زما د مخ کتاب پاڼې ، شپږمه


عبدالمالک عاصم مې جانانه ملګری دی،  په بي بي سي کې مې هم یار و او په کابل نیوز کې مې هم یار دی، د کابل د جوارګرو خبره (( سرې اب باشي زیر اب باشي از ماره یارې ما هستي )) نو عاصم مې یار دی.
ګران عاصم د لیندۍ په یوه کمه شل په خپله فیس بوک پاڼه کې یو تصویر یې ایښی او لیکلي یې دي :
(( د لندن نوي ښاري بسونه چې له تیرو څو میاشتو را هیسې یې په واټونو خدمت کوي .
ددغه بس په دروازه کې د لندن ښاروال بوریس جانسن ولاړ دی چې ددغو بسونو د پرانیستې پرمهال خلکو ته د بسونو په اړه معلوما ت ور کوي . دا په نړۍ کې دا سې ښاروال دي چې له کوره دفتر ته په با یسکل راځي او د لندن د هر وګړي د زړه له غو ښتنې خبر دی . خدای دې موږ ته هم دا سې افغان چارواکی را په برخه کړي . دغه بسونه په برتانیه کې جوړ شوي او د یوه بس بیه څه باندې ۲ میلیون ډالره یا شاوخوا یو نیم میلیون پونډه ده . زموږد کابل هندي ټاټا بسونه هم چور شول . الله دې په موږ ورحمیږي . ))
عاصم صیب ښه لیکلي، خو وړمه شپه ما په کابل کې د ملي بسونو په اړه په یو راپور کې واروریدل چې ملي بسونه چور شوي نه دي شته، خو اکثره ولاړ دي ، ځکه د چلونکو تنخوا کمه ده او څوک ورته زړه نه ښه کوي.
 بله خبره دا وه چې تړون پوره شوی، بسونه استهلاک شوي او دولت نوې پرزې نه لري چې ناروغه ملي بسونه بیا ګرځېدلو یا د چا خبره منډې ته تیار کړي .
دا خو د حکومتیانو خبره ده، خو باور وکړئ ډېر په کې مونږ ملامته یو، ځکه زمونږ عام خلک په ملي بسي چوکاټ نه دي برابر.
راځئ دا ومنو چې د خپلو بسونو په ساتنه کې ډېر بې غوره یو ،په ملي بس باندې سمه بزکشي وي ،نوبت ، قانون ،مشر،کشر ،ښځه ،سپین ږیری ،ماشوم ، بس د بس په لیدلو مو دا هر څه هېر وي.
دا خوی چې دلته کوو په نوره دنیا کې مو هم بیا همدا حال وي .
عاصم صیب ! مکې ته چې تللو د جده په هوايي ډګر کې یې څو ځلې د بې نظمۍ له کبله له بسونو راښکته کړو؟
په یو تلویزیوني کلیپ کې مې لیدلي ول چې ماشوم د ملي بس د چوکۍ سفنج په پاکۍ پرې کوي ،نو یو سړی ورنه پوښتنه کوي چې دا ولې ؟ ماشوم ورته وایي چې مور جانې مې ویلي په دې لوښي ښه پاکېږي.
تر دې چې راتېر شو نو زمونږ ملي بسونو د خځلو پېټۍ دي، هغه دېر با فرهنګه مو بیا د بس کړکۍ خلاصه کړي د کیلې یا مالټې پوستکی په سرک وغورځوي.
بله دا چې عاصم صیب د ښاروال بوریس جانس په اړه ویلي چې په بایسکل له کوره دفتر ته ځي او داسې ورځ یې په افغانستان هم غوښتې، نو زړګیه چې خپه نشې زما په اند زمونږ چارواکي په موټرو کې ښه دي، ځکه اوس چې په اصطلاح دفتر ته ځي نو عامه واټونه ورته نیم ساعت تړل کیږي دا که په بایسکل سپاره شي څه به مو حال وي ؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