
سرفلمي:
د قاضي حسین احمد په مرګ سره د افغان جهاد د پیل- پای او پیل د کیسې یو فصل وتړل شو.
اِنا لِلهِ و اِنا اِلیهِ راجعون!
حکمتیار، جمعیت اصلاح ته یې په ځانګړي ډول او ټولو مجاهدینو ته یې په عمومي ډول د زړه له کومې تسلیت وایم!
تفصیلات:
الله(ج)—نه پوهیږم چی څنګه ووایم: لا معقب لحکمه!!!—خو دغه د مړه کولو تسلسل یی څه نا څه په زخمونو پټۍ لګوي.
غفور احمد، بیا ور پسی بشیر احمد بلور او بیا مولانا بجلی ګهر او دا دی قاضي حسین احمد!!!
د منصوریی خلیفه؛ د افغان او کشمیر جهاد فاتح؛ د بوسنیا او چیچن د جهاد دعاګوی او ملاتړی نور نو نشته!
د حکمتیار چڼي، حکمتیار شیخ و امیر دوجهاد بولي خو قاضي حسین احمد یی دغه ریکارډ مات کړی و! دی په یو وخت کی د جهاد د multiple قیادتونو امیر وو.
زه پری مشرف نشولم:
مونږ عموماً د کارونو ظاهر ته ګورو نه باطن ته! یوه د ګرمی ورځ وه. د حکمتیار مور مړه وه. د حکمتیار مور مړه کیدل را ته کوم سرپرایز او نه هم کوم خبر و! خو دا چی زه د لیسې شاګرد وم، خبر شولم چی قاضي حسین احمد یی فاتحی ته راغلی!
په منډو،منډو می ځان د نصرت مینی جامع مسجد ته ورسوه. خو دا چی امنیتی تدابیر، د قاضي د محافظت لپاره، ډیر جدي نیول شوي وو، نو اجازه را نکړل شوه چی جومات ته ننوځم.
خپه او هغه هم ډیر خپه! د ماشوم عقل و. له ځان سره می ویل چی د جهاد لوی امیر راغلی او زه یی په لیدلو مشرف نشولم. خو اوس چی ښی او کیڼ لاس پیژنم نو له خدایه مننه کوم چی د ...طان په لیدو یی ....
قاضي حسین احمد په جماعت اسلامی کی د مودودی څخه وروسته دویم لوی او نوموتی مشر وو. او پخپلی دوری کی یی جماعت ته تقریباً ۴۶لکه غړي وموندل او د ګوند نفوذ یی وغوړاوه.
جماعت اسلامی د هر دیکتاتور خلاف دریدلی او هر دیکتاتور ته یی اوږه ورکړی. له دیموکراسۍ سره جنګیدلي او د دیموکراسۍ لپاره جنګیدلي. د جهاد لپاره یی فتواوی ورکړي او د جهاد خلاف یی فتوا وی را ټولی کړیدي. په افغان جهاد کی یی امریکا ته لاس ورکړی او په افغان جهاد کی یی امریکا ته لته ورکړی. د امریکا په پیسو اباد شوی او او د امریکا په پیسو یی وزرونه ډډ نیولي!!! استخباراتو سره یی تر ډیره لاس یو و. په ټولیزه توګه که ووایم چی د حمید ګل او قاضي په نظریاتو او کردارونو کی کوم توپیر نه و، نو غلطی به می نه وي کړي. توپیر دا و چی یو جنرال و او ږیره یی نلرله خو بل جنرال وو او ږیره یی لرله. یو استخباراتي عسکر تربیه کول. بله ساده باده خلک د جګړو کندو ته رهبري کول. د یوه لور بشری ګل سرتوری ګرځي خو دده لور سمیعه بیا حجاب په سر پارلمان کی لاندی باندی کیدله. جنرال ګل هم د افغان جهاد پلوي، د طالبانو پلار وو او دا بل قاضي هم د افغان جهاد حامي او د رباني، مسعود او حکمتیار صاحبانو معنوي او مادي استاد بللی شو. قاضي نه یوازی دا چی مجاهدین یی تربیه کړل بلکی له امریکی او پاکستاني اسټبلشمنټ سره په اړیکو جوړولو کی یی ورسره لوی لاس وکړ.
