افغانی رسنۍ او شته ستونزې

 
د طالبانو د واکمنۍ په نسکوریدو سره له کله نه چې امریکا دنړیوالې ټولنې په ملاتړ افغانستان ته راغله نو په هیواد کې یوځل بیا هیوادوالوته د ژوند کولو نوې هېلې پیداشوې له ګاونډیو هیوادونو او حتی له ځینو غربی هیوادونو څخه هم ډیری افغانان هیواد ته راستانه شول د کارکولو زمینه برابره او نسبی امنیت تامین شو په هیوادکې د نورو برخو د پیاوړتیا او پرمختګ ترڅنګ رسنۍ هم په زیاته پیمانه را وټوکیدلې او دنړیوالې ټولنې په ملاتړ په هیوادکې د څلویښتو په شاوخواکې خصوصی تلویزیونونه له سلو زیاتی سیمه ئیزی راډیو ګانې او په زیاته کچه مجلو، اخبارونو او ورځپاڼو په فعالیت پیل وکړ ،
او دغو رسنیو د خپلو مالی سرچینو په اړه کره معلومات د چا په واک کې ورنکړل چې پدی برخه کې ګاونډیو هیوادونو هم دخپلو شومو او ناروا اهدافو د پلی کولو په موخه هلې ځلې پیل کړې په هیوادکې  یی ملی نفاق اورته لمن ووهله داچې رسنۍ په اوسنیو شرایطو کې سترځواک بلل کیږی خوپه هیواد کې دننه دغه ځواک د نورو هیوادونو د شومواو ناروا اغراضو لپاره په کار واچول شو، په هیوادکې اقتصادی پیاوړتیا په څو وروستیو کلونو کې په ډيره زیاته کچه مخ پر وړاندې روانه وه رسنیو د بيلا بېلو هیوادونو له فرهنګی څانګو او سفارتخانو څخه په غیر قانونی ډول پیسې ترلاسه کولې او دخپلې شخصی ګټې او رسنۍ د بقالپاره یی هرډول تړنونه لاسلیک کول دولت ددغې چارې د کنټرول په موخه هيخ ګام ندی پورته کړي او رسنیو هم د ځان دبسیاکیدو لپاره کار ندی کړی تاسو ټول اوس ددې شاهد یی چې په هیواد کې دننه رسنۍ له سخت مالی بحران سره مخامخ دی. او ځینې رسنۍ دخپل ځان دبقا پخاطر د هیواد ملی ګټې په وړیا پلوری او حاضر دی هرډول تړون چې د هر ګاونډی او حتی نورو بهرنیو هیوادونو په ګټه وی چې  ددوی مالی ستونزه حل کړی کوی .
اوس چې په هیوا کې د ۲۰۱۴ میلادی کال د بیکاری او حتی دبی امنۍ د بحران وړاند وینه  کیږی ځکه چې په ۲۰۱۴ کال کې امریکا یی ځواکونه له هیواد څخه ځی او ځینې رسنۍ خپلې مالی سرچینې له لاسه ورکوی اوله ستر ګواښ سره ځان مخ بولی ترڅو تردی وړاندې ځان په یوه بهرنی هیواد او یا هم د دولت په لوړپوړو چارواکو پورې وتړی .
په هیواد کې د رسنیو د ملاتړ او دفاع ترنامه لاندی زیاتو اداری خولی پرانیستی دی خو عملآ کاریی لا تردی دمه ندی ښکاره شوی یوازې یی د ځان لپاره بودجه پیداکړې او بس تر اوسه پوری یی د یوه وژل شوی او ټپی شوی او یاهم د وهل شوی ژورنالیست لپاره څه کړیدی داهرڅه یوازی په نامه دی په هیوادکې د ژورنالیستانو د بی اتفاقی له وجهی څو ټولنې او اداری شته چې وروسته له څلورو کلونو هلوځلو اوس پدی وتوانیدل چې د ( افغانستان د ژورنالیستانو د فدراسیون ) ترنامه لاندې سره سلا شی ددې فدراسیون د چارواکو په وینا په هیواد کې د لسو زرو په شاووخواکې ژورنالیستان په فعالیت بوخت دی او دا فدراسیون به له دې وروسته د ژورنالیستانو دد فاع چارې پرمخ وړی دابه هم وخت ثابته کړی چې دوی څومره پخپله ژمنه ولاړ پاتی کیږی .
د رسنیو ددې ټولو ناخوالو سره سره اوس د افغان حکومت چارواکو د ځینو رسنیوپه ناوړه کارولو پیل کړی او ځینې رسنۍ د خپلو شخصی ګټو په موخه وکاروی لکه څنګه چې وړاندی ذکر شوو رسنۍ مالی ستونزې لری نو اوس والیانو او نورو دولتی چارواکو چې غواړی د ملت پر ستونی پښه کیږدی او د عام ولس په خوله د مهرلګولو په موخه له دغو رسنیو څخه د استفادی ملا تړلی ده او د تمویل ژمنی او عملآ پدی وروستیو کې یی ډیرې مجلې ،اخبارونه او راډیو ګانې تمویل کړی هم دی چې دغو رسنیو د چارواکو سره دبوجی د خولی په نیولو کې زیاته مرسته کړیده او پخپلو رسنیو کې یی ورته ستر ستر عنوانونه او القاب چاپ او خپاره کړیدی .
چې داکار دهغه چا لپاره چې ځان د ټولنې پوهاوی ته ژمن ګڼې او دهیواد په ملی ګټو میئن وی ستر خیانت دئ .
زما په آند لدی نه چې یوه غوړه ماله چاپړوسه او دبل په ډول ډنګیدلې رسنی ولرو ښه به داوی چې داسی مطبوعاتی فعالیت په ټپه ودروو او ټولنی ته ثابته کړو چې موږ د نامشروع خپرونی له خپریدونه چپ ښه یو ،
ځینې رسنۍ چې د دولتی چارواکو له لوری چاپیږی اوس ددغو چارواکو چې د ملت وینی څښی په ګټه یی ستر عنوانونه چاپوی د بیلګی په ډول (له پلانی والی څخه د .......ولایت وګړی خوښ دی ) د تیرو څو کلونو راهیسی ځینی خصوصی ټلویزیونونه چې د جوړیدو له وخته یی تر دې دمه پیسې ترلاسه کولې هیڅ کله هم د اسلامی خپرونو خپرولوته زړه نه ښه کاوه بلکې یوازې یې بربنډې سندرې او ډرامی خپرولې خو له کله نه چې بهرنۍ پیسې پری بندی شوی اوس په څلورویشت ساعتونو کې یوه سندره هم نه خپروی  اوداسی نور چې په اصل کې دا یوازی د هغه چارواکي ګناه نده چې دا کار کوی بلکی رسنۍ د مسؤل ګناه ده ،
موږ او تاسو چې ټوله ورځ مو د قاچاقوړونکو ،د ځمکو د غاصبینو او بډی اخیستونکو خیانت ته پام وی راځئ د دی ستر ملی خیانت مخه ونیسو موږ او تاسو چې قلم په لاس لرو د دې حکومت او ټولنی د اصلاح په موخه یوه کرښه ولیکو نو په حقیقت کې یو ستر ګام به مو د ټولنې د اصلاح او د داسی ناوړه رسنیو د پوچو او له غرضه ډکو خپرونو د مخنیوی لپاره پورته کړئ وی .
بریال نایاب