زما د مخ د کتاب پاڼې، پنځمه


ورځ یکشنبې ده د لیندۍ دولسمه، ګران بدر په خپله فیس بوک پاڼه کې لیکي :
((سهار مې يو کومنټ پرېښی و چې که یاران د عاشق الله فریاد کوم عکس ولري راته راويې لېږي، خو یو دوو دوستانو دغه کومنټ لایک کړی دی، پرې پوه نه شوم چې ولې، یا يې کومنت نه دی لوستی او هسې زما د خوشالۍ لپاره يې دا کار کړی او که څنګه؟ ..... )) هسې نه چې غواړم د مخ کتاب لړۍ وغځوم ، د ګران بدر دا لیکنه مې له اجازې پرته زړه ته راننوته .
مونږ بې ځایه لایک کولو سخت خرابه کړي یو، هره څوک چې هر څه ولیکي ورته لایک وایو، په کومه موضوع چې د معصوم پښتون خبره سر مو خلاص نشي ورته لایک وایو، د محافظه کارۍ په دود لایک وایو، د ملګرتوب د پاللو لپاره لیک وایو، او لنډه دا چې په ټوله کې د ګران بدر په وینا د چا د خوشاله کولو لپاره لایک وایو.
خو دا لایک به مو یوه ورځ د پېښېمانۍ کومنټ لایک کړي .
ځو ورځې مخکې مې له یو چا څخه په چټ کې ګیله وکړه چې زما لیکنې نه لولې ځکه کومنټونه دې نه ښکاري .
د سترګو په رپ کې پیغامونه راسرشول، د میاشتې لیکنې مې ټولې په یوه شېبه کې لایک شوې.
ما ورته وخندل چې ته هم !
نو د ځان نه د ملامتۍ د لرې کولو په خاطر یې راته ولیکل چې ستا لیکنې ماته معلومې دي ښې یې لیکې.
بله وکړم ، د اراکوزیا راډیو د فیس بوک پاڼې مطالب هم زه نوي کوم، نو کله چې په کومه خپرونه کې یوه داسې موضوع چې د اورېدونکو نظرونو ته پې اړتیا وي هغه پر لیکه کړم ، بیا دا سبیل مړي لایکونه راسرشي، ټاکلې موده تمامه شي خو د کومنټ خوارکي سر لایک خوړلی وي .
زه خو وایم راځئ دا خبره لایک کړو چې نور به نو بېځایه لایک نه کوو، بس د دې به اجازه وي نور نو د حاجي کامران خبره چې دا بند هغه شروع ، بې ځایه لایکونه بند، احتیاط شروع.