
esmatullahspesalay@gmail.com
افغانستان هم عجيب هيواد دی، ژوندي پکې سر
نشي پورته کولای، خو مړه پکې ټول ښه خلک دي. د وږي د میاشتې له نیمی څخه بيا د تلې
تر شپږمې پورې په دې څو ورځو کې موږ د ښار په واټونو،لويو لارو، څلور لارو، کې او
ان د ملي اردو، ملي پوليسو، ولسي جرګې د غړو، امنيتي پوستو باندې مو ډول ډول
انځورونه وليدل، يو پکې ملي قهرمان، بل یې د سولې شهيد او...... د تيرو کلونو په
پرتله سږ کال پخواني خلقيان او پرچميان هم بد نه و، د افغانستان د پخواني ولسمشر
ډاکټر نجيب الله انځورنه یې د ښار په ځينو سیمو کې لږولي و.
خو تاريخ په هره خبره خولو نه پټوي او کيدای
شي دا څو څيرې او دې ورته ډیرې نورې څيرې د تاريخ په پاڼو کې خوندي شوي وي. تاريخ
داسې عادل قاضي دی چې په ډيرو خبرو یې قضاوت پيړۍ پيړۍ ډيرو ته په زړه پورې وي.
افغانستان په تيرو نيږدې څلورو لسيزو کې ډير څه له لاسه ورکړل، خو ډيرې انفرادي
څيرې پکې د ډيرو شتو خاوندان شول، که چیرې اوسني نظام، پکې شته څيرو او يو ډول نه
يو ډول په نظام کې دخيلو څيرو ته وګورو بيا پوهيږو چې څه مو له لاسه ورکړي او چا
څه تر لاسه کړي دي. پخواني جهادي رهبران دومره عجيب غريب شوي دي، چې اوس د دوی
ويناوې هم يو ډول طنزي بڼه لري، څو ورځې کيږي چې رسنيو ته سياف ډير په زړه پورې
شوی دی او د ده خبرې د هرې رسنۍ د تاوتريخوالي په ضد د جوړو شويو اعلانونو لومړۍ
خبره وي. خدای بخښلی رباني په خپله لار ولاړ خو د ده په نوم نومول شوی د ښونې او
روزنې د پوهنتون د محصلينو لاريونونه لا هم روان دي، محصلين ټينګار کوي چې د ښونې
او روزنې پوهنتون اوس د تاريخ يوه برخه ګرځيدلې ډير کسان ترې فارغ شوي دي او باید
په خپل نوم پاتې شي، خو په د نظام وکداران یې نه مني، محصلين بې درسه شوي، په
واټونو کې په لاريونونو سر دي، نه درس شته، نه ټولګی شته، په داسې حال کې چې د دوی
کلنيو آزموينو ته هم يوازې څه کم او زيات يوه میاشت وخت پاتې دی، ډير به په روان
کال فارغ شي او ټولنې ته به د خدمت جوګه شي او ډير نور به هم له يوه ټولګي څخه بل
ټولګي ته ارتقا وکړي. خدای خبر څه به کيږي.
خو زه چې څومره ګورم اولس اوس هم ځينې واقعي
څيرې مني او ورته درناوی کوي، ښه به دا وي چې په دې ډول کړنو کې اولس ته مراجعه ته
وشي، ځکه د کابل غوڼدې يوازې په کابل پورې محدودې وي، خو اولس چې څوک مني هغه په
ډيرو سیمو کې ځليږي. د اوس قهرمانان هغه دي چې په اولس کې زيږيدلي، په اولس کې را
لوی شوي دي او په اولس کې یې ژوند کړی او
هم هلته په اولس کې مړه دي.
