ښاغلى اولسمشره!
ستاسودورځنيوستونځوترڅنگ اړين گڼم بيا هم تاسوته وليكم چه دگران هيواد له سپېڅلي غيږې څخه دسرطان دكرغيړنواوخبيثو مرخيړيوپه راايستلوكي بيړه وكړه!
داهغه خبيث مرخيړي دي كوم چه زموږدپاكې خاوري غليمانوددريولسيزوپه اوږدوكي دافغان اولس په بدن كي وكرل كه ژرترژره يې چاره ونه كړې نه يوازې چې گران افغانستان به ټوټه ټوټه تباه اوبربادشي بلكې دنړۍ دستروواكمنانوسترې ستراتيژۍ به هم له ماتې سره مخامخ شي .
ښاغلى كرزيه!
زه تاسوته هغه كرغيړن اوخبيث مرخيړي دريادوم دكوموچې سرونه په واشنگټن اوپښې يي د مسكو په غيږ كې پرتې دي . تاسو هم ښه پوهيږۍ ، چې دوى دخپلوناپاكو ارمانونولپاره هره ناوړه وسيله كاروي .
خبرشوئ چې ستا دمصلحتي يار ،يونس قانوني له تور مخ څخه هم تورنقاب پورته شو!؟
هغه په مسكوكې له خپلو پلارنيوبادارانواو په خاص ډول دملي امنيت(دجاسوسي شبكې)له وزيـرسره په داسې حال كې وليدل چې په بيړۍ كي فقط دوى دوه په دوه سره ناست د مسـكو په سـيند كې يې چكر واهه اودمسكوراتلونكي تورې نقشې يې په مړوسترگوله ځان سره راوړي چې له هغې جملې په افغانستان كې دامن دمخنيوى اوهرډول روغې جوړې سبوتاژول يې دنظارشوراترمشرۍ لاندې دتش په نامه ملي جبهې لمړنۍ دنده ورته ښوولې ده .كه يي نه منئ داوروستۍ پيښې اوپه خاص ډول داد تيرې ورځې چاودنه ولې را منځته شوه؟
نړيوالو په خپلوسترگووليدل چه دپوليسو بس دكابل ښـار په زړه كې دپينځو متروپه اندازه په هـواكي واولوزول شودډيروپه اند داځانمرگى بريد نه بلكي مخكې له مخكې ځاى په ځاى شوي چاوديدونكي توكي وو،چې داكاردطالبانو په وس ځكه پوره نه گڼل كيږي چې د دومره درندو چاوديدونكوتوكورسول ترهدفه پورې اوبياهلته ځاى په ځاى كول پراخواړيكواوپوره ارامې فضا ته اړتيالري . خودطالبانوچارې ټولې په بيړه ترسره كيږي ځكه خوپه اكثروپيښو كي لاترهدفه مخكې ځان والوزوي كيداى شي طالبانودخپل فعاليت دښوولولپاره دومره ستره چاودنه په خپل ځان ورتپلې وي خو بايد په ياد ولرئ چې دهغوئ په منځ كې هم يوشميرهغه دسرطان مرخيړي شته كوم چه له پورتنيوخبيثومرخيړيوسره دISIپه تارپـيېل شوي دي او كه داسې نه وي نوبياولې دوحدت گوند مشرمزاري وژل كيږي خونيول شوى تورن اسمعيل ته په زندان كي حلوا وركوله كيږي؟
اوبل داچې په دادومره ځانمرگو بريدونو كې ترنن ورځې پورې دجمعيت اونظارشورايوعادي غړى هم لا نه دى ژوبل شوى ځكه خوماهغه دمسعود خبره په چورت كې واچوي ، كومه مي چې له بي بي سي راډيواوريدلي وه : مادرصفوف خود فدايان كافي داريم !!! مانا داچې هغه لا په هغووختونو كې په نشه يي توكواموخته كسان دځانمرگو بريدونو لپاره روزلي وو ،ترڅو په ځانگړوحالاتو كې ورڅخه كارواخلي ځكه خومې د تيركال دگرديز ښار په ځانمرگي بريد چې دمسعود دمړينې له پينځمې كليزې سره برابرووهم شــك راځي كوم چې په خـداىبښلي حكيم تڼـيوال ترسره شواوپه سبايي بيا هم خاورو ته دسپارلو په حال كي بل ځان مرگى بريدوشو ،چې ډيركسان يي ووژل نو له همدي سببه د مسعوداوISI پلانونه يوله بل سره اړخ لگوي مانا داچې زموږ دخاورې دتماميت اوامنيت غليمان دي ددې چالاكيو سره سره بياهم يونس قانوني له خپلي ډلې سره په دغو ورځوكې هـــندته ولاړ ترڅودهغوپه سترگو كي هم خاورې ورواچوي اوورته وښيي چې شمالي ټلواله له پاكستان سره سخته دښمني لري .
