
وسیم سجاد، کابل
خبر: د اریانا افغان جرمانه، هیواد ته بله مارشالي تحفه!!!
فیل مارشال فهیم مولانا خو به تاسو پیژنی، د ګونګیانو په خبرونو کی چی کله د قسیم نوم یاده وي نو پوزی ته اشاره کوي—مطلب هغه پزو—فهیم قسیم!
د افغانستان په نامه سهامی شرکت کی دوه نومونه لوی شهرت، او من فضل ربي ګڼل کیږي: یو پکی د ولسمشر کرزي ورونه او بل په کی د مارشال صاب ورور:حسین فهیم!
دوی چی څنګه په سیاست کی سره شریک دي؛ داسی ماشاالله په کار و بار کی هم سره شریک دي.
په دی وروستیو کی، داسی خبرونه می واوریدل چی په دوبۍ کی یوی محکمی "د اریانا افغان هوایي شرکت" لس ملیونه ډالر جریمه کړی دی. افغان سفارت نه یوازی دا چی د محکمی په علنی غونډی کی اشتراک نه دی کړی بلکی په وطن کی یی افغان هوایی چلند او ټرانسپورټ وزارت هم نه دی خبر کړی!
په خبر کی چی روهی د سپوږمی رادیو په حواله خپور کړی راځي که چیری "د اریانا افغان" لخوا دغه جریمه ادا کړای شي نو اریانا افغان به په کونه کیني: مطلب دا چی ددی شرکت ټوله سرمایه هغه که ځمکی دي، دفترونه دي، الوتکی دي، او... ټول لس ملیونه کیږي!
خبره داسی ده چی دلته کور دننه یو هوایي شرکت وو: پامیر! د دوی الوتکه چیرته په شکردرې کی له کندوزه را روانه وه چی ولویدله! بیا چی پلټنی وشولی نو معلومه شوله چی ددی شرکت تار تر مارشال صاب پوری رسیدلی او په کی سهم لري! کابلبانک یی بل سهیم و! چی په پس منظر کی دواړه د فهیم قسیم او محمود جان کرزي ملکیتونه شمیرل کیدل.
کله چی جستجو ګردید نو څرګنده شوله چی ددغه شرکت یوی الوتکی رسمی د چلند جواز درلود او نورو ته یی هسی جعلي جوازونه جوړ کړي وو! چی په دی کار سره خو حکومت ددغه شرکت دروازه ور وتړله!
ما په یوی اداری کی هم ورته کار لیدلی وو. دغی اداری د خپلو مامورینو د انتقال لپاره تونس موټری درلودلی. بیا اداري مامور یی د یوه موټر لپاره له امنیتی حوزی او یا بل ارګان چی له امنیت سره تړاو لري اجازه نامه واخیستله! روسته دی اداری د خپلو ټولو موټرانو لپاره هماغه کارت کاپی کړ او خپل ټولی موټری یی رسمی کړلی!
پامیر شرکت هم ورته ګوته کړی وه.
خو پکچر ابهی تک باقی هی! هغه دا چی دوی سره حکومت حتما به د ولسمشر په پیشنهاد او د حج او اوقافو د وزیر په زړه خوږی د حج سپرلیو قرار داد سپارلی. بیا دوی ددی وړتیا نه درلودله نو کوم بل شرکت سره یی لکه چی خبره کړی په دوبی کی د اروین په نامه! او د اروین لپاره یی سفارش "اریانا افغان" کړی! اوس چی پامیر نشته او بندیز پری لګیدلی، اروین خپل تاوان له اریانا افغان اخلي!!!
مونږ په وطن کی د کابلبانک ژړل چی دغه بل پرتوګ یی هم سوری راوړ! کور دننه رسنیو دغه موضوع نه یوازی و نه شاربله بلکی د مهمو خبرونو په سرټکو کی یی هم یاده نه کړله.
د کابلبانک په لویو داړه مارانو کی همدغه دوی کورنی یادیدلی:کرزی+فهیم!!!
نو مارشال صاب ته باید اوس له مارشالی که په فوځ کی کومه بله رتبه پاتی وي، هغه دی هم ور تفویض عنایت فرموده ممنون سازد!!!
نه پوهیږم چی اوس سر فلمي ګورو او که د فلم منځ ته خبری رسیدلی ده؟
خبر: واشنګټن پوست: خر، د افغان فوځيانو چورلکی!
