بی خونده خبری(107): لوده طوی:

\"\"
اوس خو ودونه عصري شویدي؛ لوی شویدي؛ سیالی چی په انګریزی کی ورته competitionویل کیږي هم په کی په درز کی روانی دي. انګریزي ځکه  کاروم چی لیکنه می علمی اړخ خپل کړي!!!
لوده به په انګریزی کی fool واخلو او واده به یی wedding.
د ودونو لوده هغه دی چی په دیګونو ګرځي؛ په خلکو غږ کوي چی څه شی خو کم نه وي؛ په ځینو پټکی هم کوي خو خبره یی څوک نه مني!
کله چی غږ وکړي چی دلته لږه غوښه رواړی نو ناست کسان هم پوی وي چی په خبره یی څوک نه کوي! بیا غږ وکړي لږه غوښه راوړی خو بیا یی هم څوک وا نه وري. بیا پخپله ورپسی لاړ شي. هغه چی د غوښی په سر ناست وي هغه یی ښه پرتوګښکلی کړي!!!
بیا چی خلک وځي نو دی بیا هر یو ته وايي څه شی خو کم نه وو! واده به د بل چا وي خو له ټولو به دی ورکی ډیر شتاو (شتاب) کی تاویږي له زوم څخه به دی ډیر په برش کی وي!!!
زمونږ په ولسمشر هم د لوده طوی کانه شویده! نه یی څوک خبره اوري؛ نه یی څوک په خبره کوي؛ بس هسی چټي خبری کوي؛ دا کوم، هغه کوم! داسی وشول هغسی مو...پاکستان وکړل!!!
کینه مړه!!!
leekwal@yahoo.com