
دا کلیمه می شپی ناوخته، له ماښام لمانځه وروسته، د پیښور او تورخم په لاره له رادیو څخه واوریدله. نه پوهیږم چی کومه رادیو وه؛ نوم یی څه وو خو ناست میلمه داوود درانی پکی له کوربه فیصل څخه لایق وو!
د خیبر په لاره د مولا او غلو په ډار کی، د شپی په تیاری کی، بیا هم دغه ټولی خبری خوږی لګیدلی. اوږده دری ساعته لاره چی سړی باید په کی د نازیه اقبال او یا هم مرحومه غزاله جاوید چټیات واوري خو د دراني خبرو دغه موقع له مونږ چورا لیا!
د بحث موضوع وه "کرپشن"! دراني په خبرو کی د سفید هاتهی کلیمه وکاروله. راسره انجینر میاخیل هم پری نه پوهیده! ما ویل ځه وطن ته چی لاړ شم، لیکل به پری وکړم.
نن می زړه تخنیده، دغی کلیمی را څخه قرار غلا کړی وو.
سفید هاتهی(White Collar Vs Blue Collar):
White Collar: هغه نوکران چی په سپینو جامو، نیکتاییو او سپینو پستو لاسونو کار کوي. کوم شاقه کار نه کوي. زیاتره کار یی لاسلیکونه، مکتوب لیکونه او خبری وي.
چی په دی کټګوری کی مولانا، زه، انجینر، طبیب ټول راځو! څومره چی د سپینو او پستو لاسونو خبره ده، په دی اړه به د استاد عاصم یوه خبره را روایت کړم. استاد عاصم به چی کله مونږ ته د عربی درس را کاوه نو له درس څخه به دده ټوکی او خبری ډیری وی. یو خو سیاسی استاد و او بله دا چی نړۍ یی هم څه نا څه لیدلی وه.
استاد به عبدالله ته ویل چی هلکه لاسونه دی ډیر پاسته دي سم لکه د خلیفه ګانو لاسونه!!!
Blue Collar: هغه نوکران چی لاسونه یی ککړ، خښتو، چکړو پاکوولو، مستري خانو کی کار کوي؛ شاقه فزیکی کارونه ترسره کوي.
که چا ته پوښتنه پیدا وي چی دغه ډاکټران په کومی کټګوری کی راځي نو د تعریفونو مطابق دی هغوی په خپله تصنیف بندي کړي!!!
سفید هاتهی:
دا نو د برني تعریف مطابق سپکو کارونو ترسره کوونکی ته چی لاس او پښه یی نه مرداریږي خو بلا ډیری روپی ګټي ویل کیږي. ددوی ډیر عاید زیاتره خالص دی! یو Gross income دی او بل Net Income اوس نو بیا له دوو کلیمو سره مخامخ شولو.
Gross Income(ناخالص عاید): هغه عاید چی نا پاک وي، خالص نه وي. له دی سره ټکس، بیمه، فرینج بینفټز، د ایجوکیشن(تعلیم) لپاره پیسی، صحی بیمه او داسی نور شیان ورسره ضم وي!
Net Income(خالص عاید): هغه چی دغه بره شیان تری ویستل شوی وي. سوچه، بی له اضافي اخراجاتو هغه چی بیخي او بیخي نغدی در ته پاتی کیږي.
یو ځلی د کیمیا استاد، یادش بخیر، پوښتنه وکړله په صنف کی، چی هلکانو په ټولی نړی کی چی څه د اوسپنی کانونه دي، خالصه اوسپنه په کی نه پیدا کیږي خو یو هیواد شته چی هلته خالصه اوسپنه پیدا کیږي، څوک به یی نوم واخلي؟
ټول صنف چوپ وو. هیچا خبری نه کولی. ټولو لاندی سرونه نیولي وو چی هسی نه له ما نه وپوښتي. استاد چی پوی شو نو پخپله یی وویل: پاکستان!!!
مونږ وویل استاد هغه څنګه؟ افغان مجاهدین ورته د جهاد د وخت ټانکونه او د فابریکو ماشینونه د کباړ په نوم راوړي!!!
