
له افغانستانه ترهندوستانه
جادوګرو سترګو نړۍ ګوته پرغاښ کړه
شاعران دښکلو سترګو په اړه سندرې وايې ځينې تورې سترګې ستايې ځينې بيا خمارې او خوبولې سترګې په خپلو شعرونو کې انځوروي ، که هرڅه وي خو سترګې هغه ژبه ده چې لا هم دقوي ژبو په سرکې ځای لري ، دنړۍ په کچه داسې ميرمنې او پيغلې شته ،چې سترګو يې نړيوال شهرت موندلی
دهغه لسو غوره سترګو ( Tap 10 (په کتار کې چې نړۍ يې حيرانه کړې وه افغاني سترګې د شربت ګلې سترګې وې چې دهاليوډ په سينمايې ستورو او مشاهيرو کې شپږم مقام ګټلی وه
ددغه افغانۍ پيغلې سترګو نړۍ هغه مهال خپلو جادوګرو سترګو ته ګوته پر غاښ کړه کله چې نوموړې څوارلس کلنه وه اوپه پاکستان کې يې د اتيايمو کالونو په ترڅ کې دکډوالو په يوه پنډغالي کې دکډوالۍ شپې سبا کولې همدغه مهال دنيشنل جيوګرافيک مجلې يو خبريال ستيف ماکوري دنوموړې پيغلې دسترګو يو عکس واخست او په خپله مجله کې يې چاپ کړ چې وروسته يې ډير شهرت وموند او دمجلې په تاريخ کې دغه عکس ترټولو ډير مينه وال يې پيدا کړل ، سره ددې چې شربت ګله اوس يوه ميرمن او مور ده مګر نړۍ لا هم دنوموړې جادوګرې سترګې نه دي هيرې کړي .
هغه مهال دلسو غوره سترګو دخاوندانو په ليست کې دهندي سينما دغوره او ښکلې پيغلې سترګې په لومړۍ درجه کې راغلې وې نوموړې د۱۹۹۴ زکال دنړۍ دښکلا ملکه هم وه
اوسمهال په هند کې ددغه ماشومې دعکس دخپريدو سره نړۍ يو ځل بيا دسترګو ښکلا ته حيرانه شوي ددغې ماشومې سترګې شپږ مختلف رنګونه لري نوځکه ورته ويلای شو چې په نړۍ کې ترټولو دښکلو سترګو خاونده ده