
د نیکمرغه افغانستان د دویم ځل لپاره وتوانېد
ترڅو د المپیک لوبو ته خپل لوبغاړي ورولېږي او نړۍ ته يې وروپيژني. سره له دې چې
افغان لوبغاړو خپله هڅه وکړه، خو د بده مرغه تر اوسه پورې افغان لوبغاړو کومه جوته
بریا نه ده ترلاسه کړې. په ناڅاپي ډول تېره ل://سیزه د افغانستان د لوبو او سپورټ
لپاره ډېره ښه لسیزه وه. په دې لسیزه کې زموږ کریکټ ټیم ښه وځلید، فوټبال مو هم
سیمه ییزې لاسته راوړنې درلودې، تکواندو
او کانکفو کې مو هم نړیوال مډالونه ترلاسه کړل او په سوک وهنه کې هم اتلولي را په
برخه شوه.
د دغه ټولو لاسته راوړنو سربېره، دا هم ویل شوي چې
لوبې یوازې د یو څو کسانو سره محدودې نه دي پاتې بلکې په ټولنه کې یې هم خورا مینه
وال زیات شوي دي. د کریکټ بې ساری پرمختګ هېوادوال دې ته هڅولي چې لوبو ته مخه کړي
او د خپلې جسمي ودې او ښې روغتیا لپاره ډول ډول لوبي وکړي. د د غه ټولو ترڅنګ زموږ
له ګاونډي هېواد ایران څخه راستنه شويو کډوالو د لوبو ډګر د ښځو پرمخ په پراخه کچه
پرانیستلو. په کابل او ځینو نورو ښارونو کې لیدل کېږي چې د دغه کډوالو په نوښت د
ښځو لپاره ځانګړي ډېر د لوبو امکانات رامنځ ته شوي دي.
د اسلامي
اُمت په کچه هم د ښځو د لوبو په وړاندې نرم والی ښکاره شوی دی، په لومړي ځل
په تېرو ورځو کې عربستان د ښځو د فوټبال ټیم جوړ کړ او په لومړي ځل دوه عربو ښځو د
المپیک په سیالیو کې ګډون وکړ. یوه غربي کمپنۍ د مسلمانو ښځینه لوبغاړو لپاره د
حجاب جوړولو په ځانګړې کارخونه پانګونه وکړه او تکل یې وکړ چې اسلامي هېوادونو ته
معیاري اسلامي کالي د لوبو لپاره جوړ کړي.
دا ټولو ته جوته ده چې د روغتیا او ښې ځاني ودې
لپاره سپورټ یا ورزش هم د نرینه او هم د ښځینه لپاره اړین دی او د اسلام مبارک دین
هم په دې برخه کې مخالفت نه لري، نو هیله ده چې اسلامي علماء د شرعي اصولو په رڼا
کې د ښځینه وو د لوبو په شرایطو او امکاناتو مفصلې فتواوې صادرې کړي، چې هغه کولتوري
او سیمه ییز خنډونه چې د ښځینه وو د لوبو او سپورټ په وړاندې پراته دي هغه لري شي.
د توقع خلاف په هغه افغاني ډله کې چې د المپیک په
سیالیو کې یې ګډون کړی، یوه ښځینه هم وه. د نیکه مرغه دغه میرمنې تر پایه خپل
افغاني کولتور وساتو او آن د لوبې په ډګر کې یې هم اسلامي حجاب مراعات کړی و. سره
له دې چې زموږ ځینو هېوادوالو د سیالیو په ډول نیوکه درلوده، خو زما په ګمان که
چېرې په دې اړه کومه شرعي فتوا صادره شي، نو دغه اندېښنې به هم هواري شي. دغه آغلې
په ډېره ښه توګه په لوبو کې وځلېدله، سره له دې چې دغې آغلې په سیالۍ کې وروستی
مقام ترلاسه کړ، اما بیا هم زما په اند دغه آغلې د دې سیالۍ اتله ده.
زما په ګومان که چېرې د لوبغاړو فزیکي حالت ته
پام وشي، کوهستانۍ بشپړه په کاليو پټه وه او په دې توګه یې اسلامي او افغاني کولتور
ته درناوی کړی و، مګر د دې سره نورو لوبغاړو
يوازې په چوټو او غولانځزوړو يا سپکې لنډې لمنې اغوستې وې، نو د لوبې په
بهیر کې دغه فزیکي نا انډولتیا خپله د هغه
چا د وروسته پاتې کېدو سبب کېږي چې درنې او يا
ډېرې جامي یې اغوستي وي. دا جوته
خبره ده، چې د نېکر پر ځای د اېلاستيکي پرتاګه اغوستل د پښو د آزاده خوځېدنې مخنيوی
کوي، يعنې که يو څوک له برزو (پطلانه) سره فوټبال وکړي او يا هم له سپورټي نېکر
سره، نو د منډو په ترڅ کې به دغه توپير ښه احساس کړي، ځکه نو که چېرې پام وشي چې آغلې کوهستانۍ له سره تر پښو
ټوله پوښل شوې وه او د ځغاستو په سيالي کې يې ګډون وکړ، چې د منډو په ترڅ کې یوازې
د ۳ ثانیو په توپیر سره یې وروستی مقام خپل کړ، که چېرې ټولو لوبغاړو د کوهستانۍ
په شان جامي اغوستې وی، نو کیدی شي
کوهستانۍ لومړی مقام ترلاسه کړی وی، ځکه چې د هغه نورو د کالیو نه اغوستل د هغوی د
سرعت سبب وو. له بل پلوه تاسو ته څرګنده ده، چې څوک د باد مخامخ منډې ووهي، نو له
ستونزو سره مخامخ کېږي او که شمال يې تر شا وي، نو په ځغاسته کې هم پياوړي وي، نو
اغوستې جامې د نسبي مخامخ شمال سره، د ځغاستونکي د منډې د سرعت خنډ ګرځي.
زما په اند باید دغه مسئلې ته په نړیوالو لوبو کې
جدي پاملرنه وشي، یا باید د اسلامي هېوادونو لوبغاړې په خپلو منځو کې سره ولوبیږي
چې ټولو اسلامي جامي اغوستي وي او یا هم باید په دا ډول مواقعو کې هغه کسانو ته
اضافي امتیاز ورکړل شي چې پوره جامي یې په تن وي. د یادولو ده چې دغه فزیکي حالت
ته د لامبو په سیالیو کې ډېر دقت کېږي، چې لامبوهونکي، ډېر چسپ او ښوی سپورټي جامې
اغوندې، چې د لوبغاړي سرعت د طبيعي امکاناتو ته نيژدې وي. تجربې ښودلې ده کله چې د
یوه لامبوزن په جامو کې د چسپوالي او ښويوالي تر څنګ د اوږدو او بردارو کرښو تعادل
هم موجود نه وي د هغه په سرعت اغیزه کوي، ځکه د سپورټ د جامو بېزنس نن سبا په نړۍ
کې يو لوی چېلينج ګرځېدلی دی، خو زموږ خلک لا ترې خبر هم نه دي.
په پای کې په ځای ګڼم چې له آغلې کوهستانۍ مننه
وشي، چې د خپلې اتلولۍ په قیمت یې د اسلام د مبارکو ارزښتونو او افغان ولس د فرهنګ
درناوی وکړ. هیله ده چې زما وړاندیزونه اړوندو مراجعو ته ورسیږي او هېوادوال هم
زما په دغه څو کرښو په سړه سینه او منطقي توګه غور وکړي. د اسلامي، خپلواک او
سوکاله افغانستان په هیله.
په درنښت
جمشید کابلی