د پکتيکا ولايت يوسف خېلو ولسوالۍ د مېست په کلي کې د سولې او امن د ټينګښت په موخه پراخه غونډه ترسره شوه

 
د پکتيکا ولايت يوسف خېلو ولسوالۍ د مېست په کلي کې د سولې او امن د ټينګښت په موخه پراخه غونډه ترسره شوه، په همدې حال د پکتيکا والي محب الله صمیم له وسلوالو مخالفينو وغوښتل چې د سولې روانې پروسې سره يو ځای شي او سولييز ژوند غوره کړي
په ياده غونډه کې د پکتيکا والي محب الله صمیم، امنيه قومندان، سولې شورا مشر، ولايتي شورا غړو، اداري چارواکو تر څنګ د سيمې ګڼ شمير قومي مشرانو او ځوانانو ګډون کړای وو
د سولې شورا مشر حاجي ابراهيم افضلي د غونډې موخې ولسونو ته د سولې په اړه عامه پوهاوی، د سولې په راوستلو کې د عامو وګړو رول په ډاکه کول ياد کړل
د سيمې ګڼ شمير قومي مشرانو په هېواد کې د شتو ستونزو او ناخوالو لوي لاملونه د ګاونډيو هېوادونو بې ځايه لاس وهنې وبللې، دوی زياته کړه ګاونډي هېوادونه زمونږ پل، پلچک، ښوونځی، روغتون او سړک ورانوي، خو د دوی ولسونه د ژوندانه د هر ډول اسانتياوو څخه برخمن دي
د پکتيکا والي محب الله صمیم د سولي او امن د ټينګښت په برخه کې پراخې خبرې وکړې او له خلکو يې وغوښتل تر څو د سولې د راوستلو او امن د ټينګښت لپاره زيات زيار وباسي چې له امله به يې افغانان له بېلابېلو کړاوونو خلاص شي
ښاغلي صميم پر وسلوالو مخالفينو يو ځل بیا غږ وکړ، چې له ورور وژنو لاس په سر شي، د سولې له روانې پروسې سره په يو ځای کيدو سره په سیمه کې سولييز ژوند غوره کړي