زما د مخ کتاب پاڼې، اوومه

  دېر به داسې پېښ شوي وي چې پیغام مو لیکلی وي یو چاته خو لیږلی مو وي بل چاته ، په ما خو دا کانې ډېرې شوې دي ، او خدای شته ښه درزونه مې هم په کې خوړلي دي . خو زمونږ یو ملګری تر ما هم په کې ژوبل و ، پیغام یې لیکلی و خپل یو همکار ته او لیږلی یې و د ادارې ریس ته ، او پیغام هم هغه د ازادۍ راډیو د شمسو د ماما خبره هسې خوشې چټي پیغام نه و، خو د ریس صیب دې کور ودان وي چې له کوم غبرګون پرته یې یواځې خپل لیکلی پیغام ورته بېرته رالیږلی و. داسې په سلګونه نورې جالبې کیسې هم شته ، چا د خورلڼې پیغام ورور ته لیږلی ، چا د نامزادې یا کوژدنې پېغام ملګري ته لیږلی او چا هم د تورمان پیغام تورجان ته، خو تر ټولو جالبه په کې زمونږ د مولوي صیب د زوی کیسه ده چې د خپلې ملګرې پیغام یې پلار ته لیږلی و . په برېښنالیکونو کې هم داسې پېښېږي ، خو هوښیار سړی هغه دی چې د مقابل شخص برېښنالیک پته تر لیږلو د مخه یو ځل له ځانه سره په ویلي ډول د انګریرانو په اصطلاح سپېل کړي . زما سرکاري برېښنالیک دا ښېګڼه لري چې که ژر اقدام وشي او مقابل لوري برېښنالیک نه وي لوستی بېرته راوغوښتل شي، له تاسو نه یم خبر، په دې پسې وګرځئ له غټ جنجاله به خلاص وئ. عارف لودین پېژنئ ؟ په ازادۍ راډیو کې زما همکار و، نن چې لیندۍ شل کړه د هم ګل کړه، او له داسې پېښو یې یوه ښکلې کیسه په خپل وال کې میخ ټکې کړې چې ځان ته لوستل یې له ملګرو سره بې انصافي ګڼم. خو لودین صیب دا کیسه مې پخوا هم یو ځل اوریدلې وه هسې نه چې اوس له غروره چشمې له سترګو تندي ته ورپورته کړې . (( یوه ورځ یو سړی چېرته په سفر ولاړ، څنګه چې هوټل ته وردننه شو، په کمپیوټر یې سترګې ولګېدې . د خونې تر کرایه کولو وروسته او خونې ته تر تلو مخکې کمپیوټر ته کښېناست، غوښتل یې خپل کور ته احوال ورکړي. سړي د انټرنټ پاڼه پرانیستله او اېمیل یې ولیکه، له ده نه د اېمېل په ادرس کې تېروتنه شوې وه، پرته له دې چې تېروتنې ته یې پام شي، لیک یې ولېږه. دا مهال د هېواد په یوه بل ښارکې د یوې مېرمنې خاوند مړ شوی و. دا له هدیرې څخه کور ته په داسې حال کې راستنه شوه، چې سترګې یې لمدې وې او پوزه یې له ډېره پاکولو سره اوښتې وه. ښځه سیده خپلې کوټې ته ننوته، کمپیوټر یې روښانه کړ، غوښتل یې د خپل خدای بخښلي خاوند تصویرونه وګوري او یا کیدای شي خپلوانو ورته د تسلیت پیغامونه ورلېږلي وي د کمپیوټر له روښانولو سره یې یو پیغام ترلاسه کړ: "تاسو ته نوی پیغام رارسېدلی". ښځې پیغام خلاص کړ، په لوستلو یې پیل وکړ، چې پر ځمکې راپرېوته. په دې کې زامن او لوڼې ورباندې راغونډ شول او دا یې له ځمکې راپورته کړه، چې د یو زوی یې کمپیوټر ته پام شو. په پیغام کې لیکل شوي وو. ترلاسه کوونکی: ګرانې مېرمنې موضوع: زه په خیر راورسېدم پوییږم چې د دې لیک له ترلاسه کولو سره خوشحاله شوې؛ رښتیا، دلته کمپیوټر شته او هرڅوک کولای شي، له دغه ځایه خپلو خپلوانو ته لیک ولیږي. زه همدا اوس راورسیدم، تر ټولو مخکې مې وغوښتل تا ته لیک درولیږم او دا درته ووایم، چې دلته ستا د راتلو لپاره هېڅ ستونزه نشته. سبا به سره ګورو او هیله مند یم، چې ستا سفر هم زما د سفر په شان ښه وي. اوه ه ه ... دلته ډېره ګرمي ده. ))