Appearance:
قاضي جسماً او عقلاً تر پایه سالم پاتی شو. پړقیدلی ږیره، واسکټ او شطري قره قل یی د هیرولو نه دي. د فراز شاعري یی خوښیدله او د یموکرات طبیعت یی درلود. د پاکستان د نظریاتي شاعر اقبال شاعري یی ډیره په یادو زده وه. پخپلو ویناوو کی یی ډیر ځلی د پاکستان په نوي نسل انتقاد هم کاوه چی ولی یی علامه اقبال ته شا کړی او په اړه یی معلومات نه لري. په دی وروستیو کی یی له فارسي سره په افغانستان کی تعصب د افغانستان د احتمالي تجزیی سبب وګاڼه!!!
نظریات:
له مصري اخوانیانو اغیزمن و. دا چی اخوان المسلمین هم په لومړیو کی له جمال سره اوږه په اوږه او ملاتړلي روان و. دوی هم تل له دیکتاتورانو سره لاس کړی او هغوی یی تر منزل مقصود رسولي. ای ایس ای ورڅخه تل ملاتړ کړی او په دی وروستیو کی په صوبه خیبر پختونخوا کی د متحده مجلس عمل حکومت هم د هغوی لطف، کرامات او ... بللی شو. قاضي او ګوند یی غوښتل چی په کشمیر، افغانستان کی جهاد کامیاب کړي او د فتحی ویاړ یی خپل کړي خو څه خبر چی حکمتیار به ورڅخه په کشمیر کی بخت زمین بیلوي او هغه به د البدر په نامه ځانته ډله ټپله رامنځ ته کوي. او له بلی خوا به ای ایس ای په افغان جهاد کی دوی ته شا کوي او له مولانا فضل رحمان څخه به د طالبانو په رامنځ ته کولو کی مرسته اخلي. پروفیشنل جیلسي(مسلکي) بُخل هر چیری او په هر چا کی وي. مولانا فضل رحمان هیڅکله دا نه خوښول چی د جغرافیې یو متخصص دې په اسلامي جنګونو دومره اغیز ولري. هماغه و چی له آی ایس آی سره یی لاس یو کړ او د طالبانو په رامنځته کولو کی یی قاضي ته لته ورکړله. چی له همدی سره نور نو جماعت مخ په زوړ روان شو. دُراني او امیر مقام ورڅخه مسلم لیګ (ق) ته لاړل او مولانا اسرار ورڅخه ګوشه نشینی اختیار کړله او دین ته یی ملا وتړله. یو ځلی خو یی قاضي ته هم ویلي وو چی را ځه نور سیاست پریږده او تبلیغی شه! خو چیری؟!!! کوم خوند چی خدیجه کی وو، نه په قُدري او نه په شرح وقایه کی وو.
قاضي مړ شو خو نه پاکستان کی اسلام غالب شو او نه هم افغانستان،کشمیر، چیچن کی جهاد ځای ونیوه. به باد آمده به باد رفت!!!
حکمتیار، قاضي او نور:
ما د قاضي له مرګ سره سمدستي بره عنوان انتخاب کړ خو بیا می وویل چی عجله کار شیطان است!!! منتظر شولم چی د قاضي پخواني متعلقین او مُریدان که څه ولیکي، څه خاطری را وسپړي. خو هیڅ شی می تر سترګو نشول. نه قریب الرحمن سعید څه ولیکل او نه هم حکمتیار کوم پیغام ولیږه. په جمعیت کی هم چا کرښې توری نه کړلی. هر څه همداسی پاتی شول. سلیم صافي د وفادارو شاګردانو په څیر په \"جنګ\" کی یو کالم ولیکه خو څه شی خاص په کی نه و.
