روان سپېڅلی مقاومت دمنلي حقوقپوه له نظره

سیدشریف
 ځیني خلګ په شعوري اولاشعوري توګه په افغانستان کي روان سپېڅلی ملي مقاومت پردیوته منسوبوي ، ملي منافع دشخصي ګټوقرباني کوي ،دافغان  ولس ویاړونه اوملي نوامیس په خپلوخواهیشاتوپایمالوي  ،اسلامي ارزښتونه دپردیوایډیالوژیواوتیوریوله لیدلوري نقدوي او.....په دوی کي زیاتره یې دکابل ادارې ،یرغلګروځواکونو،مافیاکړیواوجاسوسي شبکومعاش خواره راځي .خوله نیکه مرغه چي په بهراوداخل کي دحق ویونکو،واقعیت بینواوزړسواندوشخصیتونو کمی هم نشته چي وخت په وخت یې دژبي اوقلم داغېزمني لاري خپل مسؤلیت ترسره کړی دی دهمدې ډول اشخاصوله جملې څخه یوهم دملي اوبین المللي حقوقومتخصص  ډاکټرمحمدعثمان روستارتره کی دی .استادتره کی په دې وروستیوکي هیوادته راغلی دی اوپه کابل کي یې دیو ې غونډي حال محترم ورورشبیراحمد« مخالفين يا ملي وسلوال مقاومت؟ استادتره کی »په سرلیک وړاندي کړی دی  چي څوکرښي یې رااقتباسوو:

د غونډي ويناوال ډاکټر فاروق اعظم او ډاکټر روستار تره کی وو. وروستۍ برخه د سوالونو او ځوابونو له پاره وه. د غونډي له ګډونوالو څخه يوه تن له استاد محمد عثمان روستار تره کي څخه پوښتنه وکړه چې: ی شو؟»استاد تره کي ځواب ورکړ چې: «که څوک دطالبانوسره سیاسي مخالفت ولري یانه ،خوواقعیت داچي دهغوی په مشری روان وسلوال مقاومت اومبارزه ملي مقاومت دی .!»استادورپسي زیاته کړه چي :۴۴ هيوادونو زموږ پرهيواد افغانستان تجاوز او يرغل کړی دی. د متجاوزينو او اشغالګرو له خوا زموږ نږدې ۱۲۰۰۰۰ يولک شل زره بې ګناه افغانان وژل شوي دي.زموږ ډیری افغانان د بګرام او ګوانتانامو په زندانو کې شکنجه شوی او لاهم دغه لړۍ ادامه لري، هيوادوال مو په یو نوم اوبل نوم ځورول کيږي، کړول کيږي او وژل کيږي.د ګوانتانامو او بګرام د زندانو د شکنجو او ځورونو په وړاندي، د امريکا د ظلمونو او نارواو په وړاندي چي کومه جګړه کيږي او روانه ده که هغې ته مقاومت ونه وايو؟ هغه ته به څه ووايو؟که اوسنی مقاومت نفي کيږي او ملت ددغه مقاومت ننګه نه وای کړي، تاسي به د ګوانتانامو او بګرام زندانونو په ډول په لسګونو نور زندانونه هم په هيواد کې دننه او له هيواده بهر ليدلي وای چې افغانان به پکې په ناحقه او بې له کوم جرم او ګناه څخه ځورول کيدل او شکنجه کيدل.
مقاومت د هغو مواردو څخه استفاده کوي چې دښمن ته زیات زیان او تاوان ورسوي. له همدي امله مقاومت د مجبوريت له مخي