
په عمومي توګه د DOS چلیزسیسټم بولۍ له دې لاندي جوړښت څخه جوړي شوي دي :
دبولۍ نوم [پارامیټرونه] [سویچونه]
دبولۍ نوم : عبارت له کورني او بهرني بولیو دنومونو څخه دی .
پارامیټرونه: پارامیټرونه دیوې فاصلې په وسیله دبولۍ دنوم څخه بېل شوي وي ، پارامیټرونه کېدای شي ، دډرایو نوم ، دفایل یا پوښۍ یونلور (Path) ، نېټه ، ساعت او ... وي ، کوم چي دبولۍ داجراء کولو لپاره اړین برېښي .
سویچونه : اکثره کمانډونه (بولۍ) په DOS کي ، ددې امکانات لري چي له بېلابیلو سویچونو څخه کار واخلي ، سویچونه د “/” لوښې (کارکټر) په وسیله پېژندل شوي دي .
بېلګه :
/P /W د DIR دبولۍ سویچونه دي .