همدا څو شپی کیږي چی مثنوي معنوي چی د شمال ټلوالی بل طالب قوماندان دی څيره(څهره) او خبری په تلویزونونو کی زیاته لیدل کیږي او زیاتی اوریدل کیږي! (زیات می تکراري راوسته چی د پښتو ادب کوم پوهاند را باندی انتقاد ونه کړي!!!) او هغه ړوند او کوږ سترګی ویاند چی زما د شاګردی شرف هم ورته حاصل دی یی توجیه کوي.
په ۲۰۱۴ز کی به ټولټاکنی کیږي خو خپه له خلکو څخه خرونو ته ډیر یم!!!
دلته خو به انسان ته نه خپه کیږی ځکه هغوی ته خو د الله(ج) همداسی خوښه ده! او بله دا چی هغوی له ورته شیانو لکه وژلو، رټلو، ځورولو سره عادت دي خو دغه حیوان چی انسانیت ورسره د تولد له ورځی دښمني لري یو ځل بیا په ستونزو کی ګرفتار شي!
اوس هم افغانستان کی، خر شریف د ټرانسپورټ تر ټولو لویه وسیله ده! په ټول افغانستان کی ۱۱ملیونه موټر کاریږي! د ملت نفوس دی:۳۰ ملیونه کم و بیش! چی په دی حساب سره خرونه کیږي ۱۹ملیونه چی په کلي کی عوام لوګ او حکومت ورته مشترک لاس رسی لري!
یو واری می زړه شي چی را ځه له مولانا سره په ګډه د خرو کار و بار پیل کړه! دی هم کله،کله په تنګ شي او وایي چی راځه چیرته اوپن کاروبار وکړو.
د خرو له کاروبار څخه به بل کاروبار چیرته دومره ګټه وکولای شي او اوس یی خو بیخي ښه سیزن دی! ځکه له یوی خوا ژمی را روان دی او له بلی خوا د انتخاباتو ازاد او خپلواک کمیسون د خرو د پیرودلو لپاره خپل آر اف کیوز(RFQ’s) اعلان کړیدي. زه به د کاروبار مشر چلوونکی چی دغه بزنس مینان یی (CEO’s) بولي شم؛ مولانا به مرستیال او کوم کورناستی والي به ځان ته سلاکار وټاکو ځکه ددوی تجربه په دی برخه کی زیاته ده، هغه په دی مفهوم چی دوی په ولایت کی دندی ترسره کړیدي نو خرونه یی له نږدی څخه لیدلي، حس کړي او درک کړیدي!
مولانا ځکه ښه سلاکار نشي کیدلی چی یو خو دی ځان ډیر هوښیار ګڼي چی په دی حساب یی له خرو سره طبیعت نه لګیږي! او بله دا چی بچه مکروریان است خر به یی چیرته عملي لیدلی او کړی وي او کنه!!!
د تیر ځل ولسمشریزو ټولټاکنو پرمهال، د ټولټاکنو کمیسون ۹،۰۰۰ خرونه په بازار کی را نیولي وو چی کور دننه یی دغه اړتیا هغه وخت نه وه پوره شوی او بیا یی د یوه ازاد تړون په نتیجه کی د پاکستان له لاری ټرانزیټ له هندوستان سره معامله ترسره کړی وه.
دا ځل به هڅه وکړم چی دغه تشه کور دننه پوره کړو! ځکه چی خرونه نه یوازی ټولټاکنو کمیسون ته په کار دي بلکی افغان ملی اردو ورڅخه د چورلکی کار هم اخلي چی د روایت مرجع یی واشنګټن پوست ده!
نه پوهیږم چی دغه د واشنګټن پوست خبر د دیموکراتانو لپاره پیغور که زړه خوږی دی؟ ظالمانو خو خپلی چورلکی او هغه اوچته وسله چی دوی پری نازیږي یو واری ور نه کړل خو ریشخند (نیشخند) یی پری له پاسه!
دیموکراتانو به نن څخه ۱۱ کاله مخکی فرمایل چی سخته،قوي، مډرنه اردو به را ته امریکا او متحدین ملګري جوړه کړي! هغه وخت چی مونږ ورته ویل چی دروغ وايي، ویل یی تاسو منفي بافان یاست! تاسو په همدی منفی بافی کی ژوند کړی! تاسو زر اعتبار نشی کولای! خو اوس دغه دی ګورو چی ورباندی نیشخند وهي!!!
leekwal@yahoo.com