كرزى صيب واوا بي شكه اوبيا هم بي شكه مبارك شه مبارك!

وايم مبارك دشه دخوشال خان ارمان خوتا پوره كړ بي شكه بي شكه همدا ته ئي چه پښتانه ستا ترسيوري لاندي نن دوياړ اوارامي ژوند كوي اوستا له بركته زموږدډيره كيو(پښتنو) ژبه ملي څه چه نړيوالي كيدو ته نيږدي شوه.
داچي له تا څخه مخكي د دربارژبه د لږه كيو ژبه وه خوناخبرو هغه دډيركيو ژبه گڼله ځكه خو ظاهرشاه خان په پټو سترگو د مورنۍ ژبي په څيرزده كړي ده اوټكى پښـتو هم لانه ورځي هغه خو هسي بابولالي وي چه په بنسټيز قانون كي پښتو دملي ژبي په حيث منله شوي وه دډيره كيوپه همدي ملي ژبه خوځكه څوك په كابل او ځينو سيموكي نه غږيدل چه دهغو زمانوواكمنان كوم چه ظاهرشاه خان(بابا) نازول دبلي ژبي والا وو.
له هغه راوروسته كه په ځينو ځايو كي واكمنان پښتانه هم وو خوبياهم په هغو باندي خپلي سكرتري ډيري زوروري وي ځكه خو ئي خپله پښتوژبه پردۍ كړي وه.
رابه شو ستا مبارك دوران ته باور وكړه ته له بل هرچا توپيرځكه لري چي:
ــ كټ مټ دخوشال خان جامي اغوندي .
ــ دټوپۍ په ځاى دهر وخت افغاني ښكلي پگړۍ په سر وي .
ــ داسي مشاويرن لري باوروكړه خلفاي راشيدين دي راټول كړي يوو هم معاش اخيستلوته سرټيټ نه كړدخپل مظلوم اولس لپاره دخداى په رضا كاركوي، په خپل وخت دي خندوي اوپه خپل وخت دي ژړوي !!!
ــ ستاسو وياند نه دى بلبل دى بلبل دنړۍ په گوټ گوټ كي ئي CD په تور بازار كي هم څوك لاس ته نه شي راوړلى .
ــ ملي شتمني خو داسي مصونه شوه چه يوه زره لاجورد،زمـرد يا څه نور قيمـتي كاڼي نه له پنجشيره اونه له بدخشانه څوك راايستلى شى .
هغه دولتي اوشخصي ځمكي چه زموږ سپيڅلو مجاهدينو(اشرارو) قبضه كړي وي ستا لپاره ئي اصلي وارثينو ته تسليم كړي اوڅومره ملي شتمني ئي چه له هيواده بهر دوبۍ،سويس اونورو ملكوته تښتولي وه واپس ئي ستاسو بيت المـــال شريف ته راوړه اوڅه دكوكنارو كروندي يي چه لرلي په خپله خوښه ئي له بيخه را واړولي ځكه خواوس په ټوله نړۍ كي زموږ گران افغانستان له كوكنارو څخه خلاص هيواد اعلان شو له همدي وجي له هغوڅخه ډيره كى يي چه په جمعت پوري اړه لري د خپلي سپيڅلتيا له مخي ستاسو دپارلمان غوجلي ته په هسكو سترگو راننوتل مبارك شه مبارك!!!!
ــ ستاسو دي هم كورابادوي چه له يو كال نه په كم وخت كي مو تر دري خرواروپوري پسته او بادام ور واچول ځكه خو ئي دسرمغزو په كار پيل وكړ او په دي بريالي شول چه ستا دپالني لپاره ناملي او نامقدسه جبهه جوړه كړي ښه خودوليدل چه دهيواداوملي وحدت دټينگښت لپاره ئي لمړنۍ دبدبختي اوټوته كيدولوبه د ګلم جم(خــــډل) په مرسته له شبرغانه راپيل ګړه باقي داﷲ خير كړي .
ــ تاسو وكولاى شول چه په دولتي ارگانو كې مسلكي او سپيڅلي خلگ ځاى پر ځاى كړئ او چه څه غله، بــډي خواره، د
بهرنيوهيوادواجنټان او دنشئي توكوسوداگر وو هغه دي واړه لمړى اولس ته رسوا كړل اوبيا د دزرنيگار په پارك كي ټول په يوه يوه پښه را وځړول عادل بادشاه يي عادل!!!!؟
ــ ستا ددوران په لمړي كال كي له پلان څخه دمخه دبيا رغوني مارشال پلان عملي شو اود دونيمو لسيزو وراني بيرته جبران،صنعتي پاركونه جوړ،دهيواد ټول كلي او ښارونه د پخو سركونو لرونكي،له بريښنا برخمن،له ښځينه او نارينه ښوونځيو او پوهنتونونو څخه مالامال، ټولي بهرنۍ مرستى دهيواد دجوړوني لپاره په ډير پاك وجدان ولگيدي ځكه خونن هرڅه سم اودنړۍ گرزندويان جوپه جوپه دهيواد په ټولولويو ۳۴نړيوالو هوائي ډگرو كي كته اوپورته كيږي بي شك!!!؟
ــ په ټولودفترونو، دولتي اوغيردولتي غونډوكي ستا له بركته نن ورځ فقط په پښتو ژبه ويل اوليكل كيږي .
ــ په گران هيواد كي ټولي لوحي فقط اوفقط په پښتوژبه ليكل شوي دي دا ځكه چه دبنسټيزقانون په لويه جرگه كي دملت استازو په غوڅ اكثريت ومنله چه ملي ترمينالوژي به په پښتواوپښتو به ملي ژبه وي ځګه خوئي په عملي كولو كي تاسوريكارډ ټينگ كړ وايم بي شكه اوبي شكه هاهاهاها.
ــ ستا په پارلمان كي خو بي له پښتو ژبي په بله ژبه يولا نه پوهيږى په تا گران محقق خولا خپله سيميزه(هزاره گي) لحجه هم د پښــتنو لپاره پريښــوده اوټول پښــتون قام چي دنړۍ په مخ له پينځوس ميليونه څخه زيات دى ورته ئي دسړيتوب خطاب وكړداخو ټول ستا هيمت دى بادارا چه موږته دا لوړمقام ښاغلي محقق راوباښه مننه مننه؟!
ــ ستا په يوه وړه اشاره ټولوغلو د گلم جم(خـــــډل)مليشو له واره خپلي وسلي په ځمكه كيښودي گوره نه ئي ويني څنگه امن دى په شبرغان كي؟!
ــ داپينځنيم كاله كيږي چي دتوپك ډزمي نه دى ترغوږوشوى امن دى امن په خاص ډول دهيواد په سهيل اوسهيل ختيځ كي خويوه پيشوهم لا چا نه ده وژلي دا ځكه چه ستاله بركته دهيــوادپه اداره كي ډيركيو(پښــتنو)ته پوره ونډه وركړل شــــوه، دپنجابيانوتوركرغيړن لينگي د ورټوټه ټوټۀ اودنړيوالوپه مرسته دټول دترهگيري مركزونه له ليكي اخوا وروران كړل ځكه خوامن راغى اونړيواله ټولنه په ډيره خوشحالي سره له هيواد څخه وزي .
ستا په صفاتو خوبايد كتابونه وليكل شي داځكه چي په خپل ټول عمرافغان اولس اوپه خاص ډول پښــتون قام دومـره نه ؤ بي پته شوى شا باش او بيا هم شاباش!!!!