دډاس چلیز سیسټم دبولیو ډولونه

دdos بولۍ (کمانډونه) په دووبرخو ویشل شوي دي :
لومړی :  کورني کمانډونه  (Internal) 
دویم : بهرني کمانډونه (External)
۱:- کورني کمانډونه : هغه کمانډونو یا بولیو ته ویل کیږي ، کوم چي د Command.com په نامه فایل (دوتنه) کي شتون لري ، او دکمپیوټر په چالانېدو سره داستفادې لپاره په اصلي حافظې کي قرار نیسي .
۲:-  هغه ډول بولۍ دي ، کوم چي دلږ استفادې او ډېر حجم لرونکي دي ، او کوم توپير چي نوموړي بولۍ د Internal  بولیو سره لري ، هغه دادی چي نوموړي د کمپیوټر په چالانېدو سره دکمپيوټردحافظې په اصلي برخه کي قرار نه نیسي ، بلکې داړتیا په وخت کي باید پوره یونلور(Path) او نوم یې ټایپ شي ، ترڅو داستفادې لپاره دکمپیوټر په اصلي حافظې کي قرار ونیسي .
یادونه : په DOS کي دبولیو داستعمال په وخت ، که تاسو له غټو او کوچنیو تورو څخه کار واخلئ هیڅ ستونزه نه درته جوړیږي .