د امريکايي سرتېرو د ځانوژنې ډېرښت او لاملونه

د (Nation Public Radio) د راپور پر بنسټ په 2012 کال کې په افغانستان کې 309 امريکايي سرتېري په جګړه کې وژل شوي دي، حال دا چې يوازې 321 سرتېرو بيا ځانونه په خپله وژلي دي . دغه شمېره هر ګوره بشپړه ګڼل کېدای نه شي ځکه چې يو خوا امريکا تل د خپلو سرتېرو سرزيان پټوي او بلخوا هغه سرتېري چې د امريکا د دفاع وزارت په چوکاټ کې په رسمي توګه دنده نه تر سره کوي، د مرګ په هکله يې راپور هم نه ورکوي . د پام وړ دا ده چې دغه سرتېري برحاله يا هغه کسان دي چې د دندې په وخت يې ځانونه وژلي دي، د هغو کسانو شمېر نه دی مالوم  چې نظامي خدمت پرېږدي او بيا وروسته ځانونه وژني.
 که څه هم چې د ځانوژن لاملونه يوازې او يوازې رواني ناروغۍ ګڼل  شوې دي، خو له سرتېرو سره په مرکه کې ښکارېږي چې دوی سربېره پر رواني ناروغۍ پر نورو هغوی هم اخته دي چې تل د ځان او مغزو له خوږ (درد) څخه شکايت کوي . د دې تر څنګه له ګڼو اقتصادي ستونزو سره هم لاس او ګرېوان دي .
 يو سرتېری (نوم يې نه دی ياد شوی) د ځانوژنې تيليفوني مخنيوي له دوتر سره په مرکه کې وايي چې دی \"له اردو څخه وتلی دی، اوس يې نه يوازې خپل کور له لاسه ورکړی دی، بلکې په خپله دنده هم ډارېږي چې له لاسه به يې ووځي .\"
دی زياتوي چې غواړي ځان ووژني تر څو د ژوند له بيمې څخه خپلو ماشومانو ته يو څه تر لاسه کړي .
د ځانوژنې د مخنيوي تيليفوني دوتر چې څلورويشت ساعت کار کوي، وايي چې له 2007 يې لا تراوسه پورې \"30000 سرتېرې له ځانوژنې څخه منع کړې دي\"،  خو دا مني چې سړی تل نه بريالی کېږي او ځينې هغوی ځان وژني . دا هم کره نه ده مالومه چې څومره سرتېرو به ځانونه وژلي وي چې دوی به ترې خبر شوي نه وي او نه هم په بشپړه توګه د هغو سرتېرو شمېر مالوم دی چې وروسته له دندې پرېښوولو يې ځانونه وژلي دي .
 د ځانوژنې د مخنيوي بېلابېل دوتر او پرسونل که  څه هم چې د اوبامه په بولنه (امر) سره دوه چنده شول، خو بيا هم بس نه دي ځکه چې د ځانوژنې د مخنيوي دوتر ليکي چې په سرتېرو کې ځانوژنې د ساري ناروغۍ په څېر خورا ځان ډېر خپور کړی دی چې بايد د مخنيوي لپاره يې ريښتيني ګامونه پورته شي .