جنګ دی


دا شعر ما په بینوا ویب پاڼه کې دحجرې او جومات جنګ دلیکنې څخه په اقتباس لیکلی دی==================================================دا څولسیزې کیږي د کسات کلي کې جنګ دیملګرو دحجرې او دجومات کلي کې جنګ دیکټ مټ د ځنګل اور دی وچ لامده پکې سوزیږيتر ننه پکې نشته مساوات کلي کې جنګ دیحیران یو چې دکومې یوې بلا مخې ته ورشوحیران یو دچا وکړو مالومات کلي کې جنګ دیخواږه خواږه یاران مو یو پر بل شول بې اعتبارهپه ګرانه تمامیږي ملاقات کلي کې جنګ دیتر ډیره به د هر څه شي محتاجه شو یو بل تهپه سترګو شو ړانده لاسونه مات کلي کې جنګ دید بر کلي سپین ږیرو هله زر شئ سوله وکړئخدای مه کړه هسې نه چې شو میرات کلي کې جنګ دید ژوند خواږه سپرلي دې هسې هم په جنګ کې تیر شولامینه وایه شپه ورځ مناجات کلي کې جنګ دی —