تاسو وګورۍ په ټلويزونونو کې د دې مشرانو
ځينې خبرې وړاندې کيږي پوښتنه داده که چیرې دوی په ريښتيا په دومره خبرو پوهيدل نو
څه اړتيا وه چې هيواد یې تباه او برباد کړ، څه اړتيا وه چې سره اتلس ډلې شو. اوس
هم په رسنيو کې ناستې حزبي څيرې په يو بل خاورې ور اړوي، نن مې په يو ټلویزون کې
بحث کوت چې د اسلامي حزب، جمعيت اسلامي او وطن حزب استازي ناست و او يو بل ته یې
خروپوف کاوو ... چوپ شه..... مه غږيږه.... او داسې ډيرې نورې په زړه پورې خبرې پکې
وې ماته خو دومره د خندا وړ و چې والله که مې د آزادۍ د ګوړې اچارو، د طلوع زنګ
خطر، د شمشاد باخبر او د ژوندون سکونډاري ته هم خندلي وي، ځکه دوی تر ټولو ښه ظنز ويونکي، بړوس بړوس ناست
و.
وطن حزب ويل چې موږ سپين چرګان و خو ګرمه په
مجاهدينو کې وه او که تاريخ ته په ځير وکتل شي، په ريښتيا هم تر ډيره مجاهدين ګرم
و ځکه دوی د اسلام په نوم پيل شوی جهاد آخر په خپل منځي جګړې بدل کړ، خو د جمعيت
مولانا فريد بيا ويل چې رباني خدای بخښلی، مسعود قهرمان او ورسره ډبل عبدالله خو
دومره سپيڅلي خلک و چې مه یې کوه پوښتنه، خبرې ډيرې وشوې، خو د اسلامي حزب کابل
ناستي سنګريانو بيا ويل چې هو نه موږ ګرم نه وطن پال هغه بس ګرمه په جمعيت کې وه.
خو هيڅاچاته دوی ته ونه ويل چې بچو جمعيت اوس هم څو قهرمانان، يو مارشال لري، تاسو
څه لرۍ.
په هيواد کې ډير جنګونه وشول، ډيرې سم ناسم،
وچ او لامده پکې تخته شول، خو ځينې پاتې او ځينې لاړل د ټولو هير شول. جګړه وه وژل
شو، ويشتل و، سنګرونه و، پاټکونه و، د همدې وږې او تلې د میاشتې په منځ کې ځينې
نور هم و وژل شول چې يو یې ملابورجان و چې د طالبانو د لومړۍ ليکې قومندان و او
کله چې کابل ته طالبان له هميشه بهار ننګرهار څخه را روان شول په وريښمن تنګي کې و
وژل شو. هلته یې اوس هم شناختې شته دي او مړی خو یې په کندهار کې خاور ته وسپارل
شو.خو څوک یې لمانځنه نه کوي.
که چیرې په ځير سره وګورو، مسعود، رباني،
مزاري.... د دوی کورنۍ نه لمانځي بلکه د دوی خواخوږي دي چې لمانځي یې او کريډيټ
پرې اخلي. هر يو قهرمان، د سولې شهيد او نه پوهیږم څه شی او څه شی شول. خو تر
مولانا فريده ښه طالب مولوي وکيل احمد په کابل کې دی، تر طاقت صيبه ښه خوله ور
ضعيف بيا په دوبۍ کې دی، دوی يوه ورځ هم د مولوي احسان الله احسان، ملامشر، مولوي
محمد، ملابورجان، مولوي عبيدالله او نورو ياد تازه نکړ.
ضعيف پنځه شپږ کاله په ګوانتانامو کې بندي و
د ګوانتانامو خاطرې کتاب به مو لوستی وي چې دې ښاغلي ليکلی دی، خو چې کابل ته راغی
دی هم د سياف، رباني، مارشال غوندې ښه پيسه دار راغی افغان پوهنتون یې جوړ کړ،
افغان مينې په نوم ښارګوټی یې جوړ کړ، په دوبۍ کې ښه ژوند کوي او ښې مزې چړچې کوي،
که داسې جهاد او داسې طالب توب وي بيا خو والله هر افغان یې غوښتونکی دی.
تاسو وګورۍ مولوي ارسلا رحماني، جان محمد
خان، فضل الرحمن څمکنۍ، احمدولي خان، اکرم خارکريز وال، ملک زرين، او دې ته ورته ډير نور پښتانه مشران هم د سولې
يو والي، هيواد د بیارغونې په موخه یې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی خو څوک یې نه ورځ
لمانځي، نه یې په نوم سړک جوړوي، نه یې هم څوک په نوم باندې پوهنتون نوموي.
