
ډیسمبر۲۰۱۲،۲۲
یو مرید می را ته برښنا لیک را لیږلی وو او را ته لیکلي یی وو چی د ځینو نړیوالو مدیرانو او متشبثینو لکه فورډ، بیل ګیټس، سټیو جابز،جی کی رولینګ د ابتکاراتو په اړه ځینی معلومات ور ولیږم.
تر ننه پری چوپ پاتی یم. قلم ته می لاس نه کیده خو نن ماښام می هسی ماغزو کی هماغه برښنا لیک او موضوع یی تیریده را تیریده! ما ویل ځه پری ویی ټنګوه خو په دا بل پلو یی!!!
ډیر ځلی می د خپلی کورنی له مشرانو، له نورو خپلو خپلوانو او په ماحول کی له نورو یارانو می د بیلابیلو ابتکاري خو نه پوهیږم چی چالاکي یی وبولم که انګریزي Fraud(فراډ) کیسی اوریدلي چی ځینی مثالونه به یی د تاسو په مخ کی کیږدم:
لومړی: کوم افغان خارج ته تللی وو. بوټان ماشین رنګول. د دویم بوټ له اچولو سره دی باید څو ټنګی هم ماشین ته اچولی وای کنه بوټ یی نه درته پریښوده. افغان یو بوټ په یو ماشین کی او بل بوټ کوم بل ماشین کی رنګ کړی وو! مفت،مفت!!!
دویمه: د یخو څښاکونو په ډیسپنسرونو کی باید ټنګه واچوی ترڅو بوتل ترلاسه کړی. افغان ددی حل داسی را ویستلی وو چی ټنګه یی سوری کړی وه؛ تار یی په کی اچولی وو؛ ډیسپنسر ته به یی ټنګه ورننویستله، بوتل به یی واخیسته او بیرته به یی کش کړله!
درېیمه:وایي افغان سوداګر کله،کله په ماسکو کی چی ملابِس خرڅوي نو روسانو ته یی روغ ښيي او نور یی په خلتی او یا هم د البسی د خلتی دننه خپل کار کړی وي! روغ پتلون یی په دوو برخو پری کړی وي! روغ در ښيي، وران به وړی!
دا کیسی به ریښتیا وي او که درواغ خو د غریبو ملکونو خلک لکه پاکستانیان، افریقایان، هندوان او...په همدی حرامیتوبونو کی نوم لري!
خو اوس د افغان حکومت مخالفی ټلوالی هم ورته پيښی پیل کړیدي:
لومړی ابتکار: ځانمرګي رباني ته بم په لونګی کی ټومبلی وو. مولانا یی که مني او کنه خو اوس همدا خبره مشهوره ده!
اوس نو چی د پکتیا ځدراڼ، او منګل د کابل په دروازو کی ښکاره شي نو وار له مخه یی باید لونګی مبارکه چی سنت بلل کیږي باید ول،ول پرانیستلی وي او که پخپله یی پراننیزي نو بیا یی شین پولیس پری پرانیزي!!! لونګی او سنت ته توهین چا وکړ؟
دویم ابتکار: خر روان وو. پولیسو او بهرنیانو ورته لاره ورکړله چی ځه بی چاره راغی، ستړی به وي خو هغه ځانمرګی وکړ!!! اوس نو چی بهرنیان خر لری وګوري ولي یی! که په سرک یی ولیده نو بیا خو ورته لومړی درجه احضارات نیسي!!!
په دی سره افغان ادبیاتو هم وده وکړله. هغه دا چی یوه نوی اصطلاح ادبیاتو ته راغلله:\"خرمرګی\" په دی کار سره ځانمرګی = خرمرګی!!! شولو.
نو دغه کار چا وکړ؟د حیواناتو قاتلین څوک دي؟؟!!!
درېیم ابتکار: ماشومانو ځینی کلیمی زده کړی وی لکه هلو، فاین، تینک یو! خارجیانو به له لری پری د بیسکوټو احسان وکړ!!! ماشومانو به هم ورته ګوتی لکی کړلی چی مننه!!! خارجی په هلمند کی چیری ولاړ وو؛ ماشوم ورنږدی شو. له ورنږدی کیدو سره پټاو شو!!!
د ماشومانو ځورونکي څوک دي؟ اسلام ددوی په اړه څه وایي؟؟؟
څلورم ابتکار: انګریزانو ته یی مخکی له راتګه ویلي وو چی د افغانانو کلتور ته درناوی کوی. چادري اغوستل په دی دربدره هیواد کی د ښځو لپاره حتمی دي! برقه- پوشه په کونړ کی امریکایي ځواکونو ته نږدی شوله. هغوی به ورته لار پریښی وی خو دی پری ځان والوځاوه!!! ذبیح الله مجاهد یی نوم خدیجه واخیسته او د کوز کلي د خان ګل ملک لور یی معرفي کړله!!! نور نو چادري هم د غم کالي شول! چی په تړاو یی د ډیرانونو د وزارت (د کرهڼی، مالداری او ... وزارت) ویاند هندي ریمیکس سندره د خپل فیسبوک په سټیټس کی چی پښتانه ادیبان یی دیوال بولي وړاندی کړی وه:
بورقا نه اټهاوووووووو... برقی می رهنی دووووووو... برقا جو اټهـ ګیا تو واسکټ پهـټ جاییګااااااااا الله میرا توبا الله میرا توبا...
