
ځینې داسې رېپوټونه هم شته، چې وايي پر اسدالله خالد برید په خپله د ملي امنیت د ریاست د کارکوونکي لخوا شوی. په رېپوټ کې داسې ویل شوي، چې د دغه برید لامل په دغه اداره کې د خالد لخوا ناوړه چلند بلل شوی. دا هم ویل شوي، چې برید د لاسي بم په واسطه تر سره شوی دی.