
لیکوال : یاغی پښتون نشر یی ِپه ټولو رسنیو
کی آزاد ده او که کومه رسنی یی نه خپروی نو زما یی په هویت کی شک ده.
ځای : افغانستان له آمو نه ترهند بحراو اباسینه پوری
د ژوند هدف: افغانستان کی د انګریز د ناخلفه اولاد پر ضد جهاد
انګلیس : دیورند کرښه ومنی
او کنه نایتروجنی بم در غورځوو!
پاکستان : دا مسأله مونږ ته حل ده، هسی هم حاکم دولت زمونږ پخوانی قسم خوړلی
اجنتان دی!
امریکا: له ماسره امنيتی
قرارداد امضا کړئ او افغانی حاکمیت مه غواړی، کنه دیورند رسمی مرزپیژنم ! له
افغانستان نه خپل سرتیری باسو چی حقیقت کی درواغ دی او زه یی لیکلی خط درکوم چی په
راتلوونکی لس کالو کی به امریکا په افغانستان کی استخباراتی او نظامی شتون ولری او
بل افغانی رییس هم به همدا څپیړی په مخ خوری او همدا طالب به ورته په لستونی کی د
تضعیف لپاره ساتل کیږی او انګلیسان او پاکستان به یی مالی ملاتړ کووی. نیروی
امریکایی باید خارج شوند(مجلس سنایی امریکا)
ایران: امریکا سره جګړه
همدلته پیل کړی! او شعیه ګان او قاجاریان مو په افغانستان کی ۸ میلیونه دی او خپل
تقلبی فرهنګ به د افغانی اصلی فرهنګ په غلا او جعل غنی کوو او آن کمال الدین
بهزاد، مولانا او سیدجمال الدین ته به هم ایرانی تذکره ورکوو! او دلوی ایران خوب
به وینو او اسراییلو او امریکا ته په پته کی خدمت کوو، برالا خو دښمن یو!
هند: پاکستان سره همدلته
جنګیږی او پاکستان خپلو پښتنو اجنتانو ته افغانی پاسپورت اخلی او هند ته یی تخریب
ته استوی!
شمالی تلواله: دیورند کرښه
رسمی مرز ده او پښتانه د يهودو قوم ده او پاکستان زمونږ همسایه ملګری او ستراتیژیک
همکار ده!
پښتونستان استکلابی حزبونه:
مونږ افغانان یو، پاکستان هماری ملک هی ، جیب کی هم پاکستانی تذکره اوپاسپورت
کرزوی او وایی افغانستان خو د پلرنی ملک ده یعنی باید افغانستان د پاکستان ۵ صوبه
شی یا هم لوی پښتونستان غواړو!
افغانستان کی پښتونستان
استکلابی حزبونه: پاکستان زمونږ مسلمان ورور ملک ده او پښتانه زمونږ ورونه دی پښتو
غواړو!
ناتو : افغانستان کی خپل ماموریت ته ادامه ورکوو، دا ماموریت به دوام
ولری. او ترڅو چی خام معدنی موادیی هم خلاص شی نو بیا ګورو!ګرانه لوستونکیه ! که
څه هم دا لیکنه زما مرګ په قیمت هم تمامه شی چاپ یی کړی خو د سانسور او نورو لاس
وهنی حق پکی نلری!
مخکی له دی چی پر اصل مطلب بحث وکړم لازمه ده ځینی کلمات وگورو:
ISI = Inter
Service Agency
MI = Military
Intelligence
IB=
Intelligence Bureau
CIA= Central
Information Agency
KGB= Committee for State Security
ISI = Inter
Service Agency
Major departments:
Joint Intelligence X (JIX) Joint Intelligence Bureau (JIB) Joint Counter Intelligence Bureau (JCIB) Joint Intelligence North (JIN) Joint Intelligence Miscellaneous (JIM) Joint Signal Intelligence Bureau (JSIB) Joint Intelligence Technical (JIT) SS Directorate (SSD)
ددی اداری اساس Major General R.
Cawthome ایښی چی یو بریتانوی الاصله د پوځ افسر چی
په استرالیا کی پیدا شوی وو دوی د څو لارو معلومات لاس ته راوړی:
·
دیپلومات
·
غیردولتی
موسسات او کلتوری ټولنو له لاری
·
رسنی
او ژورنالیستان
·
متقابله همکاری له سعودی
عربو، چین ، امریکا CIA ، انگریزی MI6
سره
·
دریم
ګړی ملک لکه : افغانستان، نیپال، انګلستان، بنګلدیش، سریلانکا، ایران، ترکیه او
چین نه
·
په
افغانستان کی د مطابعو، ساختمانی او مشورتی شرکتونو لخوا، مخابراتی شرکتو کی د اتصالات ، ام تی ان او
روشن مخابراتی شرکتو له خپلو کار کوونکو لخوا، چین هووایی کمپنی لخوا، د انستا
تیلی کام او الفلاح او ځینی نور افغانی بانکونو لخوا ورته معلومات او اطلاعات
ټولول کیږی. همدا شان د پښتونخوا حزبونو او په افغانستان کی د افغانستان پښتو
غوښتوونکو له خوا او د ایرانی دانشګاه غوښتوونکو چی د پښتنو له اکثریت چی ویره
لری.
دیرو مالوماتو لپاره
http://en.wikipedia.org/wiki/Inter-Services_Intelligence دی سایت ورشی
یا هم د جنګ اشباح کتاب ولولی ، همدا شان ځینی نوری مرجع
هم شته چی په وروستو کی افغانستان ته چاپ شوی که تری آیات او احادیث وباسی نو
یواځی دا کفری تخریبی اداری ترهګر نظر به
پکی د هند او افغانستان په ضد ومومی.
