په داپنځو كلونوكي ولي امن نه راځي؟

هغه متل دى وائي چه:
غل چه له كوره وي خونه به خپوره وي.
له بده مرغه چه زموږاولــس ډول ډول غليمان لري چه له هغي جملي په كوردننه اوبهرموږ ته ښه څرگند شول خو نن به په گاونډيانو بحث نه كوو رابه شودلستوڼي اوگريوان مارانو ته چه له دريوولســيزوڅخه زيات په ډول ډول نقابونو كي ځانونه پټوي ،بهرنيوغليمانوته دهيواد رازونه وروړي،كله په ښـكاره اوكله په پټه ناروا تړونونه دخپل شرميدلي ژونـد د بقا لپاره په خپلو منځوكي سره تړي چه وروستۍ بي شرمي يي د نا ملي جبهي جوړول ؤ.
ددي نامقدسي جبهي په منځ كي داسي څوك نه ليدل كيږي چه دملي ناموث،ملي گټواوملي ارمان خيال ورسره وي
هريوو جلا جلا خپل ځانونه پلورلى اودهريوو سويه هم اولس ته ښه څرگنده ده.
داپنځه كاله كيږي چه دا ښاغلي د نړيوالي ټولني په سترگو كي خاوري وراچوي اويو ډول نه يو ډول وضع دبهران په خوا كشوي ترڅوچه دوى خپل عمرزيات كړي خوترڅو؟
دعدلي تعقيب څخه دخلاسون په موخه ئي له كرزي څخه يوه دگيدړي قباله واخيسته خو وا وا داڅوك ورسره مني؟ دشبرغان اوسمنگانو پيښي اوورسره جوخت په پارلمان كي دنامقدسي جبهي دوياند كاظمي اوتو بوتو ټولو ته دا ښه ورپه گوته كړه چه دا د ساديزم په ناروغي مبتلايان دوينوله تويولوڅخه خوند اخلي،هيواد ټوته ټوټه كول غواړي او د امن مخنيوى كوي ځكه خو ئي لا تراوسه پوري وسلي نه دي سپارلي نورنوبايد نړيــواله ټولنه په دوى باندي هم مخ راواړوي او كه نه بيا به ډيرډير ارمان وكړي .
خوږو لوستونــكو!
دافسوس ځاى دى چه بي بندوباره مليشي لا تراوسه په وسلو بارگرزي خوهغه څوك چه دهيوادد ناموث ساتنه كوي هغوى په لـــويه پكــــتيا كي يا تش لاس اويا له دبيو(لرگيو) سره په پنجابيانوپسي راووتل قضاوت ئي نورستاسو په لاس.

پټ به نه شي نقابــــوكي *** نــه د وســـپنو بــرجــوكـي
يوپه بل پسي به ځونډ شي***دانصــاف په غــرغـــروكي