که چیرې دا پوښتنه له ځانه وکړو چې ولې؟ حتما
ځواب به یې دا وي چې په پښتون کې اوس اوس ظرفيت نشته دی او دا به ډيره غلطه خبره
هم نه وي، ځکه وايي تر پردي کافره خپل کافر، تر پردي قهرمانه خپل قهرمان او تر
پردي شهيده خپل هغه ښه وي، خو چاته وایې، معتصم آغاجان هم هغه بله ورځ په خپله
ليکنه کې رباني ته رحمت الله عليه لیکلي و خو ده هيڅکله د يو پخواني طالب چارواکي
په توګه کله هم د ملا بورجان، مولوي خالص، مولوي احسان الله احسان ياد تازه نکړ.
يو چا ليکلي و چې د ملابورجان دعا ته د ده
کور ته ورغلو د ده زور راغی او په يو زاړه خټين کور کې یې ژوند کاوو، ډير ساعته په
چای پسې ورک و او چایې یې هم د ګاونډي له کوره راوړ، ښه نو اوس معتمصه ته او خدای
څوک ملي کس دی. رباني په کور کې و وژل شو، خو بورجان په لومړي خط کې، مسعود په کور
کې و وژل شو، خو مولوي احسان الله احسان وايي د مزاري په قبر ور حلال شو.
اوس اوس ډيرې د ټاکنو خبرې کيږي هغه ورځې مې
په هشت صبح ورځپاڼه کې لوستل ليکوال یې ليکلي و چې عبدالله بايد په شمالي سيمو کې
کوښښ وکړي، ترڅو رايه تر لاسه کړي، پښتانه ده ته رايه نه ورکوي او ټاکنې هم په
پښتون ميشتو سیمو کې ناشونې دي، ښه که ټاکنې ونشي شمالي سیمې عبدالله وټاکي پښتونه
څه حال به دې وي، په وحشي، اوسني طالب او ځانمرګي به ته څه وکړې، د نړۍ نور
هيوادونه د ورځې په تيريدو پرمختګ کوي خو افغانستان او بيا پښتانه د هرې دقيقې په
تيريدو سره شاته ځي.
تاسو وګورۍ کرزی له پښتنو سره څومره انصاف
کوي؟ لغمان وګورۍ، لوګر وګورۍ، کندهار وګورۍ، هلمند او ميدان وردګ وګورۍ، واليان
بدل شول خو لغمان ته فضل الله مجددي ولاړ، لوګر ته ... اقبال عزيزي او هلمند
ته هم بلوڅ. ښه کرزی خانه اوس لوګريان له عزيزي څه وغواړي بيارغونه که ...
لغمان له فضل الله څه وغواړي بيارغونه که عبدالله اي مفکوره همداسې بلوڅ او دا نور
هم در واخله، بس چې ټکه ده د پښتون په سرا را پريوتې، پښتون اوس داسې يو قوم شوی
دی چې نه په سياست کې حق لري، نه هم په ټولنه کې، نه بايد ښونځی ولولي او نه هم
بايد په لوړ دولتي پوسټ کار وکړي، نه باید ملي قهرمان ولري او نه هم بايد د سولې
شهيد. د رباني قهرماني له کابله تر کندهار
هوايي ډګر پورې ورسيده خو د ملابورجان بچيان ډوډۍ نه لري، د داودخان لور په لندن
کې پرديو غونډو ته خوښه وي چې د دې پلار پکې لمانځي. بس پښتون دی، د شپې د امریکې
چاپې دي او د ورځې هم د پنجاپي پلوه طالبانو سرغوڅونې او حلالونې.
يا الله نور ته دا ويده قوم د غزني د اندړو
په څير را ويښ کړې، يا الله نور مو ته مل شې، يا الله ته بيا يوې پښتنې مور ته د
ميرويس خان په څير زوی ورکړې، يا الله ته زموږ دا پلن څټي مشران پوه کړې چې لږ په خپل
غيريت ګوتې و وهي.
په درنښت
عصمت الله سپيڅلی
esmatullahspesalay@gmail.com