
عصمت الله سپيڅلی
esmatullahspesalay@gmail.com
وايي ښځه هغه وخت مظلومه
وي چې نږور وي، او کله چې خواښې شي بيا نو ظالمه شي.
دا خبره مې ځکه وکړه چې
په تيرو دوه دريو کلونو کې له ميرمنو سره د ډول ډول زور زياتي پيښې ډيرې شوي دي.
په دې زور زياتي کې وهل
ټکول، له کوره ويستل، وژل، معيوب کيدا، طلاق، د نفقې او ميراث نه ورکړه، په بدو کې
ورکړې، په زوره واده کول، د پيسو په مقابل کې د لورګانو خرڅول او داسې نورې زړه
بوګنونکې پيښې شاملې دي.
په دې اړه بشري حقونو
کميسيون، د ښځو چارو وزارت، ولايتي رياستونو، شنونکو او عامو وګړو بيلابيل اندونه
وړاندې کړي دي خو علما تل پکې چوپه خولو دي ، که کوم ديني عالم په دې اړه څه ويلي
هم وي دا به کيدای شي په کابل کې وي او په اطراف کې به یې په اړه د کفر فتوا هم
صادره شوي وي.
خو د دې ټولو پيښو په
اړه کره پوښتنه نه ده شوې چې د دې زور زياتي ريښه چیرې وي؟ ولې دومره زور زياتی
کيږي؟ له دې زور زياتي څخه یې د فاعل يا کونکي موخه څه ده؟ تل کميسيونونه ټاکل
کيږي، اندونه ورکول کيږي په رسنيو کې یې خبرې را تودې شي خو د څو ورځو په تيريدو
هرڅه ساړه شي. يو څه بايد و وايم، افغانان بايد کفري او استخباراتي موخو ته بايد
ښه پام وکړي، ځکه د دوی له هرې کمزورۍ څخه ګټه پورته کيږي.
تيره ورځ مې په افغان
ځواک کې يو رپوټ ولوست چې د نورو ولايتونو ترڅنګ په لوګر کې یې هم له میرمنو سره د
زور زياتي په اړه تيار کړی و په دې رپوټ کې مرکې شوې وې خو بيا یې هم د دوديز ډار
له امله د جوړونکي، او کليپ ورکونکي هويت نه و په ډاګه شوی.
د دې رپوټ په لوستلو مې
يو څه په ذهن کې را وګرځيدل ځکه د ژوند هر پړاو تجربه وي او تجربه بيا کيدای شي د
يو څه فکر په ترڅ کې انسان ته يو څه ورکړي. په شمال کې ډير وخت کيږي چې رسنۍ ډول
ډول زور زياتی يادوي چې جنسي تيري، بندي کول، د غړو غوڅول یې تل د خبرونو سرټکي
وي.
په پښتون ميشتو سیمو کې
بيا رسنيز فوکس ترډيره جنګي موضوعاتو ته ځانګړی شوی دی او په دې خبرو دومره رسنۍ
غوږ نه ګروي، اوس هم په پښتون ميشتو سیمو کې د ښځو چارو رياست، د بشري حقونو
کميسيون، ولسوالۍ، والي، قانون او..... څوک په سم ډول سره نه پيژني.
اوس مهال د هیواد د ډیرو
سيمو په پرتله په پښتون ميشتو سیمو کې ولور خپل اوج ته رسيدلی دی ان تر دې چې په
لس لکه، پنځه لکه او شپږ لکه باندې لوڼې پلورل کيږي خو له دې سره سره چې دې
ښکارندې يو ناورين را منځ ته کړی بيا هم مشران، ديني علما، دولت چوپه خولو دی د دې
ستونزې د حل په برخه کې هيڅ ډول دوديز، رسمي او يا هم کليوال مکانيزم نشته دی.