داچې دنړيوالې ټولني له حضورسره سره لاپه داپينځنيموكلونوكې امن نه راځي تر ټولولومړى سبب يي دپورته ذكرشووكسانوشتون دي ستاسو په اداره كې داهم په داسي حال كي چه پورتني كسان دبشردحقوقوله سازمان سره په جنگي جناياتوتورن گڼل شوي دي .
اودوهم دليل يي دنړيوالو قواووپه خاص ډول له امريكايانوسره داسې ناوړه اومتعصب ژباړونكي گمارل شـوي دي چې دسرطان له مرخيړيوسـره تړاولري،هغوى دخپل تعصب له مخې امريكايانوته ناسم راپورنه اوغلط هدفونه ورښيي ځكه خوكله په ودونو،كله په هديرواويا خوپه نوروبې ګناه خلکو بمباري كيږي .
څه موده د مخه زه دې بي كفايته پارلمان ته حيران پاته شوم چې ولې دداسې بمباريوغندنه نه كوي خواوس يي چې پته ولګيده په منځ كې يي د تش په نامه ملي جبهې په نوم ناوړواوتورمخوخپل ځانونه راښكاره كړل اوديونس قانوني څيره دنياته لا بربنډه شوه او زما حيرانتيا هم ختمه شوه.
دا چې په اكثرو عملياتو كې افغاني كولتور په نظر كې نه نيول كيږي اوان په نارينووباندې جنسي تيرى شوى دى دا ټول دوضعي دلا خرابۍ،پښتون قام دبدنامي،پاڅون اوغچ اخيستلوته دپښتنودلمسولو لپاره دمسكو داجنټانوچې دژباړونكو په ډله كې دي ترسره كيږي ترڅوجگړه اوږده اوامريكاد روسانوغوندې ماتې وخوري اودسيمې پريښودوته اړه شي چې مسـكو بيا جنوب ته خپلې پښې راوغځوي .
زه نه تنها چه دپورتنيوعملياتوغندنه كوم بلكه دامريكا دسترې ستراتيژي په زيان يي هم گڼم اوپه زغرده وايم چې كه امريكااوغربي نړۍ واقعاٌ د خپلې ستراتيژي برياليتوب غواړي نوپښـتون قام ته دې چې دهيوادپياوړى اكثريت جوړوي په اخلاص سره لاس وركړي ترڅونه تنها سوله ټينگه بلكي ددوى(غربي نړۍ)گټي هم خوندي شي.
دبوش اداره خو په مشرف بي ځايه لگښت كوي له دادومره ستونځو سره چې نن امريكا په سيمه كې مخامخ ده دپورتنيودسيسوترڅنگ مشرف هم ورته ستونځې جوړوي ترڅودډيورنډ دتورې كرښې په اړوند له امريكا څخه گټه واخلي خودابه دامريكاستره جفاوي چې دپښتون قام په ټټربه ديوال ږدي خوهلته بيادبرلين ديوال نړوي .اوبه په ډانگ نه بيليږي لراوبربه يووي په تكرارسره وايم چه امريكادې دخپلو گټو دساتلو لپاره نور په لراوبر بمونه نه غورځوي دهغه په ځاى دې په هغه چامخ راواړوي كوم چه دسرطان كرغيړن اوخبيث مرخيړي گڼل كيږي اوهريو يې هسې هم په جنگي جرمنو،دمخدره توكوپه قاچاق،اداري فساد،روسانو،ايرانيانواوپنجابيانوته په جاسوسي اودامن اوروغې جوړې په سبوتاژولوهم تورن دي .
كرزى صيب!
نړيواله ټولنه اوپه خاص ډول امريكاستاسوريښتيني همكاري ته اړه لري ټول خواږه اوترخه په ريښتياورته ووايه دجمهوريت غوښتونكودوره مخ په ختمـيدوده ديموكراتانوته دحالاتو ريښــتينى انځــوروركول په كاردي ترڅودبوش داداري په شــان يي څـوك بيا درڅخه ونه غولـوي د روسـانو، ايرانيانواوپنجابيانو په سـتراتيژۍ يي سرسم ورخلاص،دادغليم گوډاگي ژباړونكي ځيني راټول اودلوى څارنوال غوښتني ته ناټوتشوق كړه تر څود وسلوالومليشوچې اكثرويي په كابــل كي دملـكي امنيتي كمپنيوڅرمن اغوستې چاره وكړي دسرطان كرغيړن اوخبيث مرخيړي خوهمدادوى دي چې په جمعيت، نظارشورااونوروهيواددوښمنو ډلوپوري اړه لري ناټوحق لري او كولای شي دوى بې وسلې اودقانون منگولوته وسپاري .
۱۹ـ۰۶ـ۲۰۰۷غيسى
وروستي