دا کار چا وکړ؟!!!
پنځم ابتکار: تلاشي روانه وه! یوی غواګی کی یو سړی څلور ښځی وی! پولیس چی ور وکتل، نو را کوز یی کړلی. د ښځو باډي او پښی له وردګ عبدالرحیمه غټی وی! پولیسان پری شکمن شول. چی لږ یی پری پلو پورته کړ. لاندی ښځی ببر مخ درلود! توره ږیره پرمخ او چرمو خت په تن!!! په دی کار سره ملی لباس هم د خندا شو او پښتون ځانمرګی هم!!! دا کار د چا وو؟
شپږم ابتکار: زما یو بل مرید په کونړ کی د کولټي اشرونس د انجینر په توګه دنده اخیستی وه. له طالبانو په لاره کی ډاریده. خپل ټول پروپوزلونه او اسناد به یی په مشکوت شریف کی وړل را وړل. ما ویل هلکه که اسناد په مشکوت کی یی ونیولی نو که نه دی وژني هم نه نو وبه دی وژني!!!
اووم ابتکار: خارجیانو او خپلو قرآن ته په درناوي کتل که څه هم د ګوانتنامو او بګرام په زندانونو کی ځینی سپکی پیښی وشولی خو هغه به غاړی ته کړو. افغان ځواکونو کومه داسی غواګی په خوشحال خان کی ونیوله چی په داسی موادو چی پوښ یی د قرآن د مصحف وو خو دننه یی له باروتو ډک کړی وو!!! بار وه!!! دا کار چا وکړ؟؟؟
اتم ابتکار:په پکتیا، کندهار،هلمند، زابل او نورو ولایتونو کی خلک تراویحو ته لاړل. د قرآن عظیم ختم روان وو. یو څوک راغی. باړونه یی د کلي په ملک وچلول. یو چا یی په سبا له کوم نا معلوم ځای د وژلو مسولیت واخیسته. تراویح په غم بدلی شوی.
په میمنی کی د اختر په ورځ بم چاود شو. په لسګونو کسان شهیدان شول. اختر په غم او لمونځ په بدبختی بدل شو. جومات چی اسلام یی د امن ځای بولي د ویری،ترهی په مرکز بدل شو. دا کار چا وکړ؟
نهم ابتکار:بخار دیګ له سری ډک وو. پول ته ایښودل شوی وو. د ملی اردو موټر چی کله تیریده. درز شو. اوس نو چی بخار له یو ځای څخه بل ځای ته وړی نو څو ځایه به تلاشي ورکوی. که حکومت لږه توجه ورته وکړي نو کیدای شي د بخار دیګ کاروونکو ته د لایسنس درلودل شرط کړي لکه څنګه چی یی په مصر کی حسنی مبارک ږیرورو ته د ږیری درلودلو پرمهال لایسنس درلودل حتمي کړي وو.
اوس د بخار دیګ لپاره یی یو بل بدیل هم پیدا کړ. هغه د غوړو زیړه بوشکه ده. کیدای شي چی له دی کار سره د بخار دیګ او زیړی بوشکی قیمت هم اوچت شي او د سری په څیر یی حکومت د اګاهی د خپرولو لپاره اعلانونه وکړي چی مه یی کاروی!!!
لسم ابتکار: د بدن په ممنوعه ځایونو کی بم ایښودل: ممنوعه ځایونو ته مسلمانان عورت وایي. بل چا ته یی ښودل او د بل چا په هغو باندی یی لاس وهل، مسلمان د ګناه مرتکب کیږي. خو دا ځل د ملی امنیت په لوی مشر پسی راغلی ځانمرګي پټاویدونکي مواد په خپلی همدی شرمګاه کی ایښي وو. هغه چی ورته مواد ځای پر ځای کول دده په شیانو به یی څومره سترګی، لاسونه لګیدلی وي!!! محرم به یی وو؟ هنننننن؟!!!
د هر شي لپاره اصول وي هغه که جګړه وي، هغه که غلا وي؛ هغه که لوفري وي او هغه ک... خو د افغانستان د نن ورځی جګړه هیڅ اصول نه لري.
هر څه په کی هر وخت پیښیدونکی دي. نه اسلام په کی معلوم دی او نه هم دیموکراتیک جګړه ایز اصول. هر څه چی مخی ته درغلل او ګټه یی در ته رسوله کوه یی! ټولنه دومره منفي شوی چی یوازی او یوازی یی ذهن په چټیاتو کی ښه کار کوي او په ښو کی یی ملامته، مغز فلج او...
د حکومت مخالفه ټلواله د خپلو کارونو د توجیی لپاره حیلی له نقله(قرآن عظیم+احادیث) را وباسي او دیموکراتان یی پخپله تعینوي. دلته دی چی دین خپل ارزښت له لاسه ورکوي او په اصولو خلک باورونه له لاسه ورکوي.
نور به مو څه سر دردوم. تاسو هم پری پوهیږی او هغوی یی چی کوي هم پری پوهیږي!!! سر به پسی نه ګرځوو، بُز به پای خود و ګوسفند به پای خود!!!
leekwal@yahoo.com
وسیم سجاد