د نورو سيمو په پرتله په
پښتون ميشتو سیمو کې له ميرمنو سره د زور زياتي لاملونه دوه دي، يو: ولور، د پښتون
میشتو ډيری ځوانان چې په بهر کې په کلونو مسافري کوي د ډيرو کلونو مسافري یې يوازې
او يوازې د يوه واده ولور پوره کولای شي او کله خو ان داسې هم وشي چې پکې پوروړی
هم شي. د پور واده او بيا بيرته د پور د پيسو ورکړه کولای شي ناوې ته ځينې ستونزې،
پيغورونه له ځان سره ولري چې د پيغورونو دا لړۍ بالاخره په فزيکي زور زياتي
بدليږي.
دوهم: د زوی او لور تر
منځ توپير، دا ستونزه هم تر ډيره په خپل ځای پاتې ده، اوس هم په پښتون ميشتو سیمو
کې لور ته په سپکه کتل کيږي، هغه ښځه چې لورانې یې ډيرې وي او زوی یې يو يا بيخي
نه وي نو د ټول کلي پيغورونه په سر وړي، خواښې چې په کورني نظام کې د ښځو مشري ور
په غاړه وي يو ډول نه يو ډول کوښښ کوي چې د کور نور وګړي، خپل خاوند، زوی، لور
او......د خپلې نږور پر ضد وهڅوي.
ډير کم به داسې واقع شوي
وي چې د ښځې خاوند دې د خپلې مور خبره په ځمکه غورځولي وي او تقدير ته دې تسليم
شوی وي. تر ډيره که په پښتون ميشتو سیمو کې څيړنه وشي، خواښې له نږور سره په زور
زياتي کې پوره رول لري، يوې خواته ددې ناپوهي او بلې خواته د کلي ښځينه خبرې هغه څه دي چې په دې اور نور هم
تيل تويوي او دا اور نور هم پسې تيزوي. پښتون ميشتې سيمې د څو ستونزو ښکار دي، بې
علمي، فقر، په قانون نه پوهاوی، دوديز اسلام. چې دلته به هره برخه درته څه ناڅه
روښانه کړم:
بې علمي: بې علمي هغه
ستونزه ده چې تر ډيره یې پښتون ميشتې سيمې ځپلي دي، ښونځي سوځول شوي، تړل شوي، او
يا هم تش په نامو ښونځي شته دي چې تر ډيره د يو ډول افراطي ښونکو په لاس کې دي او
په ښونځي کې هم لښته، وهل، ټکول حاکم دي.
علم هغه اړتيا ده چې د
ښځينه او نارينه په ورځني ژوند کې مثبت تغيرات له ځان سره لري. زه ډير داسې خلک
پيژنم چې علم لري يا يې ميرمن څه ناڅه پوهيږي ياد کس که هرڅومره په احساساتو را
وستل کيږي بيا یې هم پريکړه ډيره عاقلانه وي او همداسې که ميرمن څه ناڅه لوستې وي
کوښښ کوي څو د علم او پوهې پر بنسټ شته ستونزې هوارې کړي چې تر ډيره د دې ستونزو
پر حل بريالۍ شوې هم ده.
فقر: فقر هغه ستونزه ده
چې د نورو قومونو په پرتله پښتانه یې ډير ښکار شوي دي. د پښتون ټول عايد يوازې او
يوازې بهر ته په تګ پورې تړلی وي، يو یې ګټي او سل یې څټي. په پښتون ميشتو سیمو کې
پراخه ناامني او استخباراتي جګړه هغه ښکارنده ده چې د ژوند د نورو اړخونو تر څنګ
یې اقتصادي برخه هم په نښه کړې، نه د بيارغونې پروژې شته، نه کوم سوداګریز مرکزونه
او نه هم په پښتون ميشتو سیمو کې کوم بل داسې کاروبار څو د يوې کورنۍ اړتياوې پوره
کړي. بس يو کس بهر ته استوي هغه په بهر کې څو روپۍ ګټي نور یې خوري چې ياد کس د ده
اولاد، ميرمن پکې قرباني کيږي (( ميرمن یې د کورني زور زیاتي ښکار شي او اولاد یې
هم بې علمه پاتې شي)) په پای کې مسافر پښتون په ناعلاجه ناروغي اخته سپينه ږيره
هيواد ته راستون شي.
