
یوه وخت چا راته
ویلي وه چې ډېر شعرونه مه لیکه، کم ولیکه خو ښه ولیکه، په ما بده ولګېده، له ځانه
سره مې وویل چې دی له مانه سوځي ځکه دا خبرې کوي، خو چې کم، کم مې لیکل د دروغجن
خبره زه هم ورسره د ګذارې شوم.
خیر ما پسې تکه
توره بلا، نه توری یم نه ستوری، خو په دې ورځو کې زمونږ یو شمېر مطرح شاعران دي چې
د ورځې درې، څلور غزلې په خپلو فېس بوکي یارانو ویشي.
په یقین سره چې دا
پخوانۍ لیکل شوې غزلې نه دي، دا په دې مانا چې د ځینو تر څنګ پخوانۍ کتابچې ایښي او وخت، ناوخته ورنه د مخ
کتاب پاڼو ته یو څه غورځوي، خو دغه دوستان چې زه یې یادوم د دوی تولیدات کاملاُ
نوي دي، اوکه نه خپه کیږي نو یو څه خوند یې هم بایللی دی.
باور وکړئ زه نه
سوځم ، خوا مې بدېږي، خصوصاُ هغوی ته چې نوم مې ورته د خپل زړه په تخته لیکلی دی.
یوه ورځ د کابل د نوي
ښار په یو هوټل کې د شپون صیب میلمانه و، په لار، په موټر کې ورته استاد غضنفر
وویل چې دا د پلانې لیکنه دغه ستونزه لري، نه پوهیږم چې دا لیکوال ولې داشان لیکنې
کوي؟ شپون صیب ورته مخ واړوو چې اسده ! دا خلک سم لیکل کوي، ستا ذوق لوړ شوی، اوس
نو دا خوارکي څه ملامته دي؟
دا رېښتیا ده، د
لوستنونکو، لیدونکو او اوریدونکو ذوق ډېر لوړ شوی دی، دا نو اوس هغه د درې څلور لسیزو مخکې مینوال نه دي پاتې چې هر
شي ته واه، واه کړي او چک، چکې.
نن سبا ښو ته ښه
ویل کیږي او د بد روزګارۍ له وجې د نا ښو تحمل هم چاته نه دی پاتې.
زما مشوره د خپلو
دغو شاعرانو ورڼو لپاره دا ده چې په منډه کې غورځیدل هم شته، اخر دا فېسبوکیان هم خدای
قسم انصاف کې خلک دي، ډېر نه غواړي، په اونۍ کې یو شعر ولیکئ خو په همغه پوخواني
قوت او عظمت یې ولیکئ.
نور مو خوښه، ما
درته د خطر ټالۍ ووهله !!!