
په دې ورځو کې چې په فیس بوکي لیکنو د یو څه لیکلو اراده مې کړې ده دېر وخت مې د مخ کتاب پرانیستی وي.
نن مې کومه خاصه لیکنه پیدا نه کړه چې څه پې ولیکم خو ماسپښین مې د سعید زابلي یوې هایکوارې پام خپل کړ:
هایکواره پاړسي ژبي هغه شعر ته وايي چې شکل او خوند یې د هایکو وي خو وزن کې بیا هایکو نه وي.
(( زمونږ راتلونکی برخلیک
ټوله تیاره ده
یواځې یوه رڼا ښکاري
هغه هم د لیوه سترګې ))
دا شعر څومره ښکلی دی، یو تصویر د سړي مخې ته ږدي. مانا یې هم ژوره ده، نه د سعید تکرار دی نه د بل، بیځایه نه دی کش شوی او نه د کار ټکي ورنه پاتې شوي دي، نه پوهېږم دا یواځې زما زړه دی چې په داسې شعرونو منګول لګوي او که نه نور داسې زړونه هم شته چې دا معقوله یې غلطه ثابته کړې وي چې ګوندي یواځې شعر په زړه منګول لګوي.
زه په فیس بوک کې ډېر داسې په نوم شعرونه لولم چې هغه د چا خبره یواځې وخت ضایع کول دي او بس.
راځئ د شعر لپاره هم د شعر د کلمې مانا ته په درناوي یو معیار وټاکو، زما پا اند مونږ وزن او قافیوو خرابه کړي یو ، هره څه اوتې بوتې مو چې په خوله راغلې هجا کوو یې په اخر کې هم د قافیوو تومار مخې ته ږدو او زما د زوی خبره یو دانه شعر جوړوو.
توفیق زوی مې چې د شپږو کلونو دی یوه ورځ یې راته وویل چې پلار جانه یو دانه شعر مې جوړ کړی، ما ویل څنګه دې جوړ کړی زوی؟ هغه راته وویل :
پلار جان
بانجان
زه چې همغه مهال هندارې ته ولاړ وم په زړه کې مې ورته وخندل چې بد خو دې نه دی جوړ کړی، خو د خپګان په ډول مې تندې ورته تریو کړ چې ښه خبره دې و نه کړه .
توفیق چې مور یې پوه کړی و ساعت ورسته یې مخ راته ښکل کړ او بخښنه یې وغوښته، خو زمونږ یو شمېرځوانان چې څوک یې نه پوهوي شعري طبعه یې ښه څپانده روانه ده او د توفیق جانه سره په سیالۍ کې هم کم نه دي.