په قانون نه پوهاوی: په
پښتون ميشتو سیمو کې تر ډيره اوس هم قانون خلکو ته مسخره ښکاري، ځکه کمزوري سيمه
ايز دولتونه او ادارې، فساد، زور واکي، دوديزې ستونزې هغه څه دي چې تر ډيره یې
قانون او قانوني کړنې کمزوری کړی دی، اوس هم پښتانه په قومي شوراګانو خپلې ستونزې
حل کوي، چې دا حل هم عادلانه نه وي بايد يو کس پکې قرباني شي، له ميرمنو سره د زور
زياتي پيښې د مشرانو له لارې يوازې د دې خبرې په کولو سره چې بد یې کړي دي بيا به
ستا لور داسې نه وهي پای ته رسيږي او مجرم پکې هيڅ ډول سزا نه ويني. د سزا دا نه
ورکړه د دې لامل کيږي چې مجرم نور هم زړور شي. په دې برخه کې يوه ستونزه بله هم
داده چې اوس هم پښتون هغه سړي ته چې د خپلې ميرمنې خبره اوري د ديوس، مرڅټي او....
خطاب کيږي چې دا خطاب په کور کې د کور له مشرې يانې خواښې پيل مومي بيا پسې وروڼه
او نور هم ياد کس ته دا خطاب کوي.
دوديز اسلام: له دوديز
اسلام څخه مې موخه داده چې پښتون اوس هم وايي چې پلار مې مسلمان و زه هم مسلمان
يم، پلار مې لمونځ کاوو زه هم لمونځ کوم.
پښتانه ځوانان په ځانګړي ډول کليوال اوس هم د اسلام په ريښتوني ارزښت نه پوهيږ، د
لمونځ په حکمت، د زکات په برکتونو، د حج په حکمتونو نه پوهيږي. پښتون اوس هم په
جومات کې د تربګني له امله په لومړۍ ليکه کې د دريدو کوښښ کوي نه دا چې په دې به
پوه وي چې په لومړي ليکه کې دريدل څومره ثواب لري. اوس هم پښتون مشر د سيالۍ په
خاطر پور کوي، ځمکه خرڅوي او حج ته ځي خو د حج د فرض کيدو شرايط نه دي ورته مالوم.
پښتون اوس هم وايي چې ښځه له کيڼې پوښتۍ پيدا ده، خو پښتون ته د بي بي عايشې، بي
بي خديجي او نورو بيبيانو د ژوند فلسفه نه ده مالومه. پښتون اوس هم د پخوانيو عربو
په څير ښځې ته د حقارت په سترګه ګوري ، زوی واکدار او لور مزدوره بولي، ځکه یې هم
د نورو په لورګانو رحم نه کيږي.