ددی کفری اداری اساسی وظیفه په هند او افغانستان کی
انګلیس اهدافو ته خدمت او پاکستان خیالی مملکت حفاظت ده چی په افغانستان کی د
۸۳۰۰۰ کسان د امریکی په پیسو روزلی وو او اوس محال هماغه امریکایی مجاهدین د حکومت
مختلفه ارګانو کی دندی سر ته رسوی او د ملی امنیت اداره هم لا تری پاتی نده.
متاسفانه په اقغانستان کی مزدورو رسنیو او دالر خورو سیاستوالو او
مصنوعی د نظر خاوندانو تر حده زیات ورته تبلیغات او Brand سازی وکړه.
اوس مهال د پښتنو په شمول په شمالی تلواله کی اکثریت خلک د پاکستان منافعو
ته ژمن دی او په هره رسنی کی تاسو په وجی او بی له کومی وجی د پاکستان ترهګر ملک
خبر او نوم اوری او آن تر دی چی تجزیه ته
نژدی وو ، خو د انګریز په وساطت او حمایت او زمونږ د مزدورو سیاستوالو د پسیف
سیاست له مخی بیرته ورته ژور کمپاین وشو.
داکفری نظام او ترهګر ملک موخه یواځی د پښتنو او بلوڅو ختمول، تضعیف
او د رهبریت له منځه وړل دی همدا شان دا ناسور زخم چی له خپل اصلی پلار نه اوس
امریکا ته په میراث پاتی کله ناکله د امریکا یی او انګلیسی اهدافو په لاس ته
راوړوکی له فحاشی هم کار اخلی چی اوس مهال
یی خپله وزیر خارجه یوه ښځه تاکلی.
بله اداره چی د خاد (خدمات ادارات دولتی) په نامه یادیده او ISI وظیفه وه چی د امریکا او انگلیس استخباراتو
په مرسته یی له مينځه یوسی دی اداری ته مجاهدینو او طالبانو د حد نه زیات زیان
ورساوو او ۸۰ سلنه معلومات یی له مینځه لاړل او یا KGB ته انتقال شول او څه چی پاتی ول
هغه هم CIA, MI6, ISI ته د خپلی غلامی په نظرانه کی د
امریکایی مجاهدینواو ددین پتنګانو طالبانو لخوا په تحفه کی ورکړل شول.
ددی معلوماتو پر بڼسټ امریکا ، انګلیس او پاکستان د خپلو استخباراتی
کړیو په مت او هم هغه تازه معلومات چی په ۲۰۰۱ نه تر ۲۰۱۰ پوری لاس ته راوړل وتوانیدل
چی څه کم ۶۰۰۰ قومی مشران، مخور کسان، داکتران، انجینران ، د دین رښتنی علما په
قتل ورسوی، بندی یی کړی او یا یی هم تبعید ته مجبور کړی، دا لړی به دوام لری او
ترهغه به دوام لری چی په افغانستان کی څوک د سر جیګولو جراات ونکړی. کنه تروریزم
پر ضد نا مفهومه پلمه شتون به په نایتروجنی بمو کفایت ونکړی.
سوال دادی چی ولی د افغانستان د استخباراتو رییس په نښه شو؟
·
له یوی خوا ۱۷
میاشتی کیږی چی پاکستان راکت اوروی او دیورند رسمی کول غواړی
·
له بلی خوا
انګلیس او امریکا د افغانستان د منفعتو په ویش کی یو بل سره چنی وهی او کله کله هم
یو بل سفارت حملی کوی
·
له بلی خوا
افغانستان هند سره نژدی والی پاکستان د خپلو منافعو په خلاف بولی
·
چینایی کمپنیو د
امریکایانو د انتظار نه لری ځینی معدنو قراردادونه وګټل
·
له بلی خوا د تش
په نامه امریکایی کمیسیون چی سولی تر نامه یی دیورند کرښی رسمی کیدو پروسه پیل کړی
او له یو بی ادرسه دښمن سره سوله کوی هلی ځلی او پاکستان ته امتیاز ورکول او خپل
پخوانی د 1983 او 1997 کال دوستی تازه ، تجدید
او یوځل بیا پر افغانانو معامله وکړی.
·
همدا
شان د افغانستان د دری اړخیزه خبرو چی انګریزیی وساطت کوی .
·
بله
خوا امریکا سره د امنیتی تړون پر سر چنی وهل پیل شوی دی او کله ناکله د مایک
ګروسمن په شان د سی ای ا اجنټان غیر مسؤلانه او جاهلانه خبری کوی او افغانی لوری
ورته چوپ ناست وی او پاکستان د دیورند مسأله ځان ته حل شوی بولی.
·
یوه یا دوی ورځی
مخکی د انګریزانو هلک رحمان ملک اعلان کوی چی په افغانستان کی به پت عملیات ترسره
کوی او بله ورځ یی د افغانستان ترټولو ستر او کلیدی ارګان په نښه کیږی.
·
کرزی وایی دا په
ما پوری اړه نلری چی امریکا په افغانستان کی څه کوی ایران ، کی چی بی هم چوپ نه وی
ناست هغوی هم ۱۵ جمع ۲ حزبه روزلی دی.
·
کرزی ناتو او امریکا د افغانی بهران مسؤل ګنی چی دا
یو څرګند حقیقت ده چی ۶ کاله مخه باید اخبارو ته ایستل شوی وای او اوس کومه فایده
نلری ځکه ۶۰ سلنه خاوره کی د خپل حاکمیت او محبوبیت له لاسه ورکړی چی بیا هم همدوی
امریکایان او متحدین مسؤل دی.
