بی خونده خبری(۱۰۹): داسی تعلیم دی په بلا ولګي:

 

وسیم سجاد، کابل
ډیسمبر۲۰۱۲،۲۳
 دغه د تیری  جمعی په شپه په همیشه بهار ننګرهار کی وم. ننګرهار یی خو خلک نه پیژني. زیاتره ورته جلال اباد وایي!!! خو دغه زمونږ ادیبان یی لوی، لوی کوي خو نه پوهیږم د لوی په کی څه شی دي؟
د ماما د کور ګاونډی، مدیر هم د شپی مجلس لپاره راغلی وو. ماما می وویل چی خواږه سړی غټوي، مدیر چی ډنګر وو دری قابه فیرني یی نوش جان کړله. ښی ګپی یی کولی.
ویل یی یوه ورځ کوم روغتون ته روان وم. اجازه یی نه راکوله. ځکه چی ډانکنټرانو رونډ درلوده. د مدیر ملګري لکه پولیس ته ویلي وو چی کس د کامی ولسوال دی. په همدی سره پولیس سلام کړی وو او داخل ته د تګ اجازه یی ورکړی وه.
بله کیسه یی کوله. ویل یی چی کوم ملګري یی تفنګچی اخیستی وی. خو په لاره کی یی د پولیسو له تلاشی ویره درلودله. ده ورته ویلي وو چی راځه بابا!
مدیر ویل چی تفنګچی می په خپلی لمنی کی واچولی او څادر می پری را کش کړ. ښه په موشن کی کیناستلم. چشمی می ولګولی. کله چی د پولیسو لومړی تلاشي را ورسیدله. موټر ودریده. پولیس ته مو شیشه ښکته کړله. پولیس ته می په نرمه وویل: اوس نو د ولسوالانو موټر هم دروی؟ پولیس له وارخطایی سلوټ وکړ او تیر شولو.
همداسی نوره کیسی هم.
په ننګرهار کی یی د کانکور په اړه کیسه کوله. جمعه او شنبه لکه چی په لوی ننګرهار کی کانکور وو. د کانکور د کمیټی څخه سوالونه وتلي وو او تر فیسبوکه رسیدلي وو. د کابل د تحصیلاتو والا پری خبر شوي وو. هماغه وو چی نور سوالونه جوړ شوي وو او له کابل څخه د تحصیلاتو کوم لوړ پوړی هیت رانازل شوی وو. د ننګرهار پروفیسوران، پوهاندان، او...یی کونج ته کړي وو.
د کابل څخه راغلی ټیم د جمعی او شنبی په ورځی ازموینه له ۱۲:۰۰ څخه وروسته پیل کړی وه. ټوله ورځ ورته له لری پرتو ولسوالیو څخه راغلي محصلین لکه کوړکی چرګی ناست وو. هیله ده چی توهین نشي خو د شنبی په سهار ما پخپله محصلین ولیدل چی څنګه په چمنونو کی ناست وو. راغلی محصل چی د کرایی روپی نه لري، د غرمی ډوډی او کور ته ناوخت تګ او د طالب ډار پری یو وار نازل شوي وو.
بیا مدیر وویل چی ننګرهار د علم ټاټوبی دی. له همدی سره می مدیر ته خُلق په تنګ شو. ورته ومی ویل: مرګ په دی علم. مرګ پ....
مدیر چوپ شو. ما ویل چی د علم ټاټوبی څه مانا لري؟
ولایت له رادیو ګانو، تلویزونونو، اخبارونو، طنزیه مجلو، د پښتو ادب له پلرونو ډک دی خو دومره میړه په کی نه پیدا کیږي چی له دغه پوهنتون څخه لیدنه وکړي او د کانکور د ازموینی بهیر وګوري.
بریت خو ښه تاووي. د شعر او شعار ترمنځ خو ښه توپیرونه راوباسي خو چی د عمل وخت شي نو بیا یی ملا ماته وي—څه وخت به تاسو له دی چټیاتو راوځی؟!!!
له دی چی ننګرهار بی سواده وای، نو ښه به وو! برق نه لري؛ اوبه په کی نشته؛ یو نر روغتون نه لري! اوبه یی بی خرته لاندی روانی دي خو د خپل بند غم نشي خوړلی! خو بیا هم وایي چی ښه یو تعلیم لرو! تعلیم خو خلک ددی لپاره ترلاسه کوي چی خپل حقوق ترلاسه کړي، نو تاسو پری څه کوی؟!! له تاسو خو د بامیان خلک ښه دي؛ په تحصیلاتو کی له تاسو کم خو په ژبو کی اور!!!
د تورخم او جلال اباد دویم سرک کار ۷۰ سلنه خلاص شوی خو دوی یی په اړه نه لاریون کوي او نه هم غږ اوچتوي!!!
زه خو له دی تعلیم یافته وو څخه د د سرپُل شپانه ښه بولم چی د خپلو وزو او رمو لپاره یی د کلینیکونو غوښتنه کوله.


