د پکتيکا ولايت يوولس تنه بنديان د بګرام له زندان څخه خوشي شول

 د پکتيکا ولايت يوولس تنه بنديان د بګرام له زندان څخه راخوشي او د يو لړ مراسمو پرمهال خپلو کورنيو ته وسپارل شول، ددې ولايت والي محب الله صمیم له يادو کسانو وغوښتل چې د سولې او امن په راوستلو کې هلې ځلې ترسره کړي
 د پکتيکا ولايت يوولس تنه هغه بنديان، چې د تيرو څو کلونو راهيسې د پروان ولايت د بګرام په زندان کې بنديان ول، د يو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې ازاد او خپلو کورنيو ته وسپارل شول
يادو مراسمو ته د پکتيکا والي محب الله صمیم وويل، چې دا مهال د ولسمشر په امر او د سولې عالي شورا په هڅو د زندانيانو دوسيې په ډيرې چټکۍ سره څېړل کيږي او تر دې مهاله سلګونه بنديان له زندان څخه خوشي شوي دي، نوموړي له ټولو ګډونوالو غوښتنه وکړه چې د سولې او امن په راوستلو کې نه ستړي کيدونکي هلې ځلې ترسره کړي.
د نظامي پوليسو لويې قومندانۍ مرستيال تورن جنرال مرجان شجاع وويل، له هغه وخته چې د بګرام زندان چارې افغان دولت ته سپارلې شوي له څلور زرو زندانيانو څخه د اتو سوو دوسيې بشپړې شوي او ازاد شوي دي.
ددې ولايت د سولې شورا مرستيال حاجي ابراهيم وايي، دوی هڅه کوي تر څو له بګرام زندان څخه نور هغه بنديان هم راخوشي کړي، کومو چې د بند موده يې بشپړه کړېده
قومي مشر حاجي مومن خان د نورو په استازيتوب له دولت څخه مننه وکړه او د هر ډول ملاتړ ژمنه يې وکړه، نوموړي په هېواد کې د شتو ستونزو او ناخوالو لوي لامل د بهرنيو هېوادونو لاس وهنې وبللې
د يادونې وړ ده په دې وروستيو کې افغان ولسمشر حامد کرزي له نړيوالو ځواکونو او افغان پوځيانو په جديت غوښتنه کړي، ترڅوهغه بنديان ژر خوشي کړي، د کومو بنديانو د  جرمونو په اړه چې کره شواهد نه لري