دا ټول که سره یوځای کیدو معامله او د شطرنج لوبه نوره هم پسی سختیږی
او هغه داچی :
·
امریکا او
انګریزان پاکستان خپل اصلی استراتیژیک نوکر ګنی او افغانستان او تپل شوی حکومت یی
ریزرفی کاندید اوملګری. ځکه نو کرزی صایب یوه ورځ یو څه وایی او بله ورځ د خپل نا
اهله مشاورینو مشوره منی او ترهګرملک سره د استراتیژیکو همکاریو خبره مطرح کوی او
ملا یی نوره هم ورتړی
·
بله مسله هغه
تریخ واقعیت ده چی پښتانه باید ورته متوجه شی او د پاکستان غلامی ته د پای تکی
کیدی او د ځان ازادی واخلی چی ځما داخبره د کرښی هغه خوا د پښتونخوا حزبونه دی کنه
مونږ ته تاسو کی هم د دوست او دښمن فرق کول ګران ده یوه ورځ مو د افغانستان بیرق
جیګ کړی وی اوبله ورځ د پاکستان ازادی لمانځی او پاکستان همارا وطن هی ناری مو سر
ته کړی ، زما ستاسو په پښتونوالی هم شک شی تاسو نه خو بلوڅ هم ښه دی هغه هر پاکستانی ته د د ښمن په سترګه ګوری تاسو خو
هره ورځ پله بینی کوی. ځکه چی دلته هیڅ اردو ژبی نشی راتلی چی استخباراتی معلومات
ترلاسه کړی او نه هم کوم بل یو خو هر وقت مو یا د همدی ۱۵ حزبو چی پاکستان د
امریکی په پیسو د افغانستان د نظام د تخریب لپاره وروزل او یا یی هم ایران د
اسراییلو په پیسو ۱۵ نور حزبه راته وروزل، چی د روس هغه څو حزبه او اوسنی امریکایی
د Counter Part په مرسته جوړ شوی حزبونه هم پکی
راشامل کړم نو ، افغان بیچاره کشفی ارګان ته وظیفه نوره هم سختوی !
·
دلته ۴۷
مملکته شتون لری چی ۴۳ رسمی حزبه یی کړی
او لوبه یی نوره هم سخته کړی او افغان خوارکی ته یی د اساسی خدمت زمینه نوره هم
سخته کړی او د حقانی، طالب جان او نورو بین المللی قاچاقبرو په شمول تقریبا ۵۰ نه
تر ۶۰ پوری استخباراتی کړی دلته فعالیت لری ، ۴۷ مملکته ، امریکا او ناتو په چوکات
کی شتون لری چی هریو یو بل سره استخباراتی معلومات شریکوی.
·
ناتو او مخالف
پاکت یی هم لاس په زنه ندی ناست او ورځ په ورځ خپلو اهدافو ته دلته کار کوی
·
طالبان ، القائده او ملگری لکه امریکا ، پاکستان او انګلیس چی ورسره مالی
مرسته کوی او ماموریت د افغانی دولت تضعیف ده که چی د دوی له اوامرو اطاعت ونکړی
او هم له اوامرو سر غړونه وکړی.
·
دلته د هند استخبارات هم لاس په زنه ندی ناست او دایی په دماغ ښه
نه لګی چی افغانستان له پاکستان سره امنیتی او اقتصادی تړون وتړی او یو بل سره
حاکمیت په رسمیت وپیژنی لکه زما چی نه خوښیږی. زه د پاکستان حاکمیت د اتک پله نه
ها خوا بولم دا چی هند یی تر کومه بولی ماپوری اوس محال اړه نلری که د اتک پله نه
ها خوا کوم استراتیژیک تړون امضا کیږی ښه کار دی خو زه به د مرګ تر آخری سلګی هم د
بلوڅو له مبارزی حمایت کووم او داویده معامله ګر پښتون به ویښوم ترڅو د پردو غیږی
نه خپل پلرنی ټاټوبی سره یوځای شی او د انګریز د حرمونی غلامی ته د پای تکی کیدی.
اوس د ښاغلی اسد الله خالد په سر د شوی حملی اړخونه څیړم:
·
د پورتنی غټی
بازی او د افغانی دولت پسیف سیاست او پوچی دیموکراسی او امریکایی پالیسی سازانو هر
ډول ته ګدا دا خبره جوته کوی چی د کاسی لاندی نیم
کاسه شته! او داچی ښاغلی اسد الله خالد له خپلو کومو امکاناتو او کوم تیم په
درلودو دا خبره کړی وه چی ترهګری به یی په ځاله (پاکستان – اسلام آباد کی) ختموی
ځکه چی پیښور، کوته او وزیرستان خو افغانی
خاوره ده چی اوس پری انګریزی کفری قانون حکومت کوی. کیدای شی دا وخپلو امنتی
قهرمان بچیو ته مورال ورکول وو یا هم پاکستان، انګلیس ته اخطار. هرڅه چی وو خو
مونږ تراوسه پدی لاره دیرشهیدان ورکړی له داکتر صیب نجیب الله نه یی راواخله تر
داکتر عبدالله لغمانی چی په خپل وطن کی په خپل کلی کی یی ختم کړو او همدا شان و هغه نورو ټولو شهیدانو لکه زما پلار چی نومونه یی په
کاغذ اوقلم نه ځایږی او هره ورځ یی په سلګونو شهیدانو جنازی وخپلو کورنیو ته ورځی
او له فامیله سره یی یوازی څوک همدردی هم نه کوی او طالب جان سره یی د قتل فتوا هم شته. کیدای شی
دا یی یو اړخ وی.
