د ملی شتمنیو ساتنه د هر افغان دنده ده

کله چې موږ د ملی شتمنیو یادونه کوو نوباید و پوهیږو چې ملی شتمنۍ یانی څه هر هغه مال او ملکیت چې په ملی کچه ور څخه ګټه اخیستل کیږی او په بیت المال پورې تړلی وی ملی شتمنۍ بلل کیږی خو دا چې افغانان څنګه باید له ملی شتمنۍ څخه ساتنه وکړی داتر ټولو اړینه او اساسی ټکی دی چې غواړم له ټولو هیوادوالو څخه هیله وکړم ترڅو د خپلې ملی شتمنۍ ساتنه خپله ایمانی او وجدانی دنده وګڼی .
پدی وروستیو څو کلونو کې د ملګروملتونو او نړیوالو مرستندویه هیوادونو په مرسته په هیواد کې بېلا بېلې پروژې پلی شویدی چی  پدی لړۍ کې د سړکونو قیر، د دولتی او نا دولتی ودانیو جوړیدل پدغه بهیر کې شامل دی .
نو ددې لپاره چې دغه ملی شتمنی که ښوونځی دی که روغتونونه او یا هم که دولتی ودانۍ باید چې ساتنه یې خپله ملی او وجدانی دنده وګڼو ، د هیواد په اکثرو ولایتونو کې  ځینې ټولګتې پروژې تر پلې کیدو وروسته هیوادوالو دنه پاملرنې په پایله کې یا تخریب شوی او یایی هم صدمه لیدلې که چیرې موږ ځان افغان ګڼو او داملی شتمنی خپله شتمنی ګڼو باید چې د خرابیدو مخه یی ونیسو د بیلګې په ډول د ښاریانو له لوری د شنو څانګو ماتول د ویالو او لښتیو چې په ملی پانګه رغول شویدی ساتنه یی وکړو .
باید پری نږدو چې د ښار دغه نوی ښیرازه بڼه بیاله لاسه لاړه شی ،ځکه چې په همدی ښارکې خپله ژوند کوو او زموږ ماشومان یوی پاکې او صافې هواته اړتیالری که چیرې زموږ دغه قیر شوی سړکونه چې  په هیواد کې رغول شوی بیا خراب او کنډکپر شی نو ضرور به زموږ د ښار هوا ګردجنه او چاپیریال به مو ککړ وی نو راځی له یوبل سره لاسونه ورکړو ترڅو دا هیوادچې دعلم او فرهنګ په زانګومشهور ده یو ځل بیا د ښکلا اوسمسورتیا په هیواد مشهور کړو .
دهیواد په بېلابېلو ښارونوکې پارکونه او د سړکونو ترڅنګ د ښار د ښکلا او روښنایی لپاره ګروپونه لګول ښویدی داد هر هیوادوال دنده ده چې دا ګروپونه د خپل کور ګروپونه وګڼی که چیرې په یادو ځایونو کې چې شنې سیمې دی څاروی وینی نو هڅه وکړی له هغه ځایه یی وشړی .
هر هغه څوک چې د سړکونه او پارکونه خرابوی مخه یی ونیسی او هغه ته دا و وایی چې داپارک زما او ستا په شتمنۍ ( ملی شتمنۍ) جوړشویدی .
د بیلګې په ډول څنګه زما اوستا په ملی شتمنۍ جوړشویدی کله چې له بهر څخه هیواد ته خوراکی او  اړین توکی راوړل کیږی د مالیی وزارت له لوری ورڅخه مالیه اخیستل کیږی دغه مالیه د نوموړی توکی په ارزښت کې زیاتوالی راولی او موږیی په لوړه بیه رانیسو نودا ښوونځی ،کلینیکونه ،پارکونه او نورې ټولګټې پروژې هم زموږ په ملی شتمنۍ جوړیږی نو راځی په ګډه یی ساتنه وکړو.
بریال نایاب