قرآن به په ګوانتنامو کی سوځیدلی وي خو د ننګرهار پوهنتون محصلین به د کابل-جلال اباد لویه لار وتړي وایی چی امریکی ته زور ښیو خو چی د خپلو حقوقو وخت شي؛ ددی لپاره چی کانکور کی ډیر سیټونه ترلاسه کړي نو بیا یی خولی چوپی؛غوږونه کاڼه او ملاوی ماتی وي!!!
د ننګرهار څخه ولسی جرګی ته راغلي کاندیدانو کی یی زیاتره هماغه د مقاومت د وخت غله دي! تاسو یی هم پیژنی او زه هم! فرید مومند یی دایمي غیر حاضر دی! حضرت علی یی هماغه پخوانی پاټکچي دی. د قدیر زامن خو هماغه دي چی د ریکشو والا یی تر شا دي! دوی د ریکشو د یونین مشري په غاړه لري! د مخدره موادو بده ماضي لري!
هغه بل یی چی د لویی جرګی لوی مشر دی اوس مهال ۲۰،۰۰۰جریبه ځمکه لري! ورور یی په یوی ناامنه ولسوالی کی ولسوال دی!
ښاروال یی یو بل کس د څو ساعتونو لپاره په تشناب کی بندی کړیدی! شاروال صاب د ورځی له هری ریړی څخه ۵۰ افغانی شخصي مالیه اخلي خو ښار له مرداری، بیروبار څخه نور ړنګیږي!!!
د زراعت رییس خپلو خپلوانو ته دولتي فارمونه په ۱۰ او ۲۰ منه غنمو اجاره ورکوي خو نورو خلکو ته یی په ۷۰ او ۱۰۰ منه حاصلاتو!
اخر ولی یی څوک پوښتنه نه کوي؟
ظهورالدین قاضي ډیوی ګیر کړ. ټوله نړی پری وغږیده! خو چا یی په اړه خوله چوله نه کړله!!! نه پوهیږم چی تعلیم په ننګرهار کی خلک بلک میل کړي که خلکو تعلیم بلک میل کړی؟
شیرزی ورباندی حاکم دی! له هغه پیله یی ډمتوب کاوه. همدی شاعرانو او فرهنګ پالو ورته مجلسونه جوړه ول خو دوی یی خلاف یوازی یو بل ته خبری کوي او د کوټو په کونجونو کی تری شکایت کوي!
ښه پوهیږي چی هغه څوک دی چی په کندهار کی یی څو کیلومیتره ځمکه پاکستان ته هدیه کړله؛ دلته په ننګرهار کی یی له فاروقي سره په جنراتورونو کی لاس یو کړیدی. خو کیدای شي دوی به مار چیچلي وي!!!
نوره هم بلا خبری شته! له ننګرهار څخه څنګه چی یی نوم لوی دی هغسی ورڅخه ملت هم لوی توقعات  لري! هیله ده چی دغه پوهان مو لږ په خپل ځان کی متره پیدا کړي!  نور نو لس کاله وشول، همدا چی وخت د بیداری دی نو باید ویښ شي کنه نو دغه کتابونه هسی په ..ره بار بولم!!!
له مدیر سره مجلس تر لسو واوخت! نور نو زما خوله هم وازه،وازه کیدله او مدیر هم نه ته! نه پوهیږم چی له ما سره یی مجلس د مزی وو او که زه ورته ښکلی ښکاره شوی وم!!!  زه لاړم تشناب ته او مدیر لاړ کور ته! تاسو هم لاړ شی!!!
leekwal@yahoo.com