
وسیم سجاد، کابل
ډیسمبر۲۰۱۲،۳۰
پتنګ چی له لېنين اغیزمن دی، لیده می چې ویاړ سره ناست وو او سر یی ورته ښوراوه.
لېنين صاحب مرحوم می ځکه یاد کړ چې کله هم وزیر داخله په نوي منصب فایز شو نو دا خبره به یی سخته په شد و مد کوله: وقتی کامیاب میشوید که دست پاک، مغز سرد و قلب ګرم داشته باشید!
دا د لېنين صاحب له مقولو څخه ده. نه پوهیږم چې زمونږ خلقیانو په دی منځني شور اندام!!! کی ولی ماته خوړلی وه. د خلقیانو لاسونه پاک وو. زړونه یی ګرم وو خو ماغزه یی ساړه نه وو! بس سړی به څه وایي پښتانه وو—نیم مني، نیم نه مني!!!
د وزیر په مقابل کی د پکتیکا والي صمیم هم له چوکی را مخکی شوی وو او د وزیر په خبرو کی یی چېلک اچوه.
بهیر ویاړ چې حکومت ورته میډالونه ور وټمبل ویل کیږي چې د اشرارو یوه شپږ کسیزه ډله یی حکومت ته تسلیم کړی.
اوږده او لنډه یی دا چې طالبانو ورسره د ګوړې لین غځولی او هغه(ویاړ) هم لکه چې له والي صمیم او امنیه قوماندان سره خبره شرعي کړی او هغوی یی هم په جریان کی اچولي.
ګوړی لین کی ویل کیږي ریباري تر ارجمند حقاني هم رسیدلی او د تخم وعده یی له ویاړ سره کړی.
کابلی جینکی چې درسره پیار، چاهت، انګریزي لو، عربي حُب درسره کوي نو در څخه پوښتي چې "تخم" لری؟
تخم د انګریزانو په اصطلاح چې والي صاحب به پری پوهیږيAcronym دی. اکرنیم د سر واژو!!! مجموعه ده چې د یوی کلیمی په توګه تلفظ کیږي او له ځان سره مانا هم لري لکه:
خاد: خدمات اطلاعات دولتی
اګسا: د افغانستان د ګټو ساتونکی اداره
ترتیب کی می که سهوه کړي، ببخشید!
تخم چې له "ت"،"خ" او "م" څخه جوړ شوی عبارت دي له: تحصیل، خانه او موتر!!!
زه د شنه عسکر ویاړ، والي صمیم، وزیر پتنګ او حقاني دی عشقي داستان ته سخت سوچ،فکر، تینکینګ، او.. وړی یم!
عسکر راضي کیږي چې طالب به نیسم. خبره کوي له والي سره! والي غونډه را غواړي او ویاړ ته وایي چې ادامه ورکړه!
اول دا چې که ملي عسکرو کی داسی انګیزه وي، داسی تربیه شوی وي چې اشرار، د هیواد دښمنان او پردي پالي پیژني نو له همدی ځایه ورته دوه لاسه سلام،سلوټ او نمشکار!!!
دویم باب دا چې والي څنګه دغه راز وساتلی شو؟ قوماندان امنیه څنګه راز افشا نه کړ؟ دلته بیخي نو لاره را څخه ورکه شي! والي او قوماندان امنیه چې دومره راز ساتلی شي نو ملک جوړ بوله!
دا به استثنا وي!هنننننننننن؟
دلته چې د والي او امنیه قوماندان ذهنونه په پیسو وهلو، پیسو ګټلو، توطییو جوړولو، یو بل خرابولو، د قوم په ذلیلولو الوده شوی دغه دوو نو له کومه داسی انقلابي کار وکړ؟!!!
یا به والي له خپلی برطرفی خبر شوی وي او یا به ورته چا سترګک وهلی وي! ورته ویل شوی به وي چې کسان پری ونیسه، بیا والي یی او دومره دی شولی!!!
توری لالا وهي، مړی عبدالله او که سر چپه یی!!! کار شنه عسکر ویاړ وکړ او میډالونه، ایوارډونه، Good Governance سرټیفکټ به والي صمیم په خپل میز کیږدي!!!
څومره چې د اشرارو د مشر حقاني خبره مطرح ده او زمونږ ننی باب ورسره تړلی دی، نو سړی به حیران شي چې دومره پیسی دوی له کومه کوي؟؟؟
دوی خو وایي چې چندی کوو؛څو مسلمان سوداګر مو ملاتړ کوي او...نو دا غیبي لاسونه له کومه را اوږدیږي چې په پاکستان کی یوه بنګله، دوه نیم ملیونه افغانی او...؟؟؟
کیدای شي خدای(ج) به ورته په چندو کی برکت اچوي او یا به یی تورخم-پیښور لار کی د تورو ډالرو لپاره کومه حل لار را ویستلی وي!!!
مطلب دا چې طالب برادري هم د خپلو کارونو د اجرا لپاره رشوت ورکوي!!! الراشي والمرتشي کلاهما فی النار!!!
خو کیدای شي بیا هم هماغه استدلال: د اسلام د سر لوړی لپاره، هره ناروا کول روا دي!!! کله چې بنسټ یی په ناروا ایښودل شوی وي نو فکر نه کوم چې بار رسد تا ثریا!!!
اوس را ځو وزیر داخله ښاغلي پتنګ ته! ویاړ ته خو یی میډال ورکړ! ویاړ هم د طالبانو د قوانینو مطابق له طالبانو سره جفا کړی! له اسلام سره یی جفا کړی! له قرآن سره یی جفا کړی نو مرګ یی روا!!!
اوس به له ویاړ څخه سر پریکیږي! د طالب-اسلام د سختو قوانینو مطابق به سزا ورکول کیږي—په موچي تار به حلالیږي!!! څه په کی وایاست چې ویاړ ګټه وکړه که تاوان؟!!! اوس به یی ښځه کونډه، زامن یتیمان او مولینا به یی جنازه هم نه کوي ځکه چې سړی خاین دی—او هغه هم خاین الدین!!!
نو مُخ المطلب اینکه: د خدای(ج) په کارونو، د بجلی په تارونو او د طالب په دښمنیو کی به لاس نه وهی! نه به د ویاړ خان په څیر له حکومت سره دومره پیار کوی او نه به له طالب سره دومره تریخیږی!
خو سړی څه ووایي عاشق کور میباشد، کر میباشد!!!
د میډال په اخیستلو سره، ویاړ خان د طالبانو په تور لیست کی لومړی مقام ګټلی او لری نه ده چې د جهنم کندی ته به ولیږل شي! له شداد،فرعون، داد الله،رباني او هامن سره به ډیر زر ملاقي شي!!!
حقاني به د ویاړ په مرګ له ای ایس ای او القاعدی پیسی واخلي او والي صمیم به یی له حکومته فنډ!!!ګټه د چا په نصیب شوله؟ توره چا وکړله؟؟؟
leekwal@yahoo.com