
پنجشنبه، د نومبر د میاشتې په ۲۹ مه نېټه مې په فیسبوک کې د میدان وردګو د پخواني والي محمد حلیم فدايي یوه لنډه لیکنه ولوسته، فدايي صیب لیکلي :
یوه نېږدې ملګري راته وویل: (( ستا لیکني مې ډېري خوښېږي، د ځوانانو بېکاري لویه ستونزه ده، په دې هم یوه لیکنه وکړه. الله شاهد دی، نیت مې وکړ، اما بېرته پښېمانه شوم، ځکه چې دا منفي بافي او ښکنځلې دومره زیاتې شوې دي، چې اوس به وایي: چې خپله بې دندې شو، نو په بېکارۍ یې لیکنه وکړه. یوازې دومره غوښتنه به له ملګرو څخه وکړم چې د ځوانانو په بېکارۍ دې حتماً یوه لیکنه وکړي)).
ما ورته په کمنټ کې ولیکل : فدايي صیب که اجازه وي یوه ټوکه وکړم . زه او ته اوس په ځوانانو کې نه راځو چې دا موضوع مونږ ته راواوړي ځه توکل په خدای ویې لیکه .
هغه راغبرګه کړه : تورمان صيب، اوس هم لا ځوان يم! ايله بيله خو اوس ١١ باندې ٣٠ كلن شوم.....
چې کیسه رانه بلې خوا ولاړه نشي په ځينو مشاعرو کې زمونږ سپین ږیرو شاعرانو ته هم د ځوان شاعر خطاب کوي، یو ملګری شاعر مې چې په اداره کې راسره یو ځای کار کوي، هغه هم خپل سپین ږیرتوب نه مني ، په مشاعرو کې چې ورته ځوان شاعر ووایې نو سخت خوند ورکوي او چې مایکروفون ته مخامخ شي نو ښه رندانه غزل هم واوروي، خو دا بیا ماته خوند نه راکوي ځکه د ده د بابا ملت د وخت کتابچه يي تذکره ده او زما یک بار مصرف لکه د عریضې پاڼه. اوس نو دواړه ولې په یوه تله وتلل شو ؟
په هر حال رابه شو فدايي صیب ته، فدايي صیب !
ښه دې لیکلي، په مونږ کې د پاړسي وانانو خبره منفي بافي ډېره ده، زمونږ د فکر او درک کړۍ باید ډېره پراخه وي، خو درېغه چې بې کتابه یو، چې له خبرې مې بل ډول تعبیر ونشي هدف مې دا دی چې لوستي کم لرو، زمونږ د مشرانو په غوږ کې خدایږو کوم خانه خراب دا ایښې چې تر اتمه پورې زده کړه او تعلیم کافي دی.
نو چې مونږ د اتم ټولګي پارچه د ډاکټرۍ د ډیپلوم ماډل ګڼو ته رانه څه تمه کوې چې درته لاس په نامه ودرېږو چې فدايي صیب تا سم فرمایلي دي؟ نه وروره !هغه د پښتو ادب د بډاینې لپاره دې چې د دیوال کتابونو د چاپ لګښت ورکړی او مونږ ورته تکیه کړې نورته جګ سترګي یو هغه هم بیا تر مخ نه راځي.
یوې اداره کې مې د ژوند اته سپرلي خزان کړي دي، خو اوس چې کله د دوستانو لیدو ته ورځم، ځني داسې فکر کوي چې د بیا مقررۍ په نیت ورغلی یم، نو سم داوره شروع وکړي ! یاره دا اداره هم هغه پخوانۍ اداره نه ده پاتې، د کار له لاسه سر ګرولو ته نه وزګاریږو، ته ښه یې، پاچا یې ، پام کوه چې بیا دې ځای ته زړه ښه نه کړې .
اوس ډېره موده کیږي چې د دوستانو پوښتنې ته هم نه یم ورغلی، خو ایا دا حل لاره ده ؟