بس دغه د سفید هاتیانو عاید چی کوم دی هغه مکمل خالص دی! نغد، کِش دی! دوی سپین اغوندي، پخپله هم سپین وي، سپینه ږیره، سپین ویښته او...
ما ته په دغو صفاتو سره د حزب اسلامی استاد علی انصاري را یاد شي. د پښتو استاد عبدالاحد به په سپین چرګ یاده وه.
علی انصاري د حزب اسلامي د مهاجرینو، د تعلیم و تربیی ريیس پاتی شوی دی. خپله هم سپین، جامی هم سپینی، ږیره هم سپینه!
پښتو استاد به ویل چی دوی مقعد شریف هم په شامپو مینځي! زامن یی هم سپین وو چی د حزب اسلامی د مجاهدینو زامنو به ورپسی لښکر جوړ کړی وو.
پاکستان کی چی کوم سفید هاتیان دي هغوی خانداني دي. پلار،پلار، پلار څخه ورته پوزیشن پاتی وي.
د پرویز مشرف پلار د انګریزانو په وخت کی اکونټنټ وو. د بی نظیر بهټو د نیکونو د جایداد په اړه ویل کیږي چی د سند انګریز فاتح Charles Napier په ۱۸۴۳ز کی د سند له ځمکو څخه د ګذر په مهال له خپله موټروان څخه پوښتلي وو چی هلکه دا د چا ځمکی دي؟ چلوونکی په خپل چاپلوسانه انداز سره فرمایلي وو: سر دا د بهټو صاب دي!
څو کیلومیتره چی مخکی لاړ وو بیا یی پوښتلی وو چی دا د چا دي؟
چلوونکی: دا د بهټو صاب دي!
چارلس: هلکه چی د بهټو له ځمکو ووتلو نو بیا را باندی غږ وکړه او را ویښ می کړه.
یو وخت فاتح چارلس له خوب څخه پخپله را ویښ شوی وو، بیا یی له موټروان څخه پوښتلي وو چی د چا په ځمکو کی روان یو؟
چلوونکی: سر د بهټو صاب!!!
د شهید محترمه بی نظیر بهټو نیکه سر شاه نواز خان بهټو د جناګړ(جوناګډ) لپاره د انګریزانو لخوا ټاکل شوی لومړی وزیر وو. انګریز سر کار ته یی بلا خدمات ترسره کړيدي.
پلار یی ذوالفقار علی بهټو د پاکستان ټاکل شوی، منل شوی لومړی وزیر پاتی شوی دی. په دیموکراسی اعدام شویدی.
خپله د مشرق زمین لور بلل کیږي. که سبا بلاول راځي او لومړی وزیر کیږي نو هیڅ شک او شبهه نشته! دوی خاندانی دي!
مفتی محمود څخه مولانا فضلو پاتی دی! له بلوریانو څخه پوره نوی نسل رامنځ ته شوی چی خانداني سیاستوال دي! پاچا خان څخه ولی خان او له ولی خان څخه اسفندیار!
او بلا نور!
که دوی دا کارونه کوي، دوی خاندانی دي! دوی له پلار، پلار څخه سفید هاتیان پاتی شویدي! دوی چی کوم کار کوي، وړاندی وروسته ګوري! قام، کورنی او د خپلوانو د آبرو غم او درد ورسره وي!
زمونږ د سفید هاتیانو پلرونو خر هم نه درلوده! چی داسی پل ور پسی ور واخلی نو پلار به یی واده او خیرات ته د تګ په مهال له څو کورونو خپله البسه را ټولوله خو ځوی یی اوس د دوبۍ په اطلنټس کی ځمکی لري، هلکانو څه قیامت به خو نه وي را نږدی شوی—د شپانه ځوی به په بلډینګونو کی اوسي!!!
دغه شپون څوک کیدای شي؟ مولا، مولینا، مولانا، شیخ!!! که کمونیست سفید هاتی دی او که دیموکرات دواړه د مولینا له نطفی څخه دي!!!
د فساد خلاف به زه خپلو مضامینو ته ادامه ورکوم، با ما باشید!!!
leekwal@yahoo.com