
سیدسعید
دپژواک
اوبي بي سي دراپورونوله مخي سوله
ساتوځواکونوپه تېرودوومیاشتوکي دمیدان وردګوولایت په مرکز،جلریز،چک اونرخ
ولسوالیوکي ترسلو(۱۰۰)ډیرولسي وګړي نیولي ،ډبولي
،ژوبل کړي اوشهیدان کړ ي دي .ډیری ټپیانوته ډاکټرانوځواب ورکړی اوروغتیایې
حالت یې داندېښنې ورښوول شوی دی .خلګودوردګوولایتي چارواکواودرسنیواستازوته
ویلي چي امریکایې سپیشل فورس ځواکونه یې په لارو،کروندو،باغونواودوکانونوکي نیسي اوبې موجبه یې ځوروي اودوهلوپه زوریې
اړباسي چي دطالبانوسره په اړیکودرلودواعتراف وکړي .
دنرخ
ولسوالۍ دیواوسیدونکي په وینا چي
:دسیدمحمدپه نوم کلیوال یې چي دښوونځي زده کونکی ؤامریکایانونیولی اوبیایې په
وهلوکي شهیدکړی دی ،دغه رنګه دعزیرالرحمن په نوم یوبل تن چي موټریې چلاوه سپیشل فورس عسکرونیولی
اوشهیدکړی ؤ،چي مړی یې څوورځي وروسته په یوه کرونده کي وموندل شو.کلیوالوویل چي مرکز)میدان ښار)ته دسودالپاره راځي
ددغوعسکرله خواپه یواوبل نوم ځورول کیږي .
یوبل
سپین ږیري وویل چي :خارجي پوځیانوأن په مرکزکي دلالاګي په نوم یودوکانداردخپل
دوکان مخ ته وویشت اوشهیدیې کړاوتېره میاشت یې دمیدان ښاراویا(۷۰)تنه دوکانداران
ونیول چي وروسته یې ځیني خوشي اویوشمېریې لااوس هم بندیان دي .
د
محورورځپاڼي په حواله چي :شواهدلري امریکایې عسکروپه تېروپنځه ویشتوورځوکي
دجلریزولسوالۍ په مربوطاتوکي پنځوس کورونه لوټلي
اوخلګ یې وهلي دي . دمیدان
ښاریوسپین روبی (احمدالدین )وایې چي :پربهرنیوعسکروچي کله حمله اویاچاودنه وشي ،په
حمله کونکویې زورنه رسیږي ،نودملکي خلګووهلو،بندی کولواووژلوته ملاوتړي .
دنرخ
ولسوالۍ دکانزت یواوسیدونکي (امیرمحمد)پژواک اژانس ته ویلي چي :په کلي کي
مودقرانکریم ختم کاوه چي امریکایان راغلل درې تنه ولسي وګړي یې راڅخه وایستل چي داطلاعاتواوفرهنګ ریاست تحویلدارقندي هم په
کي وو،امریکایانودوی داسي وهلي ووچي قندي ته ډاکټرانوځواب ورکړ.
دجلریزولسوالۍ
دزیولاتویواستوګن وایې چي :زموږپه کلي کي امریکایانوددوولسوکورونودروازې ورماتي
کړې اوخلګ یې له کورونوایستلي اووهلي دي .
دچک ولسوالۍ یومخورپژواک ته ویلي چي :«امریکایې پوځیانولومړی دکوردروازه په
بمونوراوالوزوله اوبیایې تلاشي پیل کړه ،دوی (امریکایان )چي عملیات کوي دکلي مشران
ونیسي اوپه یوکورکي یې بندیان کړي ترهغوبندیان وي چي دوی عملیات خلاصوي .ډیروخلګو دبهرنیوځواکونودناړه چلندله امله کلی کورپرې
اېښی ،کابل اونوروسیموته ګډ ه شوي دي ».
دمیدان
وردګوولایتي چارواکي !! مني چي په
سلهاووکورنیودبهرنیوپوځیانودسخت چلندڅخه شکایتونه ورته کړي دي ،خووایې چي :«ایساف
قواوي اومرکزي حکومت یې په جریان کي اچولی اوس حکومت سیمي ته یوپلاوی استولی چي حالات
له نژدې تعقیب کړي !!!!!.
یرغلګرځواکونه
اصلادخپلومخالفینوهیڅ تعریف نه لري ،دیونامعلوم دښمن سره جنګیږي ،دوی ته چي څنګه
ویل شوي چي دښمن موببري ږیري لري پګړۍ اوپکول پرسرکوي ،بس نوهمداددوی ددښمن سمبول
دی چیري چي ږیره وراوپګړیوال ویني له منځه وړل یې ویاړاولویه بریاګڼي .په
ځینوولایتونوکي یې دهمدې پټ دښمن په لټه !!کي په زرهاووجریبه اباده مځکه ،باغونه
،میوه لرونکي وني اوبڼونه له منځه وړي دي
،دبېلګې په توګه دغزني دسردې بندچي په زرهاوووني یې اره اوپه بمونووالوزولې اودکندهارپه ژړۍ
،ارغنداب اوپنجوایې ولسوالیوکي یې په
بلدوزونودباغونواوکورونوورانول یادولای شوچي بسته بسته کلي یې وران کړل خوددښمن په
له منځه وړلواویاپیداکولوونه توانیدل .