·
بله مسله د دری
اړخیزو چنه وهلو او خپل فوقیت ښودلو او بل یو اړخ باندی یوغ ایښودل وی. همدا شان
کیدای شی د امریکا کرزی ته وروستی اخطار وی چی هلکه ځان اصلاح که او د غلامی سند
راسره امضا کنه او معدنونه دی مفت راکړه کنه زه دومره قدرت لرم چی ستا د
استخباراتو رییس په نښه کووم تا هم له مینځه وړم.
·
زما په اند دا
کار د انګلیسی استخباراتو ده چی د پاکستان په ملاتړ یی کړای او د دیورند کرښی د
امضا لپاره وروستی فشارونه دی
·
یو بل شک می په
ایران هم شی ځکه په یو قدمی کی د عمومی ریاست یی سفارت پروت دی او د خپلو مخفی
کمرو او استخباراتی کړیو په واسطه یی کیدای شی معلومات له حمله کوونکی سره شریک
کړی وی ترڅو هغه د متل په اساس چی غریب ته د سپو مده یوه ده خبره وی او اوس اوس یی
تازه خبری او فشارونه ورباندی د امریکا لخوا ورباندی راغلی دی.
·
کله کله هم په
دریم ګړی استخباراتو شک کیږی خو دامسله تیوری کی ښه ده ځکه هروقت د دوو متخاصمو
ګروپو په مینځ کی دریم ګروپ خپل پت کار وهی یعنی اوبه خړوپوی او کبان نیسی، چی دا
دیره سخته لوبه ده.
·
کله هم خپل
مینځی اختلافات سبب کیږی چی دیوی اداری یو
وګړی د شخصی اغراضو یا مادی اغراضو لپاره دی عمل ته لاس واچوی چی دا خبره ضعیفه ده
ولی له حقیقته لری نه ده.
هرڅه چه وی خو انګلیس، امریکا او پاکستان ددی لوبی ماستر پلانران دی
او هغه ۱۵ ګروپونه یی چی د افغانانو د تباهی لپاره جوړ کړی وو تطبیقوونکی دی.
اوس د قضیی یو بل اړخ څیړم :
·
افغانستان اوس مهال تقریبا ۴ لکه مسلح قواووی لری چی ۳۵۰۰۰ زره استخبارات ورسره که او
هم د امریکی CIA او FBI کارکوونکی چی په مختلفه شکلو
دلته فعالیت لری او همدا شان د امریکا او ناټو پوځ چی ورسره یوځای کی نو ټول تال تقریبا
۶ لکه مسلح قواووی او ۶ لکه هم کشفی او استخباراتی کړی د شرکتو، مؤسساتو، رسنیو،
حزبونو، ټولنو، دیپلوماتانو، مخابراتی او انترنیتی شبکو په شمول چی ام تی ان یی په
سر کی راځی او ټول تال اکثره کار کوونکی یی پاکستانی تذکری لری اتصالات او روشن
ورسره که که ورسره د چین هووایی شرکت او انستا دی اس ال ورسره یوځای کم نو شمیر یی
تقریبا ۱۳ لکه کسانو ته رسی چی دا لویه لوبه یی پیل کړی.
·
کله چی په
افغانستان کی خاد اداره د کی جی بی لاس و غورځیده او هغوی په مقابل کی ۸۵۰۰۰
پاکستانی الاصله امریکایی مجاهدینو په اصطلاح جهاد پیل کړو نو هغه وخت ټول
استخباراتی اسناد چی کی جی بی ته مهم ول وڅیزل شول او متباقی یی د شمالی تلوالی
لاس ته ورغله چی په اوله کی له CIA, ISI سره شریک کړو او کله چی
دوی په خپل مينځی جګړه کی د افغانستان نور اساسی تاسیسات له مینځه یووړل او تاریخی
شواهدی یی پاکستان او اروپا ته قاچاق کړو، ۵۰۰ طیاری او زرهاوو تانکونه یی پاکستان
ته قاچاق کړو او په نورو ملکو یی خرص کړو د دولتی دوایر حتی دبرق لینونه یی په
کباړو کی پاکستان ته وروبښل، نو یو بله ټوره دله یی د اسلام تر نامه راجیګه کړه او
نوم یی ورته طالب کیښودو او وروسته یی د خپل اساسی عربی استخباراتو جاسوس او د
اسلحو تجار نه یی په یو لوی ګیم کی هیرو
جوړ کړل او بین المللی پلان یی د ترهګری په ضد پیل کړ.
·
طالب جان هم له
یوی خوا د افغانستان کی پاتی تاریخی اسناد له مینځه یووړل، داکتر نجیب یی په هماغه ځی کی د پاکستان لپاره
وواژه چی د پښتونستان ناره یی کړی وه، له
بلی خوایی زمینه د اصلی بهانی وامریکا ته برابره کړه او بین المللی القایده د CIA ، MI6 او سعودی عرب استخباراتو
په مرسته یی خپل حرمونی ونازوه ترڅو هر مقاومت په افغانستان کی سرکوبه کړی
ساختارونه له مینځه یووسی او یو انفجار ته زمینه مساعده کړی او هماغه وو چی امریکا
بابا ته خلکو فرشته های نجات خطاب وکړه او ورځینی یی هرکلای وکړه او په خپل کور کی
ورته ځای ورکړل. او هماغه وخت وو چی بله لوبه پیل شوه او امریکی سره پتی لوبی بیا
له سره شوی او ځینو هم ددی لوبی قربانی شول لکه حاجی قدیر او ورور یی، اسماعیل خان
زوی ، جنرال داوود او حتی دکرزی خپل ورور...
