بی خونده خبری(‍۱۰۶): وزیران باید استهزا شي!!!!

۱۲.۱۲.۱۲
پرده اول:معرفی
ډیسمبر چی زه په کی دوه کلن کیږم هم چیری لری له هیواده لمانځم؛ له کور او خپلوانو به ځان پټوم. خو یو می هم ونشوای کړلی. ډیسمبر فکر کوم چی زما ددغه کال تر ټولو ډیره بوخته میاشت ده!
له پلار سره په څنګ کی ناست یم. تلویزون ګورم. په اریانا کی می د زړه سر او پخوانی دوست دختر خبریاله راغلله. نوم یی نه اخلم. ښکلي کالي یی اغوستي وو؛ زړه می وو چی ورته لنډ لیکلی پیغام چی میسج بلل کیږي ور ولیږم چی ښکلی ښکاری خو بیا له پلاره و ډار شولم.
خبر بیا د وزیرانو وو. بچه ها بودجه را مصرف نه کرده! خوب کده؛ بچه ها میفامه که باید پس انداز داشته باشد!!!
نام های ذیل در فهرست اول قرار دارد:
مقبل: د مخدره موادو وزارت(اصل کی ورته له مخدره موادو سره د مبارزی وزارت ویل کیږي)۲۰ سلنه بودجه مصرف کړیده.

\"\"
مولانا بسم الله: ۹ سلنه ده لکه

\"\"
امیر اسماعیل خان: ۴۸ سلنه
\"\"
حزب اسلامی ارغندیوال: ۴۰ سلنه

د لوړو زده کړو وزارت: ۳۵ سلنه
\"\"


راتلونکی ولسمشر، د پوهنی وزارت: ۴۸سلنه
 
\"\"
افغان ملت: ۱۷سلنه

\"\"
لینن: وزیر داخله درته ښیم: ۴۴سلنه
پرده دوم:
ا دغی دیموکراسی کی چی پارلمان څه کړي هغه دا چی یوازی او یوازی وزیران یی راغوښتي د استیضاح په نوم او بیا یی ورته لاسونه پړقولي و از بارګاه ایزد متعال خواستار کامیابی شان شدند!!!
کله چی هم د وکیل صاب د سپیو لپاره بیسکټ خلاص شي؛ د شب ګشتی لپاره یی د موټر په ټانکی کی څه نه وي نو بیا استیضاح پیل شي! دغه ځل خو د ظالم زامن غواړي چی نږدی یو درجن بلک میل کړي! لیونی په خپل کار ښه پوهیږي!!!
اسمان چی څومره غوریږي  هغسی نه وریږي!!! دوی یو ځل بیا له هوا ډک شوي، د وزیرانو په میلمستیاوو کی به ډالر شریف هوا وذ څخه وباسي!!!
 
 
پرده سوم: احدي ته ګوته په غاش شولم!!!
څو وزارتونو ته سخت حیران یم! بیخي حیران یم! مولانا ته حیران یم چی څنګه ورسره لا اوس هم انډیوالي کوي! ډاکټر، د پرویډنس د پوهنتون استاد، تکنوکرات انوارالحق احدي صاب څخه اسماعیل امیر صاب ډیره بودجه مصرف کړیده!!! نو دلته بیا نو بی سواده اسماعیل خان زنده باد!!!
معارف وزارت او د لوړو زده کړو وزارتونو خو بیخی پوزه را پری کړله! دا خو هغه مسلکي، تکنوکرات او هغه وزارتونه دي چی په لیډینګ پوزیشن کی موقعیت لري! دوی نو ولی په دی ونه توانیدل چی خپله بودجه مصرف کړای شي؟
اقتصاد وزارت یی بله سوړه! دغه کس چی اوس یی وزیر دی په ټول حزب اسلامي کی له ده څخه لایق څوک نه وو او نه به پیدا شي؛ که د لایق دا حال وي نو...
\"\"
پرده چهارم: د وزیرانو منطق؛منطق خرهای بی فرهنګ!!!
مقبل ته یی وویل چی هلکه په کابل کی پوډریان ډیر شوي؟ له دوی سره څه کوي؟
مقبل: تا که فقر از بین نره، تاکه اشتغال سازی صورت نګیرد تا...
بازمحمد چی په کورنیو چارو وزارت کی د مخدره توکو سره د مبارزی معین دی وویل: نبود ظرفیت ها،کمبود بودجه، نبود امکانات
ثریا دلیل چی پخپلی رشتی کی MoPH دی و فرمایل: تا که بین وزارت ها هماهنګی لازمی ایجاد نشود
نو ستاسو وزارتونه څه کار کوي؟
وزارت های ما ادارات پالیسی ساز هستند؛ وظیفه اصلی ما ایجاد پالیسي هاست!!!
 
نتیجه: دوی باید استیضاح نه؛ مستقیما کورونو ته ولیږل شي!!!
leekwal@yahoo.com