عرفان صدیقي او قاسمی هم څه نا څه ولیکل خو داسی څه چی تنده مو پری ماته شي نه وو! د \"نعمان دوست\" هغه یی له دی ټولو جالبه وه. حیران دی ته یم چی حکمتیار صاحب ولی چوپ پاتی شو؟ د خپل ولی النعمت او محسن په اړه یی ولی څه ونه ویل؟
حتی د تسلیت یو وړوکی پیغام یی هم له اسلامي امت!!! سره شریک نه کړ. هغه قاضي چی حکمتیار څخه یی \"حکمتیار\" جوړ کړ ولی چوپ پاتی شو؟ هغه حکمتیار چی د جهاد او مقاومت ټولی پیسی یی په قاضي ولګولی او قاضي او جماعت ته یی \"لویه منصوره\"ورکړله، د قاضي له چڼو څخه یی په کشمیر او... کی مالي ملاتړ وکړ او قاضي حسن جان یی په ولی خان ممبر کړ ولی اوس چوپه خوله دی؟
نه پوهیږم چی دا له قاضي سره په دی اخرو کی د بخت زمین او البدر په رامنځ ته کیدو د خفګان له وجی دی او که قاضي په افغانستان باندی د امریکی له تیري سره پاکستان ته د حکمتیار له راوستلو سره د مخالفت له وجی!!!
قاضي او افغان-کمونیست استخبارات:
زما مولانا هم کله،کله باټی وهي چی پخواني استخبارات د خلقیانو او نجیب ډیر تیز وو. تر لاهوره او تورخم به یی کس تعقیباوه خو نه می ورسره منلي او نه یی ورسره منم. که دومره تیز وو، دومره فعال وو څنګه غټ پټ دوا فروش تری تر کندوزه ورسیده او څنګه یی یوی تړلی ټولنی کی د خپلی خوښی وړ کس ومونده؟
قاضي او زامن یی:
مرحوم نصرالله بابر ته د ملا عمر د پلار خطاب کیږي. دا چی چڼي \"بابر\" د خپل نیکه په توګه مني او کنه دا یی خپل کار دی. قاضي هم معنوي زامن لرل چی: رباني(چترالي ملا)، مسعود(قهرمان ملی) او حکمتیار یی نوموتي هغه بللی شو. جنرال ضیا، دغه اوسنی عمران خان یی هم له متعلقینو څخه ګڼلی شو!!!
قاضي او استخبارات:
قاضي د ذوالفقار علی بهټو په حکومت کی له استخباراتو سره جوړ جاړی وکړ او د افغان مقاومت لپاره یی مټی را بډ وهلی. په افغانانو کی یی ځانته ځای پیدا کړ او د جهاد په نوم یوه اور لوبه یی په افغانستان کی پیل کړله. زه چی د پاکستان د علماوو او له استخباراتو سره د ګوړی لاین ته ګورم نو ددوی په پیغمبر هم دوه زړی او ایمان می پری ضعیفي کوي. افغان جهاد هسی را ته بابولالی او د یو چا شخصي جنګ ښکاره شي او پوره کافر شم. که د بهټو په ارشاداتو یی زمونږ خلقي تره کی واژه نو بهټو خلاف ولی دوی په لاهور او کراچی کی شعارونه ورکول؟ دلته به یی هم نعره تکبیر کړی وو او جهاد په صفونو کی به دریدلي وو!!! له تره کي څخه ذوالفقار علي ډیر سیکولر او ډیر کمونیست وو خو دوی له هغه سره کیناستل او د ۱۹۷۰ز قانون چی د پاکستان په تاریخ کی ځانګړی مقام او ځای لري تسوید او تصویب کړ.
خو دا چی موږ له تاریخ څخه عبرت نه اخلو نو فکر نه کوم چی مونږ دی ښه ورځ ولرو!!!
و ما علینا الا البلاغ!!!
leekwal@yahoo.com