
څرنګه چې له افغانستان نه دامریکایانودوتلولپاره تیاری روان دی ، داسې ښکاري چې یوه بله لوبه پيل کیږي چې لوبغاړي به یې ، دپاکستان
مشران، سټراټیژی جوړونکي او (چې تردې بله سمه کلمه مې ورته ونه مونده ) خوشبینان واوسي.
هغه دلیل چې ویل کيږي دادی چې : ټولې ستونځې به اوارې شي ،خوکه هند په افغانستان کې
خپل رول ودروي او که چیرې نړۍ ، په ځانګړې
توګه دامریکې متحده ایالات په افغانستان کې دپاکستان په ګټوپوه شي . دا خبره ظاهرا
اسانه ښکاري خوپه حقیقت کې داسې نده .
دجنوبي اشیا
زاړه لاسونه به ومني چې داکومه نوې خبره نده . په ۱۹۸۰ کال کې ،کله چې دژینیو خبرې
پیل شوې ، د پاکستان پوځي مشرجرنیل ضیا الحق ټینګارکوه چې امریکایان مخکې تردې چې
له سیمې نه ووزی ، باید په افغانستان کې د پاکستان پلوه حکومت په جوړولوکې مرسته
وکړي . لکه څنګه چې هغه مهال ضیاالحق یوه امریکایې خبریال ته څرګنده کړې وه ،«
موږ(پاکستان) داحق ترلاسه کړیدی چې په کابل کې یوملګری حکومت ولرو. موږبه اجازه
ورنه کړو چې دپخوا په څیردهنداوشوروي اتحادتراغیزلاندې یوحکومت هلته رامنځته شي
اوزموږپرخاوره دعواوکړي .» دپاکستان مشران
او پالیسي جوړونکي تل په هغه څه چې ضیاالحق په جوته وویل ، باوردرلود.
دهمغه ۱۹۴۷ کال راهیسې ،پاکستان دخپلودووګونډیانود
سټراټیژیکې محاصرې نه په ویره کې وو. دپاکستان دامنیتي کړیولپاره دپاکستان دختیځې
اولویدیځې پولې نه برید، دویرې یوه سناریوده .ځکه خو، په افغانستان کې د یوه
پاکستان پلوه حکومت دشتون اړتیا ،دپاکستان دبهرنۍ پالیسۍ لپاره مهم ګڼل کیده
.پاکستان نه یوازې داچې دمحاصرې دمخنیوي لپاره یو ملګری افغانستان غواړي ، بلکې دڅولسیزوپه
ترڅ کې دپاکستان پوځي اوڅارګرې کړۍ په افغانستان کې د سټراټیژیک عمق په لیټه کې دي
، ترڅودهندلخوا دبریدپه صورت کې پاکستان وکولی شي دافغانستان پولې ته څیرمه پرتو
سیموکې خپلې وسلې اوپروسونل خوندي کړي .
په ۱۹۵۰ موکالونوکې دپاکستان لومړنی پوځي واکمن، جرنیل
ایوب خان دپاکستان سره دافغانستان دفیډراسیون غوښتونکی وو. ایوب خان همدارنګه ، دسیمې
داسلامي هیوادونو،لکه افغانستان ، پاکستان، ایران اوترکیې ، ترمنځ د کونفیډراسیون
پلوی هم وو. دی پدې باورووچې دغه به د پاکستان دځواکونوشمیرغښتلی اوسرچینې زیاتې
کړي ،ترڅو دهند په وړاندې ودریږي . پاکستاني پالیسي جوړونکي زیاتره دبرټانیوی
تاریخ لیکونکي فریزر ټایټلر یادوونه کوي چې دپاکستان ترخپلواکه کیدو لنډه موده وروسته
یې ویلی وو،« تاریخ څرګندوي چې یووالی (دافغانستان اوپاکستان ترمنځ) به رامخې ته
کیږي ، که دسولې له لارې نه وي ، نودځواک په وسیله. » لکه چې دپاکستان دبهرنیوچارو
یوه وزیر ویلي وو،« پاکستان اوافغانستان دګډ ژوند کولو اړیکه لري .»
