دا دی نن بيا د لسګونو معصومو ښځو ، ماشومانو ، ځوانانو او سپين ږيرو د وحشيانه وژنو او ټول وژنو نندارې ته ناست يو . نن به دا غم وژاړو ، سبا به ګورو چې بيا د چا غم وژاړو ؟ هسې هم ژړا زموږ ورځنی عادت ګرځېدلی . د معصومو انسانانو وژنه اوس د ناټو لپاره هم اعتياد ګرځېدلی ، که څه هم هرځلې ژمنه کوي ، چې نور به يې نه وژني ، خو په سبا يې بيا دوه چنده ووژني . په هلمند او کونړکې تر سلو زيات ، په خپلو وينو کې لت پت شهيدان او په سلګونو ويرجنې او بې کوره کورنۍ ، موږ ته د ناټو د يوې ورځې ډالۍ ده . او په دې وير کې ټول ژاړو ، هم وير جن ژاړي ، هم موږ ژاړو ، هم کرزی ژاړي ا و هم ناټو ژاړي .
هو!
هم مې ووژني پخپله هم په ما باندې ژړا کا
څه ښه ياردی ښه يې مينه وژل هسې شيون هسې
وايي ، ځای هغه سوځي چې اور پرې بليږي . موږ خو پدې خوشاله يو ، چې غم په نغري پورې ښه دی اوهرځل دعا کوو چې خدايه له خپله غمه مو وساتې ، ځکه چې دا غم خپل نه ګڼو . کرزی پدې خوشاله دی چې لا هم پاچا ياديږي او د پارسي هغه متل رايادوي ، چې پهلوان زنده خوش است ، او که زړه يې ډېر دردوکړي نو وايي ، چې بالا نوره زغم نه شو کولی! خو دا چې زغم څه ته وايي ، يوازې همده زده .
ناټو خو په ښکاره وايي ، چې زموږ په اوسنۍ کړنلاره کې غلطي نشته او د بدلون اړتيا يې هم نه ليدل کيږي . مانا دا چې اوس ناټو، امريکا او انګرېزان د روسانو په څېر دې نتيجې ته رسېدلي ، چې پښتانه بايد د ځمکې له کرې څخه ورک شي ، ځکه يو خو يې د تپوس سړی نشته ، بل داچې د ډانګ او پړانګ تر منځ داسې راګير دي ، چې يوې خوا ته هم نه شي تللی . درېيم ، په داسې مرض اخته شوي ، چې دوه کسان يې هم نه شي کولای په يوه لار ولاړ شي ، او څه ښه يې ويلي ، چې :
پښتانه واړه ناپوه دي يو په بل کاندي غورزی
چې يوسرکاندي راپورته بل يې ووهي مغزی
نو د دوی په اند پښتون يوداسې مباح الدم ولس دی ، چې په ځمکه سيوری او په اسمان ستوری نه لري .
که څه هم زه پوهېږم ، چې کرزي به د پاچاهۍ په لومړۍ ورځ ژمنه کړې وي ، چې که هېڅ کار نه کوي خو يو کار به خامخا کوي او هغه زغمل دي . هو ! توپکيان به زغمي ، جنګسالاران به زغمي ، تنظيمي استادان او پروفيسران به زغمي ، د پوډرو قاچاقبران به زغمي ، رشوت خواره او فساديان به زغمي او هره ورځ به د خپل ! بې ګناه ولس بمباران زغمي .
خو بيا هم يوه پوښتنه کوم ، چې تا د ميرويس کېدو او احمد شاه کېدو خوب ليدلی و او که د ... ؟ هغه خو هم آخر زغم د لاسه ورکړ او د انګرېزانو پر سر يې چيغه کړه ، خو نه پوهېږم ، چې ستا د زغم کاسه به کله ډکيږي ؟ او که تر پايه به همدا خبره روانه وي ، چې « پهلوان زنده خوش است ! » .
وروستي