·
پس له ۲۰۰۲
میلادی کال نه چی د افغانستان د طالبانو له چنګه خلاص شو او امریکا ومتحدین یو
سهامی شرکت جوړ کړو نو د افغانستان استخباراتو اداره هم له دی سهامی شرکت د تقسیم
نه بی بهری پاتی نشوه ، جمعیت اسلامی، شوری نظار، او ځینی پخوانی د حزب وطن غړو چی
امریکا یی اهدافو ته ژمن کسان یی په راس کی ول ددی اداری کنترول او مشری په غاړه
واغیسته خو ځینی کلیدی پوستونه د CIA, MI6 , ISI
له اجنتانو لخوا مشبوع شوی وه او دهغوی هدف یواخی هغه اهداف له
مینځه وړل وو چی د پاکستان ، امریکا او انګلیس اهدافو په مقابل کی په راتلونکی خند
واقع کیدای شول او ټور لیستونه ، سپین لستونه ، ترهګر تاپه ومهر خو دوی سره ول او
ورسره یوځای که ددوی مزدوری رسنی چی له افغانی خاینینو نه یی بیرته قهرمانان جوړ
کړل. دا اداره له طالب او مجاهد جاهلانو د ښمن لاس ته وغورځیده آن تر پاسپورت
ریاست پوری هم په DI کی ددوی یو استخباراتی نماینده موجود وو او ده
چی په داسی حال کی د استراتیژی ریاست، تګ ریاست، استخدام ریاست، مرکز
تعلیمی او ځینی نورو ادارو کنترول یی په مستقیم یا د ترهګری پرضد د جنګ په بهانی
په لاس کی ونیو.
·
په داسی حال کی
چی دا اداره د میلیونو پیسو په راتلو هم لاتراوسه ضعیفه ساتل شوی، او نه یی پریږدی
چی خپل سیستمونه بیرته احیا کړی، نوی فکری
افغانستان ته ژمنی قووی جذبی کړی او قصدا معیوبه ساتل شوی چی صرف او صرف د
څو ریزرفی او اصلی اجنتانو د ساتلو وظیفه یی ورته ورکړی. همدا شان ۱۰ کاله کیږی تر
اوسه یی ورته دوست او دښمن نه دی تعریف کړی، ترهګری مشخص تعریف ندی ورښودلی، جاسوس
او خایین یی ندی ورپیژندی، ملی ګټی فقط نوم واضح ده خو تراوسه هرڅوک خپلی شخصی ګټی
ملی بولی. په داسی حال کی داداری ته په اواخرو کی د ۲۰۰۹ نه وروسته ځینی پخوانی
کارمندان راوغوښتل شول چی کار له کار اووښتای وو او امریکا تقریبا خپلو موځوته
رسیدلی وه او پاکستان او انګلیس یی نژدی کړی وو. دداسی یو اداری چی غاښ یی ای اس
ای، سی ای ا، MI6 او اعرابو
استخباراتو کتلی وو اود داسی اداری چی ټول کادر وپرسونل معلومات یی د کابل
بانک لخوا و امریکایی و انګلیسی کړیو ته نشر شول او د داسی یو اداری چی ټولی
تیلیفونی شمیرو لست یی ای اس ای ته ورسیدو بیرته احیا کوول ۲۰۰۹ نه ستونزمن کار
وو.
·
البته یوه خبره
باید واضح کړم چی پدی اداره کی هغومره پاک کسان هم کار کوی چی شل کاله یی د خدمت
نه وتلی تراوسه یی یو کور ندی پیداکړی ، خو متاسفانه په همدی شل کالو کی د وقت
جاسوسو کړیو د اړیکو په واسطه خپل اشخاص په کلیدی ځایو کی ځای په ځای کړل چی باید
تصفیه شی تاسو باید ددی اخرولس کالو
تقررونو ته وګوری. زما هدف هغه کس ندی چی د ژمی په یخه شپه کی پهره کوی، دښمن سره
هره شیبه په جنګ وی اوس هم چی کله دښمن ونیسی او افغانستان ته کاروکړی نو بله ورځ
یی د تبدیلی امر صادر شوی وی، یا د حسودانو او په چوکی مینو له خوا یا هم د خپل
موقف د ساتلو لپاره ، یا هم کله ناکله د نورو اهدافولپاره
o
اوس سوال مينځ
ته راضی چی ولی د دی اداری رییس په نښه شو؟
o
آیا افغانی
امنیتی اداره او کشفی ارګانونه دومره ضعیفه دی؟
o
آیا طالبان او
استخبارات یی دومره قوی دی چی د عمومی رییس د ځای او وقت معلومات ورته رسیږی ؟
o
آیا د سولی
پیغام عمومی رییس ته په لاس ورکول کیږی هغه هم له دفتر نه لری او په غیر رسمی ځای
کی؟
o
ایا مخکی ذکر
شوی ۱۳ لکه کشفی، استخباراتی او پوځی استخباراتو لدی حملی نه بیخبر ول؟
o
آیا امریکا او
متحدین یی له دی اداری سره همکاری اوهماهنګی نلری ؟
o
اوس متاسفانه بل
سوال مینځ ته کووم : آیا پدی اداره کی په راس کی داسی کسان شته چی عمومی رییس د ځی معلومات یی دښمن سره شریک کړل او دښمن یی
تر تایمنی راورسوو؟
o
او په زرهاوو
نور سوالونه چی باید کرزی صیب ورته ځواب ووایی خو زه یی نشم مطرح کولای!
دا چی ولی ښاغلی اسد الله خالد په نښه شو، لدی نه هدف څه دی او بلاخره
ولی باید بهر ته د تداوی لپاره واستول شی
او ایا دا بهر به امریکاو لند وی! دا سوالونه دی چی وقت به یی ځواب راکړی.
·
آیا افغان امنیت
اداره او کشفی اداره ضعیفه ده؟
هو!
