دdos چليز سيسټم لنډه پېژندکلوي

 
دډاس چلیز سیسټم (Disk Operating System) دلومړي ځل لپاره په کال ۱۹۸۱ م  کي د بیل ګیټس (Bill Gates)  په وسیله ،  کوم چي هغه وخت دمایکروسافټ کمپنۍ مدیر وو، دځاني کمپیوټرونو(Personnel Computer) لپاره وپېژندل شو .
دنوموړی چلیز سیسټم ټول کارونه ، دبولیو (کمانډونو) په وسیله ترسره کېدل او کيږي ، دوخت په تېریدو سره یې ډېر پرمختګ موندلی، بېلابیلي نسخې یې بازار ته راووتې ، کوم چي اخیرنۍ نسخه یې ۶/۲۲ وه چي په کال ۱۹۹۳ کي بازارته وړاندي شوه .
د ډاس (DOS) چلیز سیسټم وظیفې :
دډاس چلیز سیسټم مهمي وظیفې په دې ډول دي:
<     دچلیز سیسټم دمنابعو  مدیریت
<     دکارکوونکو او سخت کالو ترمنځ دارتباطاتو جوړول
<     دکارکونکو لپاره دامکاناتو چمتو کول
 
د DOS چلیزسیسټم په وسیله د کمپیوټر چلول
ددې لپاره چي دسولګر (کمپيوټر) څخه کار واخلئ ، لومړی باید د DOS چلیزسیسټم په Floppy Disk او یاهم هارډ ډیسک Hard Disk ذخیره کړئ ، دکمپیوټرچالانولو په وخت ، د Loader ، Bios او Post پروګرامونه لومړی دکمپيوټر په حافظې کي ځای نیسي او بیا اجراء کیږي .
 
þ     لومړی د Post پروګرام اجراء کیږي ، او دکمپيوټر بېلابيلي برخي آزمائي (TEST) .
þ     دویم د BIOS پروګرام اجراء کیږي ، ټول داخلي او بهرني وسایلو ته دخدماتو رسوني شونتیا ورپه برخه کوي .
þ      او په درېیم پړاو کي ، د Loader پروګرام اجراء کوي ،نوموړی پروګرام داړتیا وړ دوتنې دسیسټم دچلوني لپاره واصلي حافظې ته (RAM) انتقالوي .
داړتیا وړ دوتنې (فایلونه) په دې ډول دي:
ü      Msdos.sys
ü      Io.sys
ü      Command.com
یادونه : کوم ډیسکیټ (Diskette) یا فلاپي (Floppy) چي ددې توانايي ولري ترڅو یو سیسټم وچلوي هغه ته بوټیبل ډیسکیټ  (Bootable Diskette)   وايي .