال پرې ساته او سوالونه ورته حل کړه. بیا به مو له محقق
سره معرفي کړم که چېرې ستاسو څه کار و هغه به درسره مرسته وکړي.
ده ویل چې دغه خبر راته هک او پک کوونکی و، کله
چې د آزموینې صحنې ته د ننه شوم، نوموړې نجلۍ ټولو ته وروپيژندل شوه چې په دې باید
پام وکړو. د نوموړې پوښتنو ته اړوند پارچه د صحنې بیرون شوه او څو کسه استادان پرې
لګیا شول ترڅو هغه حل کړي بېرته حل شوې پارچه نوموړې ته وسپارل شوه. زمینه داسې
جوړه شوې وه چې د یادې نجلۍ شاوخوا ټولو نورو نجونو ته یو شان پارچه ورکړل شي ترڅو
د نقل زمینه ښه پراخه جوړه شي. ده ویل چې ما هغوی ته د نه خبرو کولو سپارښت وکړ،
خو څو نورو لوړ رتبه استادانو راته وویل چې نور دې خوا مه راځه موږ د دې ځان
کنټرول کوو، ته هغه نورې خواووې وڅاره. دی وايي په دې توګه نوموړې ته ښه زمینه
جوړه شوه چې خپل سوالونه د هغه پاڼې له مخې چې ورته راوړل شوې وه حل کړي.
دی وايي د دې برسېره په همدې ځای کې د همدې
پوهنتون د امنیت د مسؤل کومه د کورنۍ غړې هم وه چې خپله همدا د امنیت مسؤل هر وخت
ورته سوالونه حل کړي په پاڼه کې راوړل او ورکول یې، دا په داسې حال کې ده چې د
امنیتي مسؤلینو راتګ د آزموینې صحنې ته منعه دی.
ویل کېږي چې د لوړو زده کړو وزارت د آزموینو د
ریاست چارواکي هم د کانکور له آزموینې ځکه ناخوښه دي چې د وزیر په کچه د آزموینې
په صحنو کې سپارښتونه شوي. دوی وايي چې وزیر نه شي کولای په غیرقانوني توګه په
ریاست کې مداخله وکړي، نو ځکه د خپلې خوښې وړ کسانو ته د آزموینې په صحنه کې نورې
لارې چارې لټوي.
نو داسې برېښې چې د کانکور آزموینه نوره نوملي او
شفافه نه ده. د لوړو زده کړو وزارت دغه ادعا باید نوره ونکړي او په دې لټه کې شي
چې څنګه بدیل سیسټم وموندل شي ترڅو دغه آزموینه په رڼه توګه واخیستل شي. زما په
اند ستونزه په دغه مرکزي سیسټم کې ده چې نه شي کولای یو څو کسیزه کمیټه د سلګونو
زرو کسانو د آزموینې څارنه وکړي. که چېرې داسې زمینه جوړه شي چې دغه آزموینه سیمه
ییزه شي او هر پوهنتون د خپل ځان لپاره د داخلېدو آزموینه (Entry Test) ولري په دې
توګه به لږ ستونزې راکمې شي.
پورته کومې کیسې چې دلته رااخیستل شوې، له باوري
کسانو څخه راکاپي شوي دي او ترډېره یې د کره والي پخلی هم کېږي. نو باید یاده شي
چې دا لیکنه یوازې د دغه بې عدالتۍ د مخنیوي لپاره شوې او بیلګې یوازې د بې عدالتۍ
د اثبات لپاره یادې شوې دي. او دې ته ورته کیدای شي په لسګونه نورې پېښې هم شته
وي. هیله ده چې موږ وکولای شي د یوه عادلانه سیسټم په طرح کولو خپلو ټولو
هېوادوالو ته په عادلانه توګه د لوړو زده د لوستلو زمینه برابره کړ.
په درنښت
جمشید کابلی