په تجهیز، لوژستیک او پولی منابعو کی تر ټولو ضعیفه اداره ده زمونږ د
امنیتی مامور معاش ۱۶۰۰۰ افغانی ده، کور نلری، ژوند په خطر کی ده، معلومات یی هر
وقت د سیاستوالو لخوا په تیره په اخرو شل کالو کی ټولی دنیا ته ورسیدل، ځینی یی هم
په کور ناسته مجبور شوی، ځینو د فعالیت مخه په خپله دولت نیسی ، اوس په وطن کی دوه
تابعیته او د نورو د اهدافو دفاع په تیره د امریکا او د انګریز د ناخلفه اولاد د
منافعو دفاع مود شوی چی څلور واړه قووایی خپله دنده بولی. یوه ورځ طالب د کرزی
ورور او بله ورځ یی دښمن، یوه ورځ امریکا زمونږ استراتیژیک ملګری بله ورځ مو
اشغالګر، همسایه ګانو سره ښه روابط له دیپلوماسی نه یی اردو، پوځ او امنیت ته هم
راوړلی ده او دا ترټولو غټ خیانت ده. هرپوځ، امنیتی کس او پولیس د بل ملک دښمن وی خو
کرزی صایب خپل امنیتی ارګانونه د امریکی او ای اس ای د خوشحالی لپاره دوستی ته
مجبور کړی او که څوک وغواړی اقدام وکړی نو استعفا دی وکړی. پداسی حال کی چی منطقی
استخباراتو ته په ملیون هاوو دالر له اعرابو، امریکی، اسراییلو او انګریزانو لخوا
رازی او دهند اوافغانستان په ضد یی کاروی، امریکی استخباراتو معاش ۱۹۰۰۰۰ دالره په
کال کی ده چی د صحت، کور، موتر او نور امنیتی مسایلو غم یی وخته خوړل شوی ده.
د افغانستان د استخباراتو عمر ۳۰ دقیقی ده پس له دیرشو دقیقو خپل کارت
درته ښکاروی خو د نورو ممالکو په تیره د انګلیس استخباراتو عمر ۵۰ کاله او سل کاله
ده چی دافرق خپله ژور ضعف راښیی. او ددی ضعف اصلی علت دملی منافعو او دوست ودښمن
نه تعریف ده: په غیر رسمی شکل ،خلک، خپل اصلی او تاریخی دښمن پیژنی خو کرزی صیب د
ټولو خلکو منفعت د خپلو اهدافو قربانی کوی. چی دا هم بل لامل ده چی دښمن وتوانید د
ملی امنیت مشر خپل هدف وتاکی.
په نوره نړی کی ملی امنیت ته ترټولو غښتلی هدفمند کسان چی په ملی
منافعو خبر، په بهرنی سیاست پوه کسان وی نیول کیږی خو دلته له مجبوریته خلک ملی
امنیت سره یوځای کیږی چی یا خپل غیرمشروع کاروته
د دستګیری په وقت مشروع بنه ورکی یا هم بل کاریی نه وی نو دلته یوځای شی چی
دا ترټولو بده لوبه ده.
داچی ولی دا اداره بیرته احیا نشوه او یا امریکا نه غواړی احیا شی، خلک دی پر دی حقیقت پوه شی چی ددی اداری احیا
او بیرته په ځپو درول ستاسو کارده زما غوندی اشخاصو لپاره هیڅ یو ملی امنیتی اداره
پکار نده چی څرګند ادرس ولری باید د سړک د سرجوالی نه تر رییس جمهوره ټول ملی
امنیت ته کاروکړی چی دداسی اداری جوړول د هر افغان دنده ده، نو بیا هغه وخت می سل
ها اسدالله خالده له دی اداری قربان وی خو اوس محال همدا یو باید د زرهاوو نو د
سرپه قیمت وساتو! که په رښتا هم افغانان یاست، که ۵ زره کلن تاریخ لری ، که متجاوز
اشغالګر ته مو ماته ورکړی ، که مو د ملالی او نازو انا پی ربدلی او غواړی د ناهید
او اوسنی ملالی یوسفزی انتقام واخلی ، او خپل د کوه نور الماس بیرته د افغانستان
موزیم ته راوړی او د انګریز حرمونی نه خپله خاوره او د قام آزادی بیرته اخلی نو په
دی ارګان په رهبری حمله (ماته مهمه نده چی جاسوس وی که نه وی) ستاسو په ناموس حمله
ده، ستاسو په فکر او افغانی هویت حمله ده، ستاسو په ساتوونکو حمله ده. ستاسو وظیفه
ده چی دا ارګان کی خپل اصیل بچی ځای پرځای کړی، اصلاح یی کړی، تقویت یی کړی، تجهیز
یی کړی او که یی مشرتابه له مینځه یو سی یا یی د تخریب په لار ګامونه پورته کوی نو
تاسو افغانان نه یی بلکه د بهرنیو جاسوسان یاست. او زه خپلو امنیتی ارګان باتورو
ځوانانو ته دا پیغام ورکووم پرتاسو حمله پر مونږ حمله ده درسره ولاړ یو او پاکستان
او اجنتانو سره به یی جنګیږو دانورچی په پلمه راننوتی دا به هم باسو خو په کراره
ځکه ددوی مذهب پیسی دی کله چی ختمی شوی دوی ختم دی!. فقط استراتيژی، کادروپرنوسل،
مرکز یی تعلیمی ته یی د سرپه قیمت مه پریږدی. او کوشش وکړی راتلوونکی انتخاباتو کی
ددوی اصلی اوریزرفی کاندیدان تضعیفه کړی او پری یی نږدی چی قدرت ترلاسه کړی، ددوی
په پیسو ډیرو جواسیسو پانګونه کړیده او دیری پیسی او کورونه یی لاسته رواړلی دی ددی
سرمایه بهرته لیږلو ته یی مه پریږدی او هم په هر هغه موسسه او شرکت کی چی دوی یی
حمایه کوی خپل کسان وګماری.