پښتون چې زوی ته
لومړيتوب ورکوي ښه یې روزي د تربګنۍ په موخه یې روزي، نه دا چې خپل ولس او ژبې ته
خدمت وکړي. که چيرې له پښتنو سره اوس هم په مجلس کې کينې نو وايی به چې زوی خو زوی
وي او په کليواله اصطلاح د ميلې يا مينې موږی يا ساتونکی وي، لور څه شی وي بس چې
لويه شي د بل د کور ده. بل ته یې هم بيا په داسې پيسو ورکوي ته به وايي چې خدای مه
کړه کوم څاروی خرڅوي. دوديز اسلام تر ډيره په پښتون ميشتو سيمو کې خور دی، خو هيڅ
پښتون د اسلام په ريښتونې فلسفه نه پوهيږي، اوسنۍ جګړه يوازې په پښتون ميشتو سیمو
کې سپيڅلې ده په نور هيواد کې خير او خيريت دی. پښتانه ديني علماوو تر ډيره په
همدې دوديز اسلام کې خپله ګټه ويني، ځکه دوی په يو جومات کې کرار ناست هرڅه د کلي
په کورونو کې ويني. پښتون ملا تجارت نه کوي، پښتون ملا ګلکاري نه کوي، پښتون ملا،
بهر ته د کار لپاره نه ځي، پښتون ملا هيڅکله په جوماتونو کې د کورني نظام، ښځې او
خاوند د اړيکو، ولور، د ښځې د ميراث په اړه خبره نه کوي. پښتون ملا تر ډيره په
زکات ټينګار کوي خو دا ټينګار یې یوازې د ځان لپاره وي نه دا چې نورو ته یې ورکړي،
پښتون ملا اوس هم د سرسايې او سقاط پيسو
ته پياز په ګنډه کې وهلی وي، که خان مړ وي نو مسلې پکې ډيرې غوړې وي خو که غريب مړ
وي بيا وايي د خير دعا وکړۍ ناوخته دی درځی چې ویې منډو. پښتون ملا په جومات کې په
ضربا، ضربو پيل کوي، لويه لښته له ده سره وي، له دغه ځایه ماشوم د زور زياتي ذهنيت
اخلي ځکه په ده زور حاکم وي، له دغه ځايه یې زړه سخت شي، چې وروسته ورته د چا ژړا،
وينې، وژل، ظلم ارزښت نه لري. او نه یې هم په چا زړه درد کوي. پښتون ماشوم او
ماشومه د ظلمونو په همدې ماحول کې را لوی شي، سترشي، ځوان شي او جينۍ هم پيغله شي.
په جينۍ په کور کې ظلم شوی وي په پيسو
خرڅه شوي وي، بيا بل کور ته واده شي هلته د خواښې خبرې زغمي په پای کې دا هم که
ژوند ورسره وفا وکړي خواښې شي چې بيا دا هم په پای کې ظالمه شي او د بل په لور خپل
ډک زړه تش کړي. البته په دې ليکنه کې مې موخه له ملا څخه له اصلي علماوو څخه چې
ورث الانبيا دي نه ده، اصلي علما ډير څه کوي او ډير څه کولای شي. که چيرې ديني
عالم په خپله سيمه، جومات او ولايت کې په ريښتوني ډول سره اسلام خلکو ته روښانه
کړي بيا به اړتيا نه وي څو خلک داسې زړه بوګنونکو کارونو ته مخه کړي. که چیرې
اسلام په ريښتوني ډول سره تشريح شي، هيڅکله به نږور سره خواښې ناسم چلند ونکړي. په
افغانستان کې ظلم له مشر څخه پيل مومي، بيا تر کشرانو پورې را رسيږي، ظالم پلار،
ظالم زوی روزي، ظالمه مور ظالمه لور روزي. او په مظلومه ښځه شوی ظلم بيا د دې نږور
ته را رسيږي، ځکه په دې شوی ظلم د دې لامل شوی وي چې دا هم دا ذهنيت واخلي. نو د
دې ستونزو تر ټولو ښه حل لاره داده چې نور ولور ته د پای ټکی کيښودل شي، د تنکيو
ځوانانو او وړو نجونو علم ته پاملرنه وشي، په هيواد کې کاري موکې برابرې شي، ښه به
وي چې د ولور پر ځای دا پيسې ياد ځوان ته ورکول شي څو چيرې پرې کار وکړي او په
کراره ژوند وکړي. په ولايتونو کې شته رسنۍ بايد د غزالې، نغمې، نازیې او ......
سندرو پر ځای داسې ډرامې، خپرونې جوړې کړي چې کورنی نظام، مينه، خوشاله ژوند پکې
انځور شوی وي. په دې هيله چې بيا چیرې کومه خور، مور، لور سرتوره، کونډه، رنډه،
معلوله، معيوبه نشي او نه هم چیرې په کومه خور، مور او ښځې باندې څپيړه پورته شي.
د يوې ريښتونې، سپيڅلې اسلامي مينې او کورنۍ په هيله.
عصمت الله سپيڅلۍ
esmatullahspesalay@gmail.com