پکتیکا کې یوه بې پیلوټه الوتکه غورځیدلې


په افغانستان کې د ایساف ځواکونو مطبوعاتي دفتر خبر ورکړی، چې د پکتیکا په ولایت کې یو بې پیلوټه الوتکه غورځېدلې. د دغه الوتکو د غورځیدو ځای د جاني خیلو ولسوالي ښودل شوې او سرچینه زیاتوي، چې د غورځیدو لامل لا نه دی څرګند او په دې هکله پلټنې روانې دي.
په همدې مهال د طالبانو یو تن ویاند ذبیح الله مجاهدبیا ادعا کړې، چې الوتکه د طالبانو لخوا ویشتل شوې ده.