غزل


سم دم په لاره ځم په زړه حمله راباندې راشي

تپ تور شمه په سترګو بس تياره راباندې راشي

ودريږم ورته ځكه ګوندې ستا خوشبويي راوړي

سحر كې چې له شرقه الويښه راباندې راشي

دهجر وچكلى وهلى زړه به پرې اوبه كړم

باران ستا ددين كه څه شيبه راباندې راشي

دښكلو په محفل كې مې جلا په بله بوځي

د تيرو ديد نونو  يوه  څپه  راباندې  راشي

يا ديږي دهغه چې هسې نه چيرته رسوا شو

تا ويل د لارې سر دى كه څوګ تله راباندې راشي

امينه  ليونيه  چې پرون  په  وعده  نه  وه

نو نن به وايه څنګه چې هغه راباندې راشي

_________

متحده عرب امارات