نه!
نه دا ارګان اوس هم د منطقی او سیمی په کچه د نشته امکاناتو په لرو
بیا هم ښه مورال لری، دښمن سره جنګیږی خو لاس یی کرزی تیم او امنیت شوری تړلی او
هم مخکی دلایل ناتو او امریکا موجودیت او د واضح سیاست نشتون تړلی ده چی ددی حملی
طراحی د لویی لوبی یو جز ده او د امریکا یا انګلیس او یایی د ناخلفه ترهګر حرمونی
زوی پاکستان کارده.دا چی ولی په کابل او د امنیت په رییس بیرته ورګرزو ددی اداری
امنیتی او مشرتابه جوړښت ته چی هماغه ۱۵ حزبه چی پاکستان ته وفاداری او متحدی پاتی
شوی دی پکی د وایرس په شکل ځای نیولی ده او په داسی یو حساس تاریخی موقعیت ګی
دداسی حملی طراحی او سازماندهی دا لوی او نه بښوونکی خیانت ده چی عاملین باید
مستقیما اعدام شی.
ټولی کشفی وسیلی دی وکارول شی ترڅو یی عمق او انګیزه معلومه شی. رسنی،
تیلیفون، تګ، انترنیت، فکس، پست باکس، قاصد او منبع د تمویل، تجهیز او لوژستیک او انتقال.
زه د هغه شخص چی په بګرام هوایی اده کی ناست دی او د تیلیفون شمیری له
لاری دا د طالبانو عمل بولی په کلکه ردوم ، خو که د دولت مخالفو ډلو په تیره
طالبانو دا عمل کړی وی په داسی یو حالت کی ډیر نه بښوونکی جرم مو کړی او تاسو
کولای شو چی دا عمل په ربانی کهر چی دیورند یی حل شوی مسله ګنله یایی هم په هغه
نانی هلک رحمان ملک کړای وو چی افغانستان کی یی د بربنده لاس وهلو غږ کړای ده او
که تاسو په ریښتنی ددی خاوری بچیان یاست ۱۶ میاشتی کیږی پاکستانی حرمونی له افغانی
خاوری په افغانی خاوری راکتونه غورځوی خو تاسو یوځلی هم دا عمل ونغانده او نه مو
کوم عکس العمل وښووده همدا شان د مارک ګروسمن اظهاراتو ته هم چوپه خوله ناست وی؟
o
آیا طالبان او
استخبارات یی دومره قوی دی چی د عمومی رییس د ځای او وقت معلومات ورته رسیږی ؟
بیشکه چی نه خو که فرضیه او بعد یی امریکا او انګلیس او استراتیژیکه
غلام زوی یی شی نو بیا کیدی شی چی په تورو موټورو کی د افغانستان د ملی امنیت تر
مقره رارسیدلی وی لکه څرنګه چی ملی دفاع وزارت ته ورسیدو او یا هم نورو ځایوته.
ګیدای شی دا Road Map ورته د ستلایت تصویرو له مخی ورکړل
شوی وی چی ترټولو موثر تعقیب ده او ....خو دا چی ولی طالبان تر دی حده قوی شوی چی
په یو وقت کی یی ، لغمان، ننګرهار، کنړونه، لوی پکتیا او شمالی ولایتونو کی جنګ
پیل کړی ، مالی امکانات له کومه کوی؟ خو له کومو معلوماتو چی زه یی لرم زما په کړی
کی آن هغه طالب او ملا چی ددی طالبانو په دوره کی قدرت ورسره وو خو اوس هغه هم کلی
ته نشی ورتلای؟
زما په اند دا استخباراتی جګړی
ته باید نړی پای ورکړی او په تیره مونږ باید پاکستان سره نوره مستقیمه جګړه
او یا هم سوله وکړو خو له اټومی بم نه یی یواځی کفر داریږی نه زما په شان عقیدتی
مسلمانان چی داسی کفری ملک او نظام سره یی جګړه جهاد بولی.
o
آیا د سولی
پیغام عمومی رییس ته په لاس ورکول کیږی هغه هم له دفتر نه لری او په غیر رسمی ځای
کی؟
سولی پیغام کی ولی بم راځی؟
ولی نړیوال نه غواړی چی افغانستان کی سوله راشی؟
ولی مونږ په خپله دا پروسه افغانی کوو نه؟
دا جنګ به ترکومه دوام لری پر میلیونو افغانان او په زرهاوو مشران خو
مو ختم شول او هغه هم عبث که پاکستان سره په مستقیم جنګ ختم وای اوس به می پری
افتخار کاووه!