دهمدې پالیسۍ له مخې ،پاکستان په اتیایمو کالونوکې
دباوري کسانواووسیلولکه ،افغان مجاهدینو، دنوییموکالونوپه ترڅ کې د طالبانواونن
ورځ دحقاني ډلې ،حکمتیارډلې ،افغان طالبانواودهغوی دملاتړوسره ، دمرستې
اوملاتړلاره خپله کړې.
که افغانستان ته بیرته وګرځو،دافغانستان له لوري
دپښتنواوبلوڅوبیلتون غوښتونکوملاتړاوهمدارنګه دهندسره اړیکې هغه څه دي چې تل یې ګونډي
هیواد پلمه جوړوي چې ددوی په کورنیوچاروکې لاسوهنه کوي . افغانستان دپاکستان، ایران او منځنۍ
اشیادهیوادونوسره دګډې پولې له کبله،پخپله دکورنیوتوکمي ستونځوسره لاس اوګریوان دی
چې باید اوارې یې کړي. نه افغان حکومت اونه هم ان طالبانودډیورنډکرښه چې دپاکستان
اوافغانستان ترمنځ پوله جوړوي ، منلې ده .
دافغانستان له لیدلوري، په افغانستان کې دپاکستان په
انډول دهندونډه درنه ده . په ۱۹۵۰ کالونوکې هنداوافغانستان ددوستی تړون لاسلیک
کړیدی. دنوي ډیلی اوکابل دواړو لپاره نژدې اړیکې مهمې وې. (Realpolitik) یادریالیسټیک سیاست پالیسي ایجابوي،چې
پاکستان سره ترینګلې اړیکې دامانالري چې ، دافغانستان سره نژدې اړیکې دهندلپاره
ګواښمنې وې.
نن ورځ هنددافغانستان لپاره په سیمه کې یوله لویو مرسته
کونکوڅخه دی چې د ۲۰۰۲ کال راپدې خوایې ، شااوخوا دوه میلیارډه ډالرمرسته کړیده .
دافغانستان سره دهندمرستې اود۲۰۱۱ کال سټراټیژیک تړون دسیمې اودواړوهیوادونو
دراتلونکې لپاره بایدوکارول شي.
هنداوافغانستان دواړه ، په ۲۰۱۴ کال کې دافغانستان څخه دامریکایي
اوناټوځواکونودوتلو داهمیت په اړوند اندیښمن دي اودواړه واک ته
دطالبانودراستانیداپه هکله په ویره کې دي. افغانستان اوهند دواړه غواړي اقتصادي پرمختګ وکړي.
راځئ چې اوس ددې لوبې مهم لوبغاړي ،دامریکامتحده
ایالتونو ته بیرته راستانه شو.دشپږو لسیزوپه اوږدوکې دیوبل سره دمتحد پاتې کیدوسره سره ،دامریکې دمتحده
ایالاتونواوپاکستان ترمنځ داړیکواوسنۍ ترینګلتیا، په کوموکې چې دواړه لوري خپلې
ځاني موخې لري اوان که په اوسمهال کې ددوی لنډمهاله ګټې دیوبل سره سمون هم
موندلی،داړیکوپه نیمګړتیاکې نغښتې ده.
پاکستان دامریکادمتحده ایالتونوسره خپلو اړیکوته تل دسیمې یاهم دنیمې وچې په
پسمنظرکې کتلي دي،یاني دهندسره په تربګنۍ
اوسټراټیژیک انډول کې . دامریکې سر ه دپاکستان اړیکې دامریکایانود – پوځي
اواقتصادي - مرستودهیلې پربنست ولاړې دي، چې دهند داقتصادي اوپوځي ځواک په وړاندې
به دپاکستان دلږسرچینودپیاوړتیالامل شي .
خو،دامریکادمتحده ایالتونوپالیسي
جوړونکوبیاپاکستان ته تل دخپلې نړیوالې سټراټیژۍ په رناکې کتلي دي:د دنړیوالې سړې
جګړې په مهال دکمونیزم په وړاندې دمتحدپه توګه،په اتیاومه لسیزه کې ، دشوروي ضده
جهادپه دوران کې دمهم متحدپه بڼه اود ۹/۱۱ نه وروسته ،دترهګرۍ په وړاندې جګړه کې دمخکنۍ
کرښې دمتحدپه توګه . په بدل کې یې پاکستان دامریکې نه اقتصادي اوپوځي مرستې ترلاسه
کړې.
دپاکستان دځمکنۍ بشپړتیا نه سرغړونه اوداسامه بن لادن په
وړاندې دعملیاتواودهغه دوژنې په ګډون ، دپولې ها خوا بریدونه ، دبې پیلوټه
الوتکودبریدونوپه خلاف دولس پرله پسې غوسه ، هغه دلایل دي چې د پاکستان پالیسي
جوړونکي اومشران یې دپاکستان اوامریکاترمنځ داړیکودخړپړتیا د وجې په توګه وړاندې
کوي، خورښتیانی لاملونه دافغانستان اوهندپه هکله دپاکستان اوامریکې دنظرونوپه
توپیرکې پراته دي .
د ۱۹۸۰ کالونوپه څیر، نن هم ،دپاکستان مشران اوسټراټیژي
جوړونکي پدې باوردي چې پاکستان ددې حق لري ،ترڅوپه افغانستان کې یوله (که یوازینی
نه اوسي ) ټولواک جوړونکوڅخه واوسي. پداسې حال کې چې په ۱۹۹۰ کالونوکې دامریکامتحده
ایالات پدې کې دلچسپي نه درلوده چې په
افغانستان کې دواک به څوک واک ته ورسیږي، ، خونن ورځ یې لري . سربیره پردې ، هغه
مشران اوډلې چې دامریکامتحده ایالات غواړي په افغانستان کې واک ته ورسیږي ،
پاکستان هغه په واک کې نه غواړي اوهغه
مشران اوډلې چې پاکستان یې دافغانستان په واک کې لیدل غواړي ،دامریکادمتحده ایالات
غواړي هغه له منځه یوسي .
پداسې حال
کې چې دامریکامتحده ایالتونه پاکستان ته دپام وړ مرستې ورکړې ، خوامریکایي پالیسي
جوړونکو کله هم دهند سره داړیکو ټنیګول ندي درولي او هیڅکه یې هم هندته ددښمن
یاګواښ په سترګه ندي کتلي . نن ورځ هند او دامریکې متحده ایالتونه نژدې اقتصادي
اوسټراټيژیکي اړیکې لري . همدارنګه ، دامریکې متحده ایالتونه په افغانستان کې دهند
نفوذ د سیمې اونړۍ لپاره ګټورګڼي .
ځینې څیړونکي دلیل وړاندې کوي ،داچې پاکستان به ترهغې پورې
دعوضي وسیلونه ملاتړکوي ترڅودسټراټیژیکې محاصرې په اړوند انديښنه ولري ،دا یوه
منطقي پالیسي نده . نړۍ بدلون کړیدی او بایدوګوروچې نن ورځ کوم څه دي چې پالیسې
پرمخ بیايي .
هند دسیمه ایزاونړیوال لوبغاړي په توګه ، دافغانستان
اوپاکستان په ګډون ، داشیادټولوهیوادونوسره داقتصادي اوسټراټيژیکو اړیکوغوښتونکی
دی. افغانستان ته به هم ، چې دپاکستان ګونډی دی اوله سمندرسره لاره نلري اوپاکستان
ته اړدی ، دغه اړیکې ګټورې وي . دنړۍ ددوو چټکوپرمختلونکواقتصادنو، چین اوهند سره
په ګونډیتوب کې به پاکستان ته هم ګټه ورسیږي ، که چیرې خپلې سرچینې ، پرهند باندې
دناشونې برلاسي پیداکولوپرځای ، پراقتصاد متمرکزې کړي.
لیکواله، اپرناپانډې:
د هوډسن انسټیټیوټ، څیړونکې اومدیره :
ژباړه : زیب منتظرمسید