ډیسک له ډاس څخه

Disk :- هر سولګر لږ ترلږه له یوې دایمي حافظې څخه برخمن وي ، چي له هغه څخه د فایلونو (دوتنو) ، پروګرامونو اوداسي نورو بېلابیلو امتوکونو (Data) دذخیره کولو لپاره کارول کیږي .
ددې لپاره چي مالومات په ښه توګه دسولګر وحافظې ته ذخیره شي ، هغه په څو برخو وویشئ ، چي هره برخه یې دانګریزي ژبي په غټوتورو باندي نومول کیږي ، کوم چي ورته ډرایو (Drive) وایي.
په حقیقت کي ډرایو یې یو منطقي ډیسک دی ، ډرایونه له C توري څخه شروع کیږي .. (E:D:C) ....
په همدې ډول A   او B ډرایونه د فلاپي (Floppy) لپاره استعمالیږي ، او دډیسک دډرایونو وروسته کوم توري چي دي هغه د CD-ROM، CD-Writer او داسي نورو وسایلو ته ورکول کیږي .
ډاس کي ډرایونه په دې لاندي ډول ښکاري :
A:\>_
C:\>_
D:\>_