زما په اند سوله دریم ګړی معتمد او بیطرفه شخص راوړی نه په قدرت کی
شریک او د امریکا نه ۵ میلیونه بودیجی اغیستوونکی
سوله د څه لپاره ، د چا په
مینځ کی ؟ د چا لخوا؟ طرف څوګ ده ؟ ولی پاکستان نه افغانی سوله کی قهرمان جوړیږی ،
آیا مونږ اوس هم له انګلیس سره جنګیږو؟ ځکه پاکستان په خوب کی هم له پښتونه
داریږی!
o
ایا مخکی ذکر
شوی ۱۳ لکه کشفی، استخباراتی او پوځی استخباراتو لدی حملی نه بیخبر ول؟
ایا دا دومره کشفی او استخباراتی اداری له دی حملی بیخبری وی، ایا
مونږ په ای اس ا کی چی دین او مذهب یی
یواځی پیسی دی خپل کسان نلرو ! ایا ولی مو کشفی اداری ضعیفه برخورد وکړو؟ که بله
کومه لوبه روانه ده!
o
آیا امریکا او
متحدین یی له دی اداری سره همکاری اوهماهنګی نلری ؟
دا عجیب وغریب سوال ده چی ځواب خطرناکه ده تاسو پری فکر وکړی.
o
اوس متاسفانه بل
سوال مینځ ته کووم : آیا پدی اداره کی په راس کی داسی کسان شته چی عمومی رییس د ځی معلومات یی دښمن سره شریک کړل او دښمن یی
تر تایمنی راورسوو؟
اوس نو ورته ټینګ شه که دا مسأله افغانی جاهلی د احزابو او
اشخاصو رقابت وی لکه داکتر عبدالله لغمانی یی چی شهید کړ یا جاسوسی بڼه ولری چی زما باور پری
نه کیږی خو د پورتنیو قرایینو په نظر کی لرو او څه ناڅه د هغه تاریخی پړاوونو چی
ښاغلی اسدالله خالد ورځینی دی مهمی چوکی ته رسیدلی په نظر کی نیولو سره بعیده نه
ښکاری. خو لویه استخباراتی لوبه ده چی
امریکا شروع کړی او غواړی افغانستان او پاکستان یو بل سره وجنګو چی بیا یی هم
موقعیت افغانی او په خاصه پښتنی خاوره ده چی کونړ، پکتیا، پیښور، کوټه، وزیرستان
او مردان وی ، ځکه پاکستان خاوره خو اسلام اباد ده نه دا دوه لر اوبر برخی چی بیا
هم د په لویه کی انګلیس او امریکا او ناخلفه اولاد یی کامیاب ده چی افغانی
سیاستوال دی خبری ته پوه شی، زه نه له پاکستان ۱۰۰۰ طیارو ډاریږم ، نه له اټوم ځکه
له شوروی او امریکا به قوی نه وی ، مونږ دا ډواړه دلته په ګوندو کړه او انګلیس خو
لا په دریو جګړو کی افغانی ضرب شصت لیدلی نو پاکستان چی ده. زه آماده یم چی
پاکستان سره په افغانی سرحد کی چی د اتک پل ده او د اباسین رود وجنګیږم او یا هم
سوله وکړم خو د دیورند کرښی شا او خوا زما قام یعنی پښتون او بلوڅ مری چی په لویه
کی ډیر خطرناکه لوبه ده او په همد ی لوبه کی اسدالله خالد او کرزی چی یو وړوکی
پښتنی رګ لری شامل دی او مجبور دی او بی ځایه مقاوومت کوی ځکه لس کاله تاسو نه
سیستم جوړ کړو او نه اردو او نه هوایی ځواک نه د اوبو بندونه او نه کوم نوی
پوهنتون ، او نه هم بل یو استراتیژیکه اقدام مو وکړه.
ځکه ۱۲ میاشتی د مخه ما چی کومه طرحه دولت ته وړاندی کړه چا ISI کړمه او چا راته د کی جی بی خطاب وکړو
خو دوی داهم په ډیره بی شرمی وویلی چی غرب نه غواړی مونږ شرقی سیستم جوړ کړو ! چی
هغه وخت زه مجبوره شوم چی باید له ارگانه رسما بخښنه وغواړم ، او آن تر دی چی
توهین، تحقیر او د وهلو او بندی کولو ګواښ هم راته وشو!
یوځل بیا زه په همدی ارګان غږ کووم چی هیڅ یو خارجی ملک مو پدرد نه
خوری او نه مو څوک تاسی په پښو دروی او نه پریږدی خپل ځای د نړی استخباراتو په
قطار کی پیدا کړی، همدا نن تصمیم ونیسی ، نوی سیستم جوړکړی د دښمن دښمن زمونږ دوست
ده له هند او ځینی نورو استخباراتی کړیو کمک واخلی CIA, MI6 سره مستقیما معامله وکوی اویا FBI سره لاس یو کی یا خو هم بیرته زوړ
دوست ته لاس واچوی خو دا اداره بیرته احیا کړی، لا تر اوسه هم ځینی کسان شته چی
ددی وطن لپاره د هریو اشغالګر په مقابل کی د ځان، مال او حتی هر څه نه تیریږی. که
مو لاس په حاکمه اداره کی تړلی وی زیر زمینی استخبارات جوړکړی. چی نه یی نوم معلوم
وی نه یی کس او نه یی نشان. خو افغانستان او د هغه قلمرو یی له آمو تر اباسینه او هند بحر پوری هدف وی.
د هغی ورځی په تمه چی د لراوبر افغانانو د پښتنو او بلوڅو ريښتنی قیام
د انګریزانو ناخلفه اولاد په مقابل کی په خپلو سترګو وویینم او هر جاسوس مو ختم
کړی وی یا نو نور داسی ورانی خولی جراات ونکړی افغانستان او ارګانو ته یی په سپکه
وګوری او که هره ډله ده طالب یا حکومت دا ارګان خپل ملی غرور او هویت وګنی او
ورځینی د سر په قیمت دفاع وکړی. سیاست کوی ،قدرت لاس ته راوړی خو نظام له مینځه
وړی او اداری مه ورانوی. (والصلح خیر) نور له دی زیات نشم غږیدلای
په درناوی
هرافغان چی هر چیری اوسیږی او په هره مفکوره
وی دوست یم
لر اوبر افغان خاوره کی تل پاتی امن په هیله
–- سر لوړی اباد افغانستان د آمو نه تر
بحر هنده او اباسینه پوری