پکتيکا: چارواکي وايي چې د دولت سره د ولسونو  همکارۍ د دوی د کړنو بهير دوه برابره ګړندی کړی دی

د پکتيکا سيمه ييز چارواکي وايي چې د دولت سره د ولسونو ګډې همکارۍ د دوی د کړنو بهير دوه برابره کړندی کړی دی، ددې ولايت والي محب الله صمیم د جاني خيلو په ولسوالۍ کې د يوې جوړې شوي غونډې پر مهال وويل چې راتلوونکی کال به اويا مېليونه امريکايي ډالر يوازې د لويو لارو په رغولو ولګول شي
د پکتيکا ولايت خيرکوټ، جاني خېلو، خوشامند، یحی خېلو او ځينو نورو ولسواليو زرګونو قومي مشرانو او ځوانانو د سيمې د امنيت ساتلو او د سيمه ييزو پوليسو څخه د ملاتړ په موخه د ياد ولايت په جاني خېلو ولسوالۍ کې پراخه غونډه رابللې وه، چې د پکتيکا والي محب الله صمیم تر څنګ نورو چاروکو هم پکې ګډون درلود.
د پکتيکا والي محب الله صمیم وويل، چې د ولسونو او دولت تر مينځ ګډه همکاري ددې لامل شوې چې د دوی د کړنو بهير دوه برابره کړندی کړی، نوموړي د سيمه ييزو پوليسو ځواک ته په اشارې سره وويل، ستاسو بچيانو د سيمې امنيت خوندي کړی چې دا مهال په بېلابېلو برخو کې پرمختيايي کارونو ته ښه لار هواره شوي
ګڼ شمېر قومي مشرانو په خپلو ويناوو کې د هېواد له اساسي قانون، سولې بهير او د افغان ځواکونو څخه کلک ملاټر څرګند، دوی زياته کړه چې دا مهال په دې ولايت کې امنيت تر بل هر وخت ډاډمن دی او له مرکزي دولت څخه يې د ولسونو د ژوندانه د ښه والي په موخه د بېلابېلو پروژو د پلي کيدو غوښتنه وکړه
وروسته د ولایتي شورارئیس مبين فقيرزاده، امنیه قومندان مل پاسوال دولت خان، د سولې شورا رئیس حاجي ابراهيم په سیمه کې د سولې او ثبات په ټینګښت او دغه راز ټولنیز پرمختګ کې د ولسونو ونډه ارزښتناکه وبلله له دوی څخه يې په دغو برخو کې د هر اړخيزه